لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي کې سږکال د 21 پاکستانیانو په ګډون 330 کسان تېزندي کړل شوي


د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو سازمانونو رپورټونه ښیي چې په سعودي عرب کې سږکال 330 کسان تیزندي کړل شوي چې دا ددغه هیواد دننه په تېرو څو کلونو کې د تېزندۍ د سزا لوړه کچه ده.

رایټرز خبري اژانس وایي په کال 2024م کې د سعودي دننه د تېزندۍ د سزا دا شمیرې د بشري حقونو د سازمان "ریپریو" لخوا د راټولو کړل شوؤ معلوماتو په اساس مخې ته راغلې دي.

د رایټرز د رپورټ له مخې، تر دې وړاندې په 2023 کال کې 172 او په 2022 کال کې 196کسانو ته د تېزندۍ سزاګانې ورکړل شوې وې.

رپورټ زیاتوي چې سږکال په سعودي عرب کې تر 150ؤ زیات هغه کسان هم تېزندي کړل شوي چې په وژنو یا نورو خطرناکو جرمونو کړې ککړ نه وؤ بلکې په دوي کې زیاتره د نشه اي توکو د قاچاق په جرم د سزا سره مخ شوي دي.

رایټرز وایي کوم کسان چې په سعودي کې سږکال تېزندي کړل شوي په هغوي کې تر 100 زیات بهرنیان هم وؤ.

په سعودي کې د تېزندۍ په سزاګانو کې د زیاتوالی د سعودي عربستان د وژن 2030 پلان سره په ټکر کې دی، چې هدف یې د هېواد د نړیوال انځور بدلون او د سیګرۍ او تفریح مرکز جوړول دي.

فرانس پریس خبري شبکې تېره میاشت رپورټ ورکړی ؤ چې په سعودي کې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د نومبر تر 17مې نېټې ټول 274 کسان تېزندي کړل شوي دي.

ددغه رپورټ د شمیرو له مخې په تېزندي کړل شوؤ کسانو کې درې افغان ،21 پاکستانیان ،20 یمنيان ،14د سوریې ،10 د نایجریا، 9 دمصر، 8 د اردن ،7 د ایتوپیا، د 3 سعودي ،3 د هند او یو- یو د سریلانکا، اریټریا او فیلیپاین وګړي وؤ.

په کال 2022م کې له درې کلن ځنډ وروسته سعودي د هغو کسانو د تېزندۍ کولو عمل بیا پیل کړی ؤ، چې د نشه‌ اي توکو د قاچاق اړوند جرمونو پورې یې تړاو درلودو.

سږ کال په سعودي عربستان کې د نشه‌ يي توکو د جرمونو په تړاو 92 کسان تېزندي کړل شوي، چې49 پکې بهرنیان دي.

د بشري حقونو سازمانونه وایي چې سعودي کې په ځېنو هغو جرایمو چې په ترهګرۍ یا وژنو پسې تړاؤ نه لري، د تېزندۍ سزا د نړیوالو قوانینو په ضد ده.

د بښنې د نړیوالې سازمان د راپور له مخې، له چین او ایران وروسته سعودي عربستان په 2023 کال کې درېیم هېواد و، چې تر ټولو زیاتې د تېزندۍ سزاګانې یې خلکو ته ورکړې وې.

سعودي عربستان د بشري حقونو د سرغړونو تورونه ردوي او وايي چې د دوی اقدامات د ملي امنیت د ساتنې لپاره ضروري دي.

( په دې رپورټ کې د رایټرز اؤ فرانس پرس له معلوماتو استفاده شوې)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG