لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډانلډ ټرمپ شوي بريد ته نړیوال غبرګون، د بريد غندنه شوې


د امريکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ لور ايوانکا ټرمپ ويلي، "په پنسلوينیا کې د تشدد او اغېزمنو دپاره ستاسو د مينې او دعاګانو، او قانون نافذونکو ادارو سمدستي اقداماتو مننه کوم".

د امریکا په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ شوي بريد امریکايي او په نړيواله کچه مشرانو غندلی، د ټرمپ د هغه د کورنۍ او پېښې د متاثرينو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د هغوی د روغ صحت دپاره یې دعاګانې غوښتي دي.

د خالي/ شنبې په ورځ د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د انتخابي کمپاين په مهال په هغه ډزې شوي. ټرمپ ویلي، پنسلوينيا ايالت کې د انتخابي جلسې په مهال د هغه په لور ډزې شوي او يوه ګولۍ يا مرمۍ د هغه په ښي غوږ لګېدلې ده.

امریکايي چارواکو ويلي، ټرمپ ژوبل شوی خو روغ دی.

د امریکې صدر د امریکې صدر جوبايډن د خالي/ شنبې په ورځ ويلي، هر تن بايد په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د قتل د مشکوک برید غندنه وکړي. بايډن ويلي، "مونږ چاته دا داسې کولو اجازه نه شو ورکولی، داسې خیال چې په امریکا کې دې داسې ډول تشدد وشي داسې دې وا نه ورېدل شي".

د برتانیې وزیراعظم کېير سټارمر په ټرمپ بريد ته په غبرګون کې په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې ویلي، د ټرمپ په جلسه کې یې بوږنوونکي مناظر ليدلي، د هغه او کورنۍ دپاره یې نیکې هيلې وړاندې کړي.
هغه ویلي، "هر ډول سیاسي تشدد زمونږ په ټولنه کې ځای نه لري".

د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي ويلي، "د دغه ډول تشدد په نړۍ کې يو ځای هم هيڅ جواز نشته، بايد تاوتريخوالی نه وي".

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو په اېکس پوسټ کې په ټرمپ د ډزو په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي یې دي، "سياسي تشدد د قبلولو وړ نه دی".

جاپاني وزيراعظم فوميو کيشيدا ويلي، "مونږ بايد جمهوريت ته ورپېښو هر ډول چېلنجونو په وړاندې ودريږو".

د هند وزیراعظم نريندرا مودي په ټرمپ د بريد په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، "د دغه پېښې په کلکه غندنه کوم. په جمهوريتونو او سياست کې تشدد هيڅ ځای نه لري".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، "دا حېرانوونکی پرمختګ دی، زه په سياست کې د هر ډول تشدد غندنه کوم".


د اسټريليا وزيراعظم انتهوني البينس ويلي، "په پنسلوينيا کې د پخواني صدر ټرمپ د کمپاين په غونډه کې نننۍ پېښه د اندېښنې وړ ده، په جمهوري عمل کې د تشدد هيڅ ځای نشته".

د برازيل صدر لويس ايناسيو لولا دا سيلوا ويلي، "بايد د جمهوریت او په سياست کې د مکالمې ټول دفاع کوونکي په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حمله رد کړي، مونږ چې څه وليدل دا د منلو وړ نه دي".


د نيوزي لېنډ وزیراعظم کرسټوفر لکسن ويلي، "يو هيواد دې هم د سياسي تشدد سره مخامخ نه شي".


د تايوان صدر لايي چنګ ټي ويلي، "زمونږ په جمهوريتونو کې هيڅ ډول سیاسي تشدد د منلو وړ نه دی".

د فلپاين صدر فرډينينډ مارکوس جونير ويلي، "مونږ په ګرده نړۍ کې جمهوريت خوښوونکي، په ګډه د هر ډول سياسي تشدد غندنه کوو، د ولس غږ دې بايد تل سرلوړی وي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG