لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د پاکستاني امریکایانو شمېره څلورو لکو اؤ د افغان امریکایانو شمېره څه کم دوؤ لکو ته رسېدلې


د امریکې د سرشمېرنې د ادارې تازه شمیرې ښایي چې په دغه هیواد کې د هندي نژاده امریکایانو شمیره تر ټولو زیاته ده اؤ ورپسې د پاکستان نژاده امریکایانو شمېره په دویم نمبر ستره بلل شوې ده.

د سرشمېرنې ادارې د جنوبي اؤ مرکزي اسیا د لسو هیوادونو د هغو وګړو شمېرې مخې ته راوړي چې امریکایي تابعیت یې ترلاسه کړی اؤ هلته ژوند کوي، په دې هیوادونو کې فغانستان، بنګله دېش، بھوټان، بھارت، ایران، قازقستان، نیپال، پاکستان، سری لنکا، اور ازبکستان شامل دي

امریکا کې غیر ملکي نژاده وګړي څوک وي؟

د امریکې د سر شمېرنې محکمه هغه خلک غیر ملي نژاده امریکایي وګړي ګرځوي چې د زیږون په وخت د امریکې وګړي نه وي ، په دې کې هغه خلک شامل دي چې له قانوني اقدام وروسته یې د امریکې تابعیت اؤ دغلته په مستقله توګه د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي.

د سر شمېرنې ادارې په 9 اپریل رپورټ ورکړی چې د امریکې د ټولې ابادۍ څخه د غیرملکي نژاده ابادۍ شمېره په کال 2022م کې 46.2 میلیونه وه یا د ټولې ابادۍ نزدې 14 فیصدي وه خو په کال 2010م کې دا شمېره 40 میلینه یا د ټولې ابادۍ نزدې 13فیصدي وه.

د امریکایي سر شمېرنې د شمېرو ارزونه :

په امریکا کې د جنوبي اؤ مرکزي ایشیاء د وګړو شمېره په تېره لسېزه کې زیاته لوړه شوې اؤ په دې کې پرله پسې اضافه کیږي.

د سر شمېرنې د محکمې لخوا مخې ته راغلې شمېرې ښيي چې د کال 2010م اؤ 2022م تر مینځه امریکا کې د مشتو جنوبي اؤ مرکزي ایشیا د وګړو په ټوله اباۍ کې خوا شا 60 فیصدي اضافه شوې اؤ د غیرملکي نژاده امریکایانو دا شمیره د 29 لکو نه نزدې 46 لکو ته سیوا شوې ده.

شمېرې ښیي چې په دې موده کې امریکا کې په غیرملکي نژاده ابادۍ کې په مجموعي توګه 15.6 فیصدي اصافه شوې ده. د کډوالۍ د پالیسۍ د انسټي ټیوټ ډیمو ګرافر جین بټالووا وایي دا زیاتوالي حېرانونکی ؤ. بټالووا وی او ای ته ویلي " مونږ د څلور چنده زیاتې اضافې د کچې په اړه خبره کوؤ "


د جنوبي اؤ مرکزي ایشیا څومره وګړي امریکا کې میشت دي؟

د سرشمیرنې ادارې د خپل جنوبي او مرکزي اسیا په بلاک کې لس هیوادونه لري: افغانستان، بنګله دیش، بوتان، هند، ایران، قزاقستان، نیپال، پاکستان، سریلانکا او ازبکستان. دغې ایجنسۍ د امریکن کمیونټي سروی په نوم د یوې کلنۍ سروی په اساس د غیرملکي نژاده ابادۍ اټکل وړاندې کړی اؤ هره تخمینه یا اندازه کې د یوې تېروتنې ځای ساتل شوی دی.

ددې اټکل له مخې 2020م کال کې د جنوبي اؤ مرکزي ایشیاء نژادو ابادي 4,572,569 وه چې له دې وړاندې په کال 2010م کې دا ابادي 3,872,963 وه اؤ د تېروتنې شمېره پکې له 55,000ؤ څخه زیاته یا کمه وه.

دا وخت په امریکا د میشت هندي نژاده وګړو شمیره تر ټولو زیاته 38 ده چې په کال 2010م کې دا شمېره نزدې 18لکه وه . امریکا کې د پاکستاني نژاده امریکایانو شمېره بیا خوا و شا څلور لکه ښودل شوې چې دا په دویم نمبر د غیر ملکي نژاده وګړو تر ټولو زیاته شمېره ده.

12کاله مخکې د پاکستاني نژاده امریکایانو شمیره درې لکه وه.

په کال 2010م کې په امریکا کې د افغان نژاده امریکایانو شمېره 54,458 وه اؤ په کال 2022م کې دا شمېره بیا 194,742 ته لوړه شوې ده چې 257 فیصدي اضافه په ګوته کوي. بټالووا وایي چې دې افغانانو کې زیاتره په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته امریکا ته منتقل شوي وؤ.

د هغه په خبره د بدلون د رفتاره له مخې( افغانستان) د جنوبي اؤ مرکزي ایشیا په ټولو هیوادونو کې مخکې دی.

په دویم نمبر غیر ملکي نژاد وګړو کې د نیپالیانو ابادي زیاته لوړه شوې ده چې د 69,458 نه 1،91,213 ته سېوا شوې ده اؤ دا 175 فیصدي لوړوالی ښیي. د بنګله دیش اؤ ازبکستان نه امریکا ته د تللو وګړو په ابادۍ کې په ترتیب سره 91فیصده او 60 فیصده اضافه شوې ده.

( د مسعود فریوار دا پورټ د وي او ای اردو نه اخستل شوی دی)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG