لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل پوځ وایي حسن نصرالله یې په بېروت کې وژلی، حزب الله دا خبر تایید کړ


د اسرایل پوځ ویلي د لبنان د وسلوالې ډلې حزب الله مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ ناوخته د اسرایل په هغه هوايي برید کې په نخښه شوی او وژل شوی چې د بیروت په جنوب کې یې د دغې ډلې پر مرکز باندې کړی وو.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې حزب الله ډلې منلې ده چې مشر یې سید حسن نصرالله د اسرایل په پروني برید کې وژل شوی دی او ګواښ یې کړی چې د غزې په ملاتړ به پر اسرایل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو د شنبې- خالي په ورځ په یوه بیان کې وویل، حسن نصرالله د حزب الله د جنوبي محاذ له قوماندان علي کرکي او د حزب الله له نورو قوماندانانو سره په هوايي برید کې "وژل شوی" دی.

په بیان کې ویل شوي د اسرایل جنګي الوتکو دا برید وروسته له هغه وکړ چې اسرایلي ځواکونو "کره استخباراتي معلومات" ترلاسه کړل چې د حزب الله اعلی مشران د دې ډلې په مرکزي دفتر کې په جنوبي ښار داحیه کې په یوه ودانۍ کې دننه دي.

د اسرایلي پوځ عربي ژبي ویاند افیخای ادرعي نن تایید کړې ده چې اسرایلي ځواکونو یوه ورځ وړاندې د لبنان په سر ښار بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

د اسرایل دفاعي ځواک ای ډي ایف پر خپله رسمي ایکس اکاونټ باندې لیکلي، "حسن نصرالله نور نه شي کولای چې نړۍ وترهوي".

خپله د حزب‌ الله ډلې چارواکو تر اوسه د خپل مشر حسن نصرالله او نورو اعلی کمانډرانو مړینه په رسمي توګه نه ده تایید کړې.

د اسرایل پوځ د شنبې- خالي په سهار د لبنان په ختیځ کې د بقاع په دره او د بیروت په جنوب کې پر ځینو سیمو باندې تازه بریدونه کړي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، د جمعې په ورځ په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او 91 نور ټپیان شوي دي. د لبنان ټیلیویژن د دې پیښې عکسونه خپاره کړي، چې له ړنګې شوې ودانۍ لوګي پورته کېږي او شاوخوا کوڅې یې له خاورو ډکې کړې.

اسراییلي ځواکونو د حزب الله پرضد بریدونو ته زور ورکړی او د رپوټونو له مخې نن د شنبې- خالي په ورځ یې د بېروت ښار په جنوبي څنډه کې او په جنوبي لبنان کې تازه هوایي بریدونه کړي دي.

د لبنان ملکي خلکو ته له سیمو د وتلو لپاره د اسرایل تر خبرداري وروسته د لبنان د داحیه سیمې اوسېدونکو د جېټ الوتکو د لیدو او د لسګونو چاودنو د اورېدو رپوټونه ورکړي او وایي په زرګونو خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او په لارو کوڅو کې یې خېمې لګولې دي.

د لبنان په جنوبي کې د بیکا په دره کې د اسرایل جنګي الوتکو د حزب الله پر هدفونو بریدونه کړي. اسرایلي چارواکو ویلي په دغو بریدونو کې یې د حزب الله راکټونه په نخښه کړي دي.

تر دې مخکې د اسرایل په شمال کې د هوايي بریدونو سایرن غږول شوی او چارواکو ویلي چې څو میزایل له لبنانه د اسرایل خاورې ته ور ویشتل شوي دي.

د اسرایل پوځ له حزب الله سره د جګړې د زیاتېدو په وخت د وسلو ډېرې ذخیرې راټولې کړي دي او داسې ګومان کیږي چې اسرایل په لبنان کې د دې ډلې خلاف مځکني عملیات پیلوي.

اسرایلي ځواکونو په لبنان کې دا وروستي بریدونه د خپل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو تر هغې وینا څو ګنټې وروسته کړي چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وکړه. د هغه دفتر د برید د تایید پر مهال په ټلییفون کې د هغه عکس خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې نتنیاهو ایران ته پیغام ورکړی چې که په لبنان کې د حزب الله او په غزه کې د حماس دواړه ملاتړ کوي او "که تاسو پر موږ برید کوئ، موږ به هم درباندې برید کوو".

د اسرایل د پوځ مشر جنرل هرتسي هلیفي د شنبې- خالي په ورځ وویل، د نصرالله وژل "زموږ د ټولبکس ختمېدل نه دي"، د هغه دا خبره په ډاګه کوي چې نور بریدونه یې هم پلان کړي دي.

د پوځ مشر هلیفي ویلي، د حزب الله د مشرتابه په نخښه کول د اوږدې مودې د تیاریو نتیجه وه.

امریکا د لبنان په هوايي بریدونو کې برخه نه لري:

اسرایلي سرچینو ویلي امریکې ته د جمعې د ورځې تر هوايي برید څو شېبې مخکې خبر ورکړل شوی وو، خو د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن ویلي امریکا ته نه مخکې خبرداری ورکړل شوی او نه هم په بیروت کې د اسرایل په عملیاتو کې ښکېل وو.

لویډ آسټن د جمعې په شپه ویلي، "څنګه چې تاسو پوهیږئ، دا عملیات یواځې څو ساعته مخکې شوي، او دوی لا هم ارزونه کوي، نو زه دې مهاله نور معلومات یا وضاحت نه لرم".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG