لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لادرکه شاعر په مقدمه کې د پاکستان د دفاع او د داخله وزارتونو چارواکي عدالت ته طلب شوي دي


د فرهاد مېرمن اېن نقوي وايي خاوند يې د می په ۱۵مه د کور څخه لادرکه شوی او تراوسه هیڅ معلومات نه لري چې چېرته دی. "زه تمه لرم چې عدالت به فرهاد واپس راوستو کې خپل رول ولوبوی."
د فرهاد مېرمن اېن نقوي وايي خاوند يې د می په ۱۵مه د کور څخه لادرکه شوی او تراوسه هیڅ معلومات نه لري چې چېرته دی. "زه تمه لرم چې عدالت به فرهاد واپس راوستو کې خپل رول ولوبوی."

اسلام آباد های کورټ د شاعر احمد فرهاد د لا درکۍ په مقدمه کې د دفاع او د داخله وزارتونو سېکرېټريان طلب کړي دي او تېره ورځ د احمد فرهاد د لادرکۍ پر د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته مظاهره کې احتجاج کونکو غوښتنه وکړه چې هغه دې په سمدستي ‌ډول ازاد کړی شي.

د فرهاد مېرمن اېن نقوي وايي خاوند يې د می په ۱۵مه د کور څخه لادرکه شوی او تراوسه هیڅ معلومات نه لري چې چېرته دی. "زه تمه لرم چې عدالت به فرهاد واپس راوستو کې خپل رول ولوبوی."

دا میاشت چې د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې د حکومت خلاف پرتشدد احتجاجونه راپارېدلي وو نو په سوشل میډیا په ځینو وډیوز کې فرهاد په خپلو ځینو شعرونو کې وايي هغه خلک چې په خپله خوښه سوچ کوي د اوچتولو امر يې وشي او هغه چې د پورته کوونکو خلکو نه جدا سوچ لري د پورته کېدو امر يې وشي.

دا نه ده معلومه چې د فرهاد لا درکي د دغو شعرونو سره څه تړون لري او که نا؟

د احمد فرهاد د لادرکۍ خلاف درخواست د اوریدنې په مهال د اسلام اباد های کورټ جسټس محسن اختر کیاني د ایف ايي ار یا پولیس سره رپورټ درج کېدل ناکافي وبلل او د دفاع او د داخله چارو وزارتونو نه یې لیکلي جواب وغوښتلو.

عدالت د دواړو وزارتونو سيکرټريانو په عدالت کې د نهۍ، سه شنبې، په ورځ حاضري لازمي وبلله او ايس ايس پي اپريشنز ته يې د سکيورټي کمانډر بيان جمع کولو هدايات وکړل.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ‌ د احمد فرهاد د لادرکې په ضد د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاجې مظاهره هم وشوه چې پکې ګډون والو د هغه د سمدستې خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ویل که چېرې څه هغه څه جرم کړی وي نو عدالت ته دې وړاندې کړی شي.

د فرهاد د لادرکۍ ذمه واري لا چا نه ده منلې خو کورنۍ او د بشری حقونو یوشمیر کارمندان د هغه په لادرکۍ د ککړتیا تور د پاکستان په استخاباراتې ادارو لګوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد هايي کورټ کې د فرهاد د لا درکۍ په ضد د مدقمې د اوریدنې په مهال د دفاع وزارت چارواکو عدالت ته وویل د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي وېنا ده چې احمد فرهاد ورسره نشته خو عدالت حکم وکړو چې د ایی ایس ایی دغه بیان دې عدالت ته په لیکل شوي شکل کې ورکړی شي.

وفاقي حکومت د احمد فرهاد په معامله تراوسه څه نه دي ویلي.

د احمد فرهاد وکیل علي چهټه د فرهاد په بې درکۍ تشویش څرګند کړو او ويې وېل چې هغه د یو ملزم په توګه په "غېر قانوني" طریقه "تښتول" شوی. هغه د چا نوم وا نه خیستلو. "په هیواد کې چې څه رنګه حالات روان دې نو به څوک هم محفوظ نه وې."

د تیرې اوردنې په مهال د اسلام اباد مشر قاضې جسټس محسن اختر کیانې ویلې وو وخت راغلې چې د دفاع سیکریټر او د استخباراتې ادارو مقامې مشران عدالت ته وغوښتل شي ځکه چې خلک ورکیږې نو تور یی ولې په یوه اداره پورې کیږي.

خبریال عابد عباسې چې د راولپنډۍ اسلام اباد یونین اف جرنلسټس مخکنی صدر هم دی، وویل که چېرې په چا د څه جرم الزام وي نو پکار ده چې عدالت ته وړاندې کړي شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د پولیو وېکسين په اړه د پوهاوي تیاتر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG