لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت دعوه کړې په موساخېل کې د مزدورانو په وژنه کې ککړ وسلوال یې وژلي


‎د بلوچستان حکومتي چارواکو دعوه کړې ده چې د صوبې په موساخېل ضلع کې د 22 مسافرو په وژنه کې لاس لرونکي درې بريدګر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او دوه ژوندي نيول شوي دي. بې طرفه سرچینو د دغو دعوو پخلی یا انکار کړی نه دی.

د چارواکو په وينا، د روان کال د 25م او 26م اګست په منځنۍ شپه د موساخېل په «راڼه شم» سيمه کې وسلوالو له بسونو مسافر خلک راکښته کړي او له پنجاب سره تعلق لرونکي 22 تنه مزدوران يې وژلي وو.

‎د ياد بريد ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه.

‎د بلوچستان د ترهګرۍ ضد پوليس سي ټي ډي مشر اعتزاز ګورايا د جمعې په ورځ په خبري غونډه کې وويل، په بريد کې ککړ نور غړي او د هغوی مرسته کیونکي هم پېژندل شوي دي:

‎"د نيولو لپاره يې په موساخېل، دوکۍ او د لورلای په ګډون په نورو سيمو کې د لټون عمليات روان دي، چې ژر به يې نور تفصيل له رسنيو سره شريک کړو".

د بشري حقونو ډلې او بلوڅ ملت پاله ګوندونه په یاده صوبه کې د پوځ او پولیسو په دغه ډول عملیاتو او په هغو کې په وژل شوو یا نیول شوو کسانو باندې د حکومت تورونو یا دعوو ته د شک په نظر ګوري. او داسې وژنې ماورای عدالت بولي.

د ترهګرۍ ضد ادارې مشر وويل، د مرکزي او صوبايي حکومت، ترهګرۍ ضد پوليسو، ملېشه ځواک، لېویز او استخباراتي ادارو ټولو په ګډه په برياليتوب سره په پېښه کې ککړه ډله معلومه کړه:

‎"د هغوی دوه غړي یې نيولي، چې يو پکې شپارس کلن ځوان هم شامل دی او درې تنه يې وژلي هم دي".

‎اعتراز ګورايا د وژل شوو او نيول شوو کسانو په باب نور تفصيل ور نه کړ چې دوی څوک، د کومې سیمې او له کومې وسلوالې ډلې سره تړلي‌دي.

‎ګورايا زياته کړه، همدغه ډله چې په موساخېل کې يې مسافر وژلي، د دوکۍ د کويلې مزدورانو په وژنه او له کانونو څخه د بتې یا په زوره پيسې اخيستلو کې هم لاس لري.

‎اعتزاز ګورایا وویل، د ناقانونه بلوچ لیبریشن آرمي ډلې له یو بل ترهګر تنظیم سره په ياده سيمه کې اړيکي ثابتې شوې او وایي له هغه تنظيم څخه وسلې هم اخلي، خو د هغه تنظیم نوم یې نه دی په ډاګه کړی.

‎هغه وويل تحقیقاتو کې دا معلومه شوې چې "ترهګرو څنګه کوچني مجرمان خطا ايستلي او پیسې یې ورکړې"، وایي "د دې تر څنګ يې کوچني ماشومان، د ښوونځيو او کالجونو هغه زده کوونکي چې مالي حالت يې ښه نه دی، د پینځوس زره روپيو په بدل کې خطا کړل شوي".

‎له موساخېل او بارکان څخه د صوبايي اسمبلۍ غړي سردار عبدالرحمان کېتراڼ په وينا، بلوڅ دې د ټوپک پر ځای قلم خپل کړي او که کوم څوک ټوپک اخلي وایي هغه "ترهګر دي" او حکومت به ترهګر هیڅکله نه معافوي.

‎صوبايي وزير سردار عبدالرحمن كېتراڼ، د صوبايي حکومت وياند شاهد رند او د سي ټي ډي پوليسو مشر اعتزاز احمد ګورايا د جمعې په ورځ د کوټې په سيول سيكرټريټ كې ګډ خبري کانفرنس وکړ.

‎دوی په دې مخصوصه خبري کانفرنس کې د طلعت عظيم په نامه يو ځوان هم هلته له ځان سره کښېنولی وو.

‎دغه ځوان "طلعت عظيم" ځان بلوڅ او د کوټې ښار اوسېدونکی ياد کړ او ویې ویل دا وخت د پنجاب پوهنتون لاهور د سياسياتو د دريم سمسټر زده کوونکی دی، وايي هلته په پوهنتون کې بلوڅ زده کوونکو کونسل او د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ د تحريک [بلوچ يکجهتي کمېټۍ] ځينې غړو دی په ناقانونه وسلواله ډله بي ايل اې کې شاملېدو ته هڅولی دی.

‎د پنجاب پوهنتون د بلوڅ زده کوونکو کونسل او بي وای سي تر اوسه دې تورونو ته کوم ځواب نه دی ويلی.

بلوچستان پوليس چارواکو د 2023م کال په مارچ کې هم د يوې نيول شوې ښځې ماهل بلوڅ يو ويډيو بيان له رسنیو سره شریک کړی وو او دعوه یې کړې وه چې دغې مېرمنې له بېلتون غوښتونکي وسلوال تنظيم سره تړاو درلود خو د لادرکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز دغه بيان ته په زوره اخستل شوی بيان ويلي وو او دعوه یې کړې وه چې سي ټي ډي دغه کار د لا درکه بلوڅانو د مبارزې د کمزورې کولولپاره کړی دی.

‎په دې خبري کانفرنس کې د کوټې ښار ځينې خبريالان له کېمرو پرته ور غوښتل شوي وو او دوی ته په يو ډول هم د خبري غونډې د ریکارډولو اجازت نه دی ورکول شوی. تر دې وړاندې هم چې له بلوڅ وسلوالو ډلو سره ممکنه اړوند کوم کس رسنيو ته وړاندې کړل شوی يواځې سرکاري ټي وي ته یې د ريکارډولو اجازت وي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG