لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: جرمني په سنګینو جرمونو کې ککړ افغانان ملک ته په ستنولو غور کوي


جرمن چارواکي په هغه ځای کې تحقیقات کوي چېرته چې وېل کېږي عطايي په خلکو په چاړه حمله کړې ده
جرمن چارواکي په هغه ځای کې تحقیقات کوي چېرته چې وېل کېږي عطايي په خلکو په چاړه حمله کړې ده

جرمني ویلي غور کوي چې هغه افغانان ډيپورټ یا هېواد ته ستانه کړي چې په سنګینو جرمونو کې ککړ وموندل شي.

د جرمني د داخله چارو وزیرې نېنسي فېزر د نهې، سه شنبې، په ورځ دا اعلان پس له دې وکړو چې یو افغان د چاړه په حمله کې یو پولیس ووژلو او پينځه نور کسان يې زخمیان کړل.

د جرمني د انصاف وزیر مارکو بشمېن ویلي د حملې په شا "اسلامي مقصد" دی.

حمله کوونکي د پولیس په ډزو زخمي شوی او ګرفتار کړی شوی دی.

فېزر خبریالانو ته وویل جرمن چارواکي د تېرو څو میاشتو راهسې کتنه کوي چې په سختو جرمونو کې د ککړو تنانو د ستول کېدو اجازت ورکړي.

فېزر وویل دا خبره ورته واضحه ده چې هغه کسان دې په چټکتیا د ملک نه بهر کړی شي چې د جرمني امنیت ته په ممکنه توګه خطر راولاړولی شي.

هغه وویل افغانستان او شام ته کسان ته ستنولو دپاره هره ممکنه لاره لټول کېږي.

په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته جرمني د افغانانو ډيپورټېشن یا افغانستان ته د خلکو ستنول په مکمله توګه بند کړي دي.

خو د افغانانو د ډيپورټېشن یا د جرمني نه د وېستلو په اړه بحث د جرمني په مېن هایم ښار کې د جمعې په ورځ د

اسلام ضد لاریون په موقع د ۲۵ کلن افغان د چاړه د حملې وروسته شروع شوی دی.

۲۹ کلن پولیس افسر چې په حمله کې زخمي شوی و د اتوار، يکشنبې، په ورځ يې ساه ورکړه.

د سخت دریځه اسلام خلاف د لاریون انتظام پېس یورپا نومې تنظیم کړی و. پینځه نور کسان په حمله کې زخمیان شوي دي.

د حملې وروسته تاوده بحثونه راپارېدلي دي چې په جرمونو کې ککړ غېر ملکیان دې وویستل شي.

د مشکوک حمله کوونکی شناخت د سلیمان عطايي په نامه د افغان تن شوی چې رپورټونه وايي په ۲۰۱۳ کې جرمني ته د یو کډوال په څېر تللی و.

د جرمني د بېلډ اخبار ترمخه، عطايي ۱۴ کلن و چې د خپل ورور سره جرمني ته راغلی و او په ابتدايي توګه يې په جرمني کې د پناه خواست رد شوی خو د کم عمرۍ په سبب افغانستان ته بېرته و نه لېږل شو.

د جرمني د شپیګل مجلې ترمخه، عطايي په جرمني کې تعلیم حاصل کړو او په کال ۲۰۱۹ کې ترک نژاد جرمن ښځې سره واده وکړو او دوه بچي لري.

رپورټونه وايي عطايي چارواکو ته څه خطر نه ښکارېدو او هېپن هایم کې د هغه ګاونډیانو ته هم هغه څه انتهاپسند نه ښکارېدو.

د ترهګرۍ ضد سرکاري وکیلانو د حملې تحقیقات ترلاسه کړي او کوښښ کوي چې معلومه کړي چې عطايي ولې حمله کړې ده.

ای پي خبري اداره وايي جرمن چارواکو داسې شواهد ترلاسه کړي چې ښيي عطايي د مذهب په بنیاد دا حمله کړې ده.

د رپورټ ترمخه، د جرمني د انصاف وزیر مارکو بشمېن د ګل، دوشنبې، په ورځ ناوخته په اېکس، پخواني ټوېټر، ولیکل چې واضحه نخښې موجود دي چې حمله "اسلامي مقصد" لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG