لاس رسیدونکی لینک

 
د جرمونو نړیوال عدالت د ټرمپ بندیزونه غندلي، 79 هېوادونو د عدالت "کلک ملاتړ" اعلان کړی
تازه خبر

د جرمونو نړیوال عدالت د ټرمپ بندیزونه غندلي، 79 هېوادونو د عدالت "کلک ملاتړ" اعلان کړی


د جمعې په ورځ د جرمونو د نړیوال عدالت پر کارکونکو د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د اقتصادي‌ او سفري بندیزونو له منظورۍ یوه ورځ وروسته په لسګونو هېوادونو د جرمونو له نړیوال عدالت (ای سي سي) سره خپل "کلک ملاتړ" څرګند کړی دی.

د تقریباً 80 هېوادونو یوې ډلې په یو ګډ بیان کې وویل، "موږ د ای سي سي د ازادۍ، بې طرفۍ او سلامتیا لپاره پر خپل دوامداره او کلک ملاتړ باندې بیا ټینګار کوو".

په بیان کې ویل شوي، "دا عدالت د سنګینو نړیوالو جرمونو پر سر د احتساب او د اغېزمنو لپاره د انصاف د ډاډمنتیا له لارې د انصاف د نړیوال نظام د یوې مهمې ستنې په توګه کار کوي."

د جرمونو نړیوال عدالت د جمعې په ورځ پر غړو هیوادونو ږغ وکړ چې د صدر ټرمپ د لګول شویو بندیزونو خلاف ورسره ودریږي. عدالت د امریکایي صدر دا اقدام د انصاف کولو او د میلینونو بې ګناه خلکو د ژوند ساتنې لپاره یو مهم نړیوال عدالت ته د زیان رسولو هڅه وبلله.

په جګړه کې ښکېل دې نړیوال عدالت له غوښتنې سره سم په چټکۍ سره په یورپ کې د امریکې د روایتي متحدینو ملاتړ ترلاسه کړ.

د یورپي اتحاد د 27 مشرانو د مشرتابه د غونډو مشري کونکي د یورپي شورا مشر انتونیو کوستا وویل، "د جرمونو پر نړیوال عدالت (ای سي سي) باندې بندیزونه لګول د عدالت ازادۍ ته خطر پېښوي او په مجموعي توګه د جرمونو خلاف د انصاف نړیوال نظام کمزوری کوي".

په تېره جنورۍ میاشت کې خپل دفتر ته له بیرته راستنېدو راهیسې د صدر ډانلډ ټرمپ د یوې صدارتي پرېکړې په اړه دا د یورپي اتحاد د یو لوړپوړي چارواکي له اړخه تر ټولو سخته مخامخ نیوکه ده.

د ای سي سي د ملاتړ په هغو 79 لاسلیک کوونکو کې د نړۍ د ټولو برخو هېوادونه شامل وو، چې د جنګي جرمونو، انسانیت ضد جرمونو، نسل وژنې او د یرغل په جرمونو باندې د مقدمو چلولو لپاره د دې مستقل عدالت له 125 غړو هیوادونو څخه یواځې په درو کې دوې برخې جوړوي.

په هغو هېوادونو کې چې له بیان سره یې اتفاق کړی فرانس، جرمني او بریتانیا شامل وو او په هغو هېوادونو کې چې دا بیان یې نه دی لاسلیک کړی په هغوی کې اسټرېلیا، چیک جمهوریت، هنګري او ایټلي شامل وو.

د هنګري وزیراعظم ویکټر اوربان د جمعې په ورځ وختي لا خپل دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي هغه د ټرمپ د دې اقدام ملاتړ کوي. وزیراعظم اوربان پر خپل ایکس وویل:

"د هنګري لپاره دې خبرې ته د بیاکتنې وخت دی چې موږ په یوه [داسې] نړیوال تنظیم کې څه کوو چې د امریکې له بندیزونو سره مخ دی. په نړیوال سیاست کې نوي بادونه الوځي. موږ دا د ټرمپ توفان بولو."

د چیک جمهوریت او ایټلي حکومتونو په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې چې ولې دوی د جرمونو د نړیوال عدالت د ملاتړ اعلامیه لاسلیک نه کړه.

د عدالت کوربه هیواد هالېنډ د ټرمپ په بندیزونو افسوس څرګند کړی او وایي د ای سي سي د کار ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د هالېنډ وزیراعظم ډیک شوف خبریالانو ته وویل، د دې خبرې د ډاډ تر لاسه کولو لپاره به تر ممکن حده هڅې وکړي چې عدالت خپل کارونه روان وساتي، خو وایي تر اوسه یې د بندیزونو په اړه له صدر ټرمپ سره خبرې نه دي کړې:

"موږ لا تر اوسه نه یو خبر چې سهي اغېز به یې څه وي، خو کېدای شي د عدالت کار ډېر سخت او ممکن په ځینو برخو کې ناممکن کړي".

د جرمني چانسلر اولف شولز او د یورپي اتحاد نورو مشرانو هم وویل چې ټرمپ په ای سي سي باندې د بندیزونو په لګولو کې غلط دی. شولز وویل، بندیزونه لګول "غلطه وسیله" ده:

"دوی هغه اداره له خطر سره مخ کوي چې باید ډاډ ترلاسه کړي چې د دې نړۍ آمران نه شي کولای په اسانه پر خلکو ظلم وکړي او جګړې پیل کړي او دا ډېره مهمه ده."

د جرمونو نړیوال عدالت هم د ټرمپ بندیزونه وغندل او ویې ویل د خپلو کارکوونکو تر څنګ "په کلکه ولاړ دی او ژمنه کوي چې په ټوله نړۍ کې له ظلمونو سره مخ میلینونو بې ګناه خلکو ته د انصاف او امید ورکولو ته دوام ورکړي."

د بشري حقونو یو نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل هم د صدر ټرمپ د بندیزونو پرېکړې ته سخت غبرګون څرګند کړی دی او د هغه صدارتي فرمان یې "غچ اخیستونکی، تېری کوونکی او یو ظالمانه ګام" بللی دی.

د ایمنیسټي مشرې اګنیس کالامارد په خپل یو بیان کې ویلي، صدر ټرمپ غواړي هغه نړیوال عدالت کمزوری کړي چې نړیوالې ټولنې په لسیزو کې په زحمت سره جوړ کړی دی، هغه وایي نړیوال قوانین چې د هرچا لپاره عملي کیږي مقصد یې ټولو ته انصاف چمتو کول دي:

"دا بې پروا عمل دا پیغام ورکوي چې اسرایل د قانون او د نړیوال عدالت له نړیوالو اصولو بالاتر دی. دا وړاندیز کوي چې صدر ټرمپ د اسرایلي حکومت د جرمونو ملاتړ کوي او معافیت مني. بندیزونه زموږ له ګډ انسانیت سره یو بل خیانت دی".

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د پنجشنبې- زیارت په ورځ یو صدارتي فرمان لاسلیک کړ چې په بنیاد یې د امریکې او د هغې د متحدینو لکه د اسرایل په نخښه کولو له کبله د جرمونو په نړیوال عدالت (ای سي سي) باندې بندیزونه ولګېدل.

دا صدارتي حکم به په هغو کسانو او د هغوی د کورنۍ پر غړو باندې مالي او د ویزو بندیزونه ولګوي چې د امریکايي وګړو یا د امریکې د متحدینو په اړه د ای سي سي په پلټنو کې مرسته کوي.

صدر ټرمپ په ای سي سي باندې دا بندیزونه په غزه کې د ممکنه "جنګي جرمونو" له کبله پر اسرایل د عدالتي تورونو له کبله لګولي، خو اسرایل په وار وار دا ډول تورونه رد کړي دي او د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو پر نړیوال عدالت د صدر ټرمپ د بندیزونو لګولو هرکلی کړی دی.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG