لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د شهري نافرمانۍ تحریک د شروع کولو دړکه کړې


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېکس شایع شوي پېغام کې عمران خان د پلویانو نه وغوښتل چې "شهیدانو" ته احترامات وړاندې کولو دپاره دې د ډسمبر په ۱۳ نېټه په پېښور کې د لوی اجتماع دپاره یو ځای شي
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېکس شایع شوي پېغام کې عمران خان د پلویانو نه وغوښتل چې "شهیدانو" ته احترامات وړاندې کولو دپاره دې د ډسمبر په ۱۳ نېټه په پېښور کې د لوی اجتماع دپاره یو ځای شي

د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د زندان څخه په یو پېغام کې په ملک د شهري نافرمانۍ تحریک د شروع کولو دړکه کړې ده.

عمران خان د نوي احتجاج غږ په داسې حال کې کړی چې د پي ټي ايي فعالان وايي په اسلام اباد کې په وروستي احتجاج کې يې یو شمېر پلویان وژل شوي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېکس شایع شوي پېغام کې عمران خان د پلویانو نه وغوښتل چې "شهیدانو" ته احترامات وړاندې کولو دپاره دې د ډسمبر په ۱۳ نېټه په پېښور کې د لوی اجتماع دپاره یو ځای شي.

خان غوښتنه وکړه چې د نومبر په ۲۶ نېټه په اسلام اباد کې د پي ټي ايي د احتجاج په ضد په حکومتي اقداماتو کې د ۱۲ کارکوونکو د وژل کېدو دې عدالتي تحقیقات وکړی شي.

د پي ټي ايي مشر دا غوښتنه هم وکړه چې د تېر کال د می په میاشت کې د احتجاجونو وروسته د پي ټي ايي د پلویان خلاف د پولیس د اقداماتو تحقیقات دې هم وکړی شي او د پي ټي ايي په سلګونو فعالان دې د حراست نه ازاد کړی شي.

عمران خان چې د پاکستان د ټولو نه مقبول سیاستدان ګڼل کېږي، وویل که چېرې دا دواړه غوښتنې يې و نه منل شوې نو د ډسمبر د ۱۴ نېټې نه به د شهري نافرمانۍ تحریک شروع کوي او حکومت به يې د هر ډول نتېجو ذمه وار وي.

د پي ټي ايي مشر وویل د سلګونو په شمېره کې کارکوونکي يې اوس هم بې درکه دي. حکومت د عمران خان دړکې ته په سمدستي ډول څه جواب نه دی وېلی خو پي ټي ايي ته يې په تکرار خبرداری ورکړی چې په لارو کوڅو کې دې تشدد ته لاس نه اچوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

حکومت په اسلام اباد کې د پي ټي ايي د پلویانو د وژل کېدو خبره هم ردوي او د حکومت وزیرانو ویلي د پي ټي ايي په فعالانو ډزې نه دي شوي بلکې د احتجاج کوونکو د منتشر کولو دپاره د ربړ ګولۍ او د اوښکو ګېس استعمال شوی دی. حکومتي چارواکو د دې خبرې تصدیق کړی چې د ۱۰۰۰ پورې مظاهره چیان نیول شوي دي.

د کال ۲۰۲۳ د نهمې می د احتجاجونو په اړه حکومتي چارواکي وايي د خان حمایتیانو په اهمو سرکاري عمارتونو او په پوځي سهولتونو حملې کړي دي خو د پي ټي ايي مشران وايي په ګوند دا الزام د سیاسي مقاصدو دپاره لګول کېږي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ترهګرۍ خلاف یو عدالت په عمران خان فرد جرم ولګولو چې په نهمه می يې د پوځ په ضد د حملو هدایات ورکړي وو. دوه اوویا کلن عمران خان او د هغه ځینو نورو ملګرو د بې ګناهۍ اعتراف وکړو. خصوصي عدالت د مقدمې اورونه او د عمران خان خلاف د فرد جرم اعلان په راولپنډۍ ښار کې په اډیاله زندان کې وکړو. عمران خان د ۲۰۱۸ راهسې په مختلفو الزاماتو په اډیاله کې بندي دی.

د پاکستان داخله وزارت دا هفته یو وفاقي عدالت ته وویل عمران خان د حکومت د ۱۸۸ مقدمو سره مخامخ دی چې په کې د بغاوت، ترهګرۍ، قتل او د کرپشن په شان الزامات شامل دي.

عمران خان وايي په هغه الزامات د پوځ په ملاتړ لګول شوي دي چې هغه د سیاست څخه بهر کړي خو حکومت او پوځ دا خبره ردوي.

ځینو عدالتونو د عمران خان څه سزګانې د ثبوتونو او یا د شفافیت د نیشت والي په سبب معطل کړي دي خو کله چې یو عدالت د هغه د ازادولو حکم وکړي نو په هغه نور الزامات ولګول شي.

اقتدار نه د عمران خان د لرې کېدو راهسې د ۲۴۰ مېلین ابادۍ ملک پاکستان په سیاسي بحران کې ښکېل شوی دی. په ۱۹۴۷ کې پاکستان د جوړېدو راهسې پوځ د دریو منتخب حکومتونو خلاف کودېتا یا يې حکومت نسکور کړی دی چې له امله يې پوځي امرانو ۳۰ کاله حکومتونه کړي دي.

په نږدې کلونو کې د خان په شمول یو شمېر نورو مشهورو سیاستدانانو په سیاست کې د پوځ د مداخلت الزامات زیات کړي او وايي که پوځ په اقتدار کې نه هم وي نو جرنېلان په منتخب حکومتونو اثرانداز کېږي او هغه وزیراعظمان لرې کوي چې په سیاست کې د پوځ مداخلت ته مشکلات پېدا کوي. د پاکستان پوځ او پوځي استخباراتي ادارې چې د پاکستان په سیاسي اصطلاح کې اسټېبلېشمنټ بلل کېږي دا الزامات ردوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG