لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خامنایي: اسرایل ته باید پر کونسلګرۍ د برید سزا ورکړل شي. اسرایل: که ایران برید وکړي جواب به ورکړو


د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله خامنایي نن یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې اسرایل ته باید په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې د برید او د دوو ایراني جنرلانو په ګډون د سپاه انقلاب د اوو افسرانو د وژلو "سزا" ورکړل شي.

خامنايي د شورو- چارشنبې په ورځ په تهران کې د کوچني اختر له لمانځه وروسته په یوه ټیلیویژني وینا کې وویل، "دغه ناوړه رژیم په دې برخه کې تېروتنه کړې ده، باید سزا ورکړل شي او سزا به وویني."

د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د خامنایي تر وینا وروسته پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] یو پوسټ په فارسي او عبراني ژبو جلا جلا کړی او داسې ښکاري چې د ایران د مذهبي مشر تازه څرګندونو ته غبرګون یې جواب ویلی. هغه لیکلي:

"که ایران له خپلې خاورې برید وکړي، اسرایل به جواب ورکړي او پر ایران به برید وکړي".

خامنايي وویل د اپرېل د لومړۍ نېټې برید چې د شام په پایتخت دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ پینځه منزله ودانۍ یې ونړوله، د سفارتي مرکزونو د خوندیتوب دپاره د نړیوالو تړونونو خلاف عمل وو. خامنایي وویل:

"په کوم هېواد کې کونسلګرۍ او د سفارت دفترونه د هغه هېواد خاوره ده. کله چې دوی زموږ پر کونسلګرۍ برید وکړ، د دې معنا ده چې دوی زموږ پر خاوره برید کړی دی".

د اپرېل په لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران د سفارت څنګ ته د دې هېواد د کونسلګرۍ پر ودانۍ هوایي برید شوی وو چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د اوو کسانو او د حزب الله د غړو په ګډون 12 تنه ووژل شول چې ایران یې پړه پر اسرایل ور واچوله.

د خامنايي په ګډون نورو اعلی ایراني چارواکو هم پرله پسې د دغه برید د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی چې ذمه واري یې په پراخه کچه د دې هېواد پر "تاریخي دښمن" اسرایل اچول شوې ده.

د خامنایي یو اعلی سلاکار یحیی رحیم صفوي د یکشنبې- اتوار په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسرایل سفارتونه "نور خوندي نه دي."

اسرایل تېره اوونۍ وویل د ایران د غچ اخیستنې له ګواښونو وروسته خپل دفاعي ځواک پیاوړی کوي او وایي د جنګي دستو لپاره رخصتي ځنډوي.

ایران اسرایل په رسمیت نه پیژني او دواړه هیوادونه له کلونو راهیسې پر یو بل باندې لفظي بریدونه کوي، له همدې کبله اسرایل په وروستیو کې په شام او لبنان کې د ایران پلوه وسلوالو ډلو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړی.

ایران تور لګوي چې اسرایل د تهران د ایټمي پروګرام پر ضد د تخریبي بریدونو او وژنو د څپې تر شا لاس لري.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجسنیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG