لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: فلسطيني ډلو حماس او فتح اختلافات د ختمولو اعلامیه لاس لیک کړې


د ۱۲ نورو فلسطیني ډلو د نمایندګانو ترڅنګ د فتح او د حماس چارواکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ د چین خارجه وزیر وانګ یي سره او خپل مذاکرات يې سر ته ورسوول. دا خبره د چین سي جي ټي اېن د چین په سوشل ميډیا پلېټ فارم وایبو وکړه
د ۱۲ نورو فلسطیني ډلو د نمایندګانو ترڅنګ د فتح او د حماس چارواکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ د چین خارجه وزیر وانګ یي سره او خپل مذاکرات يې سر ته ورسوول. دا خبره د چین سي جي ټي اېن د چین په سوشل ميډیا پلېټ فارم وایبو وکړه

فلسطیني ډلو فتح او حماس خپل منځي اختلافات د ختمولو دپاره د چین په سرښار بيجېنګ کې یوه اعلامیه لاس لیک کړې ده. دا خبر د چین سرکاري مطبوعاتو د نهې، سه شنبې، په ورځ خپور کړو.

د فلسطيني سیاست دواړه لوی ډلې فتح او حماس د کلونو راهسې د یو بل مخالفې دي. د دوی او د ځینو نورو ګوندونو اختلافات د ختمولو دا اعلامیه څرګندوي چې دا تنظیمونه په فلسطیني علاقو د متحد حکومت جوړولو دپاره کوښښونه کوي.

د فتح او حماس اعلامیه په داسې مهال شوې چې په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ دوام لري. او اسرایل او حماس د نړیوالو ثالثانو په کوښښونو د امن په تجویز غور کوي.

د فتح او حماس ترمنځ د اختلافاتو ختمولو مخکنۍ اعلاميې ناکامه شوې دي چې په کې د کال ۲۰۱۱ اعلامیه هم شامله ده. دا ناکامۍ په دې اړه پوښتنې راپورته کوي چې ایا د چین اعلامیه به کامیابه شي او که نا؟

د غزه د مستقبل په اړه لا څه فېصله نه ده شوې. اسرایل د غزه په انتظام کې د حماس د هر ډول کردار سخت مخالفت کوي. اسرایل د امریکې دا غوښتنې هم رد کړي چې د جنګ وروسته دې د غزه د انتظام چارې د فتح د غلبې لاندې فلسطيني ادارې ته ورکړی شي.

لس میاشتې وړاندې په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې، د حماس چارواکو وايي د مخکې په شان په غزه حکومت نه غواړي بلکې غواړي چې د مختلفو ډلو په شمول د ماهرینو حکومت جوړ کړی شي چې په غزه او وېسټ بېنک کې د متحد حکومت جوړولو په غرض د انتخاباتو بندوبست وکړي.

د چین سرکاري نشریاتي ادارې سي سي ټي وي ترمخه، فتح او حماس خپل اختلاف د ختمولو او فلسطیني اتحاد د مضبوطولو دپاره د بيجېنګ اعلامیه دستخط کړه.

د اسرایل خارجه وزیر اسرایل کاټز د نهې، سه شنبې، په ورځ په سمدستي ډول د فتح او حماس معاهده مسترد کړه او ویې وېل د فتح او د حماس د مشترکه حکومت اجازت به نه ورکول کېږي او د حماس واکداري به تباه کولی شي.

د ۱۲ نورو فلسطیني ډلو د نمایندګانو ترڅنګ د فتح او د حماس چارواکو د اتوار، یکشنبې، په ورځ د چین خارجه وزیر وانګ یي سره او خپل مذاکرات يې سر ته ورسوول. دا خبره د چین سي جي ټي اېن د چین په سوشل ميډیا پلېټ فارم وایبو وکړه.

د فتح او د حماس معاهده د منځني ختیځ په چارو کې د چین د زیاتېدونکي سفارتي کردار څرګندونه کوي چې د ایران او سعودي عرب تعلقات يې هم په کامیابۍ بحال کړي دي.

په بېجېنګ کې د تازه خبرو وروسته شایع شوي مشترکه بیان کې دا نه ده واضحه شوي چې فتح او حماس به د یوالې حکومت کله او څنګه جوړوي. بیان وویل دواړه ګوندونه به په دې اړه په خپل منځي اتفاق فېصله کوي.

په مشترکه بیان کې وویل شوو چې فتح او حماس دواړه دا عزم لري چې په هغو سیمو دې فلسطيني ریاست قایم کړی شي چې اسرایل د ۱۹۶۷ په جنګ کې قبضه کړي دي.

داسې نه ښکاري چې د حماس او د فتح معاهده به د اسرایل په اړه د دواړو ګوندونو متضاد دریځونه رایوځای کړی شي. حماس مخکې ویأي چې د ۱۹۶۷ په سرحدونو مشتمل اسرایلي ریاست مني خو په رسمي توګه اسرایل نه تسلیموي. د فتح د غلبي لاندې فلسطیني اداره د ۱۹۹۰ راهسې اسرایل سره د امن په معاهدو عمل کوي.

داسې ښکاري چې د بيجېنګ معاهده به په کال ۲۰۱۱ او ۲۰۲۲ کې د دواړو ګوندونو ترمنځ شویو معاهدو ته وسعت ورکړي.

د فتح ترجمان جمال نزال وویل په بيجېنګ کې مفاهمت د پي اېل او په غړیتوب کې وسعت وکړي چې د نورو ډلو ترڅنګ حماس په کې لا نه دي شامل.

فتح او حماس د کال ۲۰۰۷ راهسې حریفان دي. په دغه کال حماس په غزه کې فتح ته ماتې ورکړه او په غزه يې خپل واک اختیار قایم کړو.

فلسطيني اداره د فتح په واک اختیار کې ده چې مشري يې محمود عباس کوي.

د حماس غړي په پي اېل او کې نه دي پاتې شوي چې د فلسطینیانو د نړیوالو چارو ذمه واري په غاړه لري. په قطر کې مېشته د حماس د سیاسي چارو چارواکي حسام بدران فتح سره لوظنامه مثب ګام وبللو او ویې وېل دا د فلسطيني قومي اتحاد په لورې یو مثبت ګام دی.

په تېرو وختونو کې د حماس او د فتح اختلافات د ختمولو دپاره کوښښونه ناکامه شوي دي او لوی سبب يې د ډلو ترمنځ سخت رقابت او د مغربي ملکونو حماس نه منل ګنل کېږي.

د امریکې د صدر جوبایډن حکومت د جنګ وروسته غزه د انتظام دپاره په فلسطیني اداره کې د یو شمېر اصلاحاتو تجویز وړاندې کړی خو اسرایل دا تجویز رد کړی او په دې اړه يې خپل څه نظر نه دی پېش کړی.

اسلامېک جهاد چې د حماس سره تړلې ډله ده، د نهې، سه شنبې، په ورځ په بېجینګ کې د خبرو په اړه یو بیان کې وویل هره داسې فارمولا ردوي چې په مستقیمه او غېر مستقیمه توګه اسرایل تسلیموي. ډلې غوښتنه وکړه چې پي اېل او دې هم د اسرایل د تسلیمولو فېصله دې بېرته واخلي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG