لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان او مېرمن بشرا بي بي د نېب په بله مقدمه کې ګرفتار کړل شوي


پخوانی وزيراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي چې پرون په 13مه جولايۍ د عدت په وخت نکاح په قضيه کې بري شوي، د احتساب ادارې (نېب) په بله مقدمه کې نيولي دي.

د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، د نېب چارواکي اډياله زندان ته رسېدلي چرته چې عمران خان او مېرمن یې بندي دي، ګرفتار کړي يې دي.

ويل شوي، په عمران خان او مېرمن یې د نېب نوې مقدمه د قيمتي ګړو (ساعتونو) او قيمتي ډالو په اړه ده.
په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر او د تحريک انصاف ګوند مشر عمر ايوب ويلي، دوی چې د عدت په وخت نکاح قضيه کې د عمران خان او بشرا بي بي د بري کېدو وروسته د اډياله زندان دروازې ته ورسېدل، ورته وويل شو، چې عمران خان او مېرمن یې په نوې مقدمه کې نيول شوي دي.

د ځايي رسنيو ترمخه، د نهمې مې د مقدمو په لړ کې هم د لاهور پوليس اډياله زندان ته رسېدلي دي.
پرون په 13مه جولايۍ د اسلام اباد د اډيشنل سېشن جج عدالت د پخواني وزیراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي ضد د عدت په وخت د نکاح قضيه کې سزاګانې کالعدم کړې او د هغو د بري کولو حکم یې کړی وو.

د ځايي رسنيو ترمخه، عدالت په فيصله کې ويلي وو، که عمران خان او بشرا بي بي په کومه بله مقدمه کې مطلوب نه وي د جېل څخه دې خوشي کړل شي.

د تحريک انصاف ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهر پرون د فيصلې وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "نن د حق او انصاف فتح وشوه، په دې فېصله عدليې ته سلام وړاندې کوو، دا يوه بې بنياده قضيه وه"، هغه وويل، نن د عمران خان خوشي کېدل پکار دي دا د هغه پرضد وروستۍ قضيه وه .

د عدت په وخت د نکاح په قضيه کې په درېمه فرورۍ سېول جج قدرت الله، عمران خان او بشرا بي بي ته د اووه، اووه کالو بند او پينځه، پينځه لکه روپو جرمانې سزا اورولې وه.

تېر کال د نومبر په مياشت کې د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو او ويلي يې وو، د ‏عمران خان او بشرا بي بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG