لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې سکولونه پرانیستل شول، خو فنډونه به یې زر خلاص شي


په غزه تړانگه کې د ملگرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې یو سکول
په غزه تړانگه کې د ملگرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې یو سکول

وروسته له هغه چې د غزې په تړانگه کې د ملگرو ملتونو په مرسته جوړو سکولونو باندې د امریکا مهم فنډونه ودرول شول، د شورو په ورځ په زرگونو فلسطیني ماشومانو د گرمیانو د رخصتیو وروستو خپل نوی تعلیمي کال پیل کړ.

د یو طالب العلم مور ویل چې:«مونږ سره ویره وه چې دا طالب العلمان به په لارو کوڅو کې پاتې شي. خو د خدای شکر دی سکولونه پرانیستل شول او دوی سکولونو ته لاړل.»

دا په داسې مهال چې د ملگرو ملتونو کډوالو لپاره ایجنسي خبرداری جاري کړی چې د سکولونو لپاره ټول فنډونه به د راتلونکي ستمبر میاشتې تر اخره پورې ختم شي. د یو ماشوم مور ام حمزه حمدان وايي: «مونږه ویرېدلې وو چې د سکولونو پرانیستل به وځنډول شي، خو د خدای شکر دې چې سکولونه پر خپل وخت پرانستل شول. ماشومان ډېر خوشاله دي.»

دا وخت په غزه کې د ملگرو ملتونو لخوا د فنډونو په مرستې نزدې ٢ لاکه ٨٠ زره ماشومان د لومړنۍ کچې تعلیم ترلاسه کوي او نزدې یو لاکه ماشومان حکومتي سکولونو ته ځي.

د یو این ار ډبلیو اې ویاند عدنان ابو حسنه وویل چې «نن ٢ لاکه ٨١ زره ماشومان د غزه تړانگې ٢٧۴ مختلفو سکولونو ته لاړل. د سکولو پرانستل یو لوېې خطر وو. مونږ سره یواځې د ستمبر میاشتې پورې فنډونه دي، او دا خساره پس له هغې مخې ته راغله کله چې امریکا د امداد په لړ کې ٣ سوه میلیینه امریکايي ډالره کمې کړې. او که دا پېسې د دې کال تر اخره پورې ترلاسه نه شوې نو مونږه مجبوره یی چې دا پروگرامونه وتړو.»

این ار ډبلیو اې سره تر ټولو زیاتې مرستې امریکا کوي. امریکا په تېر جنورې میاشتې کې دې ایجنسۍ ته ورکوونکی سالانه امداد نه ٣ سوه میلیینه امریکايي ډالره کمې کړي دي. د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي دي د دې گام مقصد په اېجنسې فشار زیاتول دې چې مهم اصلاحات دې وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG