لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د نوي بجټ نیمایي برخه به د لویو پورونو په بیرته ورکولو باندې لګیږي


د پاکستان د 68 ارب ډالرو کلني بجټ یوه لویه برخه که د ملک دفاع ته ځانګړې شوې خو نیمایي برخه به یې د لویو قرضونو بېرته ورکولو باندې لګيږي چې د دې لپاره به ټیکسونه هم زیاتوي.

څېړونکي د حکومت له اړخه د ټیکسونو راغونډولو لپاره اخستل شوي ګامونه ستایي خو وایي د پاکستان ټیکس نظام اصلاحاتو ته اړتیا لري.

حکومت په راتلونکي مالی کال کې 13 کرب روپۍ (46.66 ارب ډالر) په ټېکسونو کې د راغونډولو هدف ایښی دی چې د روان مالي کال په نسبت نیزدې 40 فیصده زیات دی.

د اقتصادي چارو پوه اعزاز سید وایي د پاکستان وړاندې شوي بجټ کې د پور یا قرضونو ورکولو لپاره 34 ارب ډالره بېلې کړی شوې چې پکې 34 فیصده زیاتوالی راغلی:

"د آمدن راټولولو لپاره د 44.6 بیلین ډالرو هدف سره، د تیر کال په پرتله 40 فیصده زیاتوالی شوی. مرکزي حکومت په ټېکسونو کې زیاتوالی د نړیوالې مالیاتي ادارې ای ایم ایف نه د یو بل قرض پروګرام ترلاسه کولو په رڼا کې کړی".

اقتصادپوه اعزاز سعید وایي سږ کال په بجټ کې حکومت پر ټېکسونو نه ورکوونکو یا نان فاېلرز خلکو او ادارو باندې زیات ټیکسونه لګولي دي چې یو ښه ګام دی خو زیاتوي د دې سره په ټیکس نظام کې اصلاحات هم ضروري دي:

"د پاکستان حکومت د مالیې راغونډولو لپاره یو شمیر ګامونه پورته کړي، خو د دې ترڅنګ فیډرل بیور اف ریوینیو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده، ولې چې د ایف بي آر د اوسني سټرکچر له امله به د حکومت لپاره ټاکلي ټیکسونه راغونډول یو څل بیا لوی چېلنج وي".

د خزانې وزير محمد اورنګزېب د اقتصادي ودې کچه 3.6 فيصده، د ګرانۍ کچه 11.8 فیصده او د بهرنۍ زرمبادلې ذخیرې شاوخوا 9 ارب ډالرو اټکل کړی دی.

د خزانې د وزیر دغې وینا ته د کراچۍ سټاک مارکېټ KSE-100 د 3.7 فیصده په بره تګ سره ځواب ویلی مګر د بودیجې په اړه د خلکو غبرګونونه په پراخه کچه توپیر لري.

د یوې شخصي کمپنۍ کارکوونکی محمد یوسف وایي، "پر تنخاداره طبقه باندې چې کوم ټیکس لګېدلی ددې اثر پر هر څه پرېوزي. د ورځني ضرورت شیان 20 فیصده ګران دي او بې روزګاري په دې حال کې ده نو د عامو خلکو لپاره ژوند نور هم زیات سخت شي".

حکومت دعوه کوي چې د ټیکس دایره به پراخه کړي، لکه څنګه چې ای ایم ایف ترې غوښتنه کړې ده او د 44.6 اربه ډالرو (13 ټریلین روپیو) هدف یې ټاکلی، چې د روان کال په نسبت 40 فیصده ډېر دی.

د اسلام اباد یو اوسېدونکی سجاد احمد وایي، "مونږ په دې بجټ خوشاله نه یو ځکه چې زمونږ پر تنخاګانو ټیکسونه ډېر زیات او تنخاوې کمې دي، په دې نه کور چلېدای شي او نه د ماشومانو فیسونه ورکولی شو".

پاکستان د ډیفالټ یا قرضونو په خپل وخت نه ورکولو څخه بچ کېدو لپاره د نړیوال مالیاتي فنډ ای ایم ایف سره له شپږو تر اته ارب ډالرو پورې قرضې په اړه خبرې روانی دي، خو د اتحادي ګوندونو د اختلاف، د ګرانۍ د اقداماتو په وړاندې د خلکو د مزاحمت په منځ کې د حکومت د اصلاحاتو د هڅو په اړه اندېښنې موجودې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د پولیو وېکسين په اړه د پوهاوي تیاتر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG