لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنگ په لاهور کې جلسه او د نړیوالو مطبوعاتو سرخطونه


د پاکستان په قامي میډیا باندې نړیوال او ځيني پاکستاني څیړونکي نیوکې کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په خبرونو کې مناسب ځايي ولې نه ورکوي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د لاهور موچي ګیټ غونډې نه وړاندې په فیسبوک پاڼه خپل پلویانو ته په یو ويډیو پیغام کې ويلي وو د پاکستان د میډیا پرواه مه کوئ ځکه چې ستاسو غږ د نړۍ هر اخبار ته رسي.

لاندې لوستلی شئ چې د منظور پښتین خبره څه حقیقت لري؟ او د پي ټي ایم د لاهور د غونډې په اړه نړیوالو مطبوعاتو ځيني سرخطونه.

د الجزیره ټیلي وژن په ویب پاڼه راغلي دي:

د پاکستان لاهور ښار کې په زرګونو خلک د پښتنو دحقوقونو لپاره راغونډ شوي.

د رائټرز خبري ایجنسۍ رپورټ دی:

د ریاست د فشار باوجود د بشري حقونو لپاره اواز پورته کونکو پاکستانیانو د ٨٠٠٠ نه زیات خلک راغونډ کړي دي.

بی بی سي انګلش ویب پاڼه لیکي:

د قبايلی سیمې ځوان منظور پښتین د پاکستان پوځ په لړزان کړی دی.

د وائس اف امریکا انګريزي پاڼه لیکي:

دپاکستان پښتانه د خپلو حقوقونو لپاره راوتلي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

په پاکستان کې پولیسو یو پښتون ځوان مړ کړو نو بل ځوان راپاسیدلو او غورځنګ يې پیل کړو.

په هندوستان کې یو ویب پاڼه دي پرنټ لیکي:

کله چې د سرې ټوپۍ په سر کړی سړی خبره کوي نو په زرګونو پښتانه دهغه خبرې ته غوږ نیسي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG