لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د طالبانو واکمني عادي نه کړي


د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت د ښځو او نجونو خلاف ددغې ډلې منظم توپیري چلند ته په کتو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دغه هیواد کې دې د واکمنو طالبانو د حکومت د عادي کېدو هڅه نه کوي.

په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کارپوهانو د اګست پر 14مه په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغان مېرمنو او نجونو په ضد له توپیري چلنده کار اخیستی دی:

"په تېرو درو کلونو کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه او ازادي، د یو داسې حکومت له وحشتناکو او زیاتیدونکو بریدونو سره مخامخ دي، چې قانوني او ټولشموله حیثیت نه لري".

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغو تازه څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو مخکې یې د ملګرو ملتونو د ځانګړو رپورټرانو دا ډول رپوټونه او په افغانستان کې د بشري او ښځو د حقونو سرغړونې رد کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، د طالبانو حکومت هر ډول مخالف ځپي، مدني ټولنې او رسنۍ یې ترسخت فشار لاندې راوستي، د عدالت اصولو، د توپیري چلند نه کولو، برابرۍ او د قانون واکمني ته یې ښکاره بې پروايي ښوولې. وایي حالت د خرابېدو خواته روان دی او په دې برخه کې سنجیده او ډېرو اغېزناکه نړیوالو اقداماتو ته بېړنۍ اړتیا ده.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو تېر کال د جنسیت ځپلو خپل منظم نظام نور هم سخت او پیاوړی کړی، له توپیري چلنده ډک نوي حکمونه او کړنلارې یې جوړې کړې او دغه چارې په شدیدو او له تاوتریخوالي ډکو لارو چارو تر سره کوي.

د بشري حقونو د کارپوهانو دغه ډله وایي طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر 80 زیات فرمانونه، لارښوونې او بیانیې جاري کړې دي چې وایي په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه پکې په نخښه شوي او محدود شوي دي:

"طالبان په پراخ او منظم ډول قصداً ښځې او نجونې د ځان تابع کوي، دا د بشریت پر ضد جرم په ځانګړې توګه جنسیتي ځورونه شمېرل کیږي. حالات ډېر ترینګلي دي او ډېرافغانان وايي دغه حالت [جنسیتي توپیر] بلل کېدی شي، خو له دې ټولو سره سره طالب چارواکي ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله ده".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په خپل اعلامیه کې ویلي، مذهبي او قومي اقلیتونه، ماشومان او ځوانان، معذوره کسان، نارینه او ښځینه همجنسبازان او نور جنسیتي تنوع لرونکي کسان، د بشري حقونو ملاتړي، روغتیايي کارکونکي، ښوونکي، خبریالان، قاضیان، څارنوالان، وکیلان، هنرمندان، د کلتوري حقونو ملاتړي، پخواني امنیتي او حکومتي چارواکي او نور د طالبانو له خوا د بشري حقونو له سختو او هدفي سرغړونو سره مخامخ دي.

"په دې کې خپلسره نیول او بندي کول، غیرقانوني وژنې، د جبري نادرکۍ په څېر اقدامات، جنسي تېری او د جنسي تاوتریخوالي نور جرمونه، وهل ټکول او ناوړه چلند شاملیږي. موږ په عامو ځایونو کې د دُرو وهلو او د بدني سزا د نورو ډولونو په اړه ځانګړې اندیښنه لرو چې د زور زیاتي او ناوړه چلند برابر دي".

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلامیه کې ویل شوي چې په 2024 کال کې څه باندې 200 کسانو ښځو او نارینه وو ته بدني سزاګانې ورکړل شوې دي چې د مدني او سیاسي حقونو له نړیوال قانون او د غیرانساني، بې رحمه وهلو ټکولو، له سپکاوي ډک چلند او زور زیاتي ضد کنونشن ښکاره سرغړونه ده چې افغانستان هم منلي دي.

د بشري حقونو کارپوهانو ویلي په داسې حال کې چې دوی افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره هڅې مني، خو اندېښمن دي چې د داخلي بې ځایه شویو خلکو په ګډون هغه کسان د طالبانو له خطر سره مخامخ دي چې د طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوي او له غیررسمي استوګنځایونو به په زوره و ایستل شي.

دغو کارپوهانو ویلي د روان بشري ناورین په مهال په زیاتېدونکي ډول د افغانانو د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو خوندیتوب ته اندېښمن دي چې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او واکمنو طالب چارواکو ته ګټه ونه رسوي، وایي د بشردوستانه او نورو مرستو قطع کول باید د افغانانو د یواځې پریښودو یو نوی باب نه‌ شي.

دغو کارپوهانو ویلي اوس د پرېښودو وخت نه دی، بلکې له افغانانو سره د ژمنې د بیا تازه کولو او د هغوی د ژوند، حقونو او کلتور د خوندیتوب وخت دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان دعوه کوي د خپلې واکمنۍ په تېرو درو کلونو کې یې د بډو رشوتونو او نشه یي توکو خلاف د مبارزې او د امنیت د ټینګښت په ګډون په ځينو برخو کې پرمختګ کړی او په همدې وجه نړیوالې ټولنې ته د رسمیت پیژندلو وړ دي:

"هر ډول ریښتینی پرمختګ چې په دوامداره توګه د بشري حقونو له سرغړونو سره مل وي، لکه د ښځو او نجونو د حقونو له منځه وړل، د څنګ ته شویو ډلو بهر کول او له پامه غورځول، او د طالبانو د نظریې د هر مخالف د ځپلو په څېر سرغړونې دا هرڅه ختموي".

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي د طالبانو دا دعوه چې ګنې د افغانستان تر نيمايي ابادۍ د زیاتو وګړو د حقونو مسله د دغه هېواد کورنۍ موضوع ده، دا خبره د افغانستان له نړیوالو ژمنو او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد له غړیتوب سره مطابقت نه لري.

ددغو کارپوهانو په وینا نړیوال حقونه دا روښانه کوي چې د بشر حقونه او بنیادي آزادۍ باید د سیاسي، اقتصادي او کلتوري سیسټمونو په پام کې نیولو پرته خوندي وساتل شي. وایي هغه هڅې چې د بشري حقونو په حالت کې د ښه والي سبب کیږي په رسمیت به وپیژندل شي او ملاتړ به تر لاسه کړي:

"مونږ ټینګار کوو تر څو چې د بشري حقونو د معیارونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو خلاف تایید شوي، د پام وړ او ثابت پرمختګونه نه‌ وي شوي، د واکمنو طالب چارواکو د عادي کولو لپاره باید هيڅ ډول اقدام ونه شي".

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه باید اجازه ورنه کړي چې روان حالت په یوه "نوې عادي پروسه" بدل شي. وایي دوی باید د جنسیتي توپیر او د ښځو او نجونو خلاف د غيرانساني کړنو په اړه د طالبانو د منظم نظام د ختمولو او چېلنج کولو لپاره کلکې او منظمې هڅې پیل کړي او د بشري حقونو د زیان د مخنیوي لارې چارې ولټوي:

"څنګه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې تقریباً د انصاف لارې نه شته، پر انصاف ولاړو‌ پروسو لپاره لارې چارې باید مشخصې او لا پیاوړې شي. موږ د جرمونو له نړیوال عدالته غواړو چې په افغانستان کې د هغو تورنو کسانو په اړه د حکم ورکولو لپاره خپلې څېړنې چټکې کړي چې په اړه یې کافي شواهد وي".

دغو کارپوهانو ویلي د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د ښځو خلاف د هر ډول توپیري چلند د ختمولو کنونشن او نورو نافذه وسیلو د سرغړونې لپاره د انصاف په نړیوال عدالت کې د افغانستان خلاف مقدمه پیل کړي.

دغو کارپوهانو په دې برخه کې د مرستې لپاره چمتوالی ښودلی او ویلي یې دي افغانان په داسې یو هېواد کې د ژوند کولو حقدار او غوښتونکي دي چې پکې د ټولو حقونو، عزت او انسانیت ته درناوی وشي او خوندي وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG