لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پیسو ورکولو مقدمه: ټرمپ ته په 10 جنوري سزا اورول کېږي خو جېل ته به نه ځي


د نیویارک د یو عدالت قاضي د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پټو پیسو ورکولو په مقدمه کې د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ته د سزا اورولو لپاره د جنورۍ 10مه نېټه ټاکلې ده خو اشاره یې کړې چې شاید هغه زندان ته ونه لېږل شي.

قاضي هوان مرچن ویلي، ټرمپ به د جنورۍ په 20مه د سوګند تر مراسمو لس ورځې مخکې د عدالت اورېدنې ته حاضرېږي. قاضي ویلي، کېدای شي چې 78 کلن ټرمپ په خپله یا آنلاین د خپلې سزا په وخت حاضر شي.

دا د امریکې په تاریخ کې یو بېساری عمل دی، تر ټرمپ مخکې د امریکې هیڅ یو پخوانی یا ناست صدر په داسې جرم نه دی تورن شوی.

د جمعې په ورځ د نیویارک منهېټن عدالت قاضي دا پریکړه په داسې وخت کړې چې ټاکل شوې ده ټرمپ به د جنورۍ په شلمه د خپل صدارت د دویمې دورې لوړه یا وسوګند وکړي او په رسمي توګه به واک ور وسپارل شي.

قاضي مرچن په خپله لیکلې پرېکړه کې اشاره کړې چې ټرمپ ته به د "غیرمشروط خلاصون" په نوم یوه سزا واوروي چې زندان ته له لېږلو پرته به د هغه مقدمه ختمه کړي او پر هغه به نه جرمانه وي او نه به یې خوشي کېدل امتحاني وي.

د تېر کال په مې میاشت کې د نیویارک یو عدالت ټرمپ د لوڅو فلمونو یوې پخوانۍ اداکارې سټورمي ډېنیلز ته د پیسو ورکولو په تور په 34 تورونو کې مجرم پېژندلی وو.

په ټرمپ باندې تور لګېدلی وو چې د 2016م کال د صدارتي ټاکنو په مهال یې د لوڅو فلمونو اداکارې ته له هغې سره د ممکنه جنسي اړیکو په اړه د غلې پاته کېدو لپاره 130,000 ډالر ورکړي دي.

سټورمي ډېنیلز دعوه کړې وه چې ټرمپ له هغې سره جنسي اړیکه لرلې وه خو ټرمپ دغه دعوه رد کړې او په وار وار یې ویلي چې د اداکارې دعوه حقیقت نه لري او ده هیڅ غلط نه دي کړي.

د نیویارک د منهېټن ضلعې د عدالت قاضي هوان مرچن د ټرمپ هغه هڅې رد کړې دي چې مقدمه دې ختمه کړي او د صدارتي استثنی یا معافۍ په بنیاد دې خپله پرېکړه بیرته واخلي.

قاضي په خپله فيصله کې ليکلي دي چې کله دا مقدمه منطقي انجام ته ورسېږي نو له دې سره به انصاف پوره شي.

د نیویارک په عدالت کې د ټرمپ په ضد د مقدمې بنیاد هغه 130,000 ډالر دي چې د ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهن د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنیلز ته د کال 2016م کال د صدارتي ټاکنو تر کېمپېن مخکې د خاموشه پاته کېدو دپاره ورکړې وې.

د سزا اورول به ټرمپ ته د اپیل یا خواست کولو لپاره لاره هواره کړي. قاضي مرچن په خپل حکم کې ویلي، ټرمپ څرګنده کړې چې هغه د خپلې سزا خلاف د خواست کولو اراده لري.

منتخب صدر ټرمپ د شنبې- خالي په سهار پر خپل «ټروت سوشل» ټولنیزه رسنۍ باندې په یو پوسټ کې ویلي، هغه هیڅکله د تجارتي ریکارډ په اړه کله هم درواغ نه دي ویلي. ټرمپ لیکلي:

"دا په بډو رشوتونو د اخته یو قاضي جعلي تور دی چې تش د بایډن او هېریس د بې انصافه څانګې لپاره کار کوي، هغه یوه داسې مقدمه جوړه کړه چې هیڅ پکې نه شته".

قاضي مرچن د سزا اورول دا نېټه ځکه اعلان کړې چې ټرمپ په صدارتي ټاکنو کې د بریا له کبله ترې د مقدمې ختمولو غوښتنه کړې او هغه یې غوښتنه رد کړې وه.

د ټرمپ مدافع وکیلانو ویلي وو، د ټرمپ د صدارت تر سمبالولو وروسته هم که د هغه خلاف دا مقدمه روانه وي نو دا به د هغه د حکومت کولو وړتیا له خنډ سره مخ کړي.

ټرمپ ته د سزا ورکولو نېټه لومړی د تېر کال د جولای 11مه ټاکل شوې وه ، خو څو ځله بیرته ځنډول شوې وه.

قاضي مرچن د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، د اګست په میاشت کې چې ټرمپ تر صدارتي ټاکنو پورې د خپلې سزا د ځنډېدو غوښتنه کړې وه وایي د دې دا معنا ده چې هغه د واک د منتقلۍ په وخت له سزا کېدو سره اتفاق کړی وو.

کله چې ټرمپ د نومبر د پینځمې په صدارتي ټاکنو کې د ډیموکرېټ ګوند نوماندې او مرستیالې صدرې کالا هېریس ته ماتې ورکړه، قاضي هغه ته د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پیسو ورکولو په مقدمه کې سزا تر نامعلوم وخته ځنډولې وه.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG