لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په عمان کې د شیعه ګانو په جومات حمله ومنله


د عمان سرښار مسقط یو عمومي منظر
د عمان سرښار مسقط یو عمومي منظر

داعش وسله والې ډلې په عمان کې د شیعه ګانو په جومات د هغه حملې ذمه واري ومنله چې په کې د حمله کوونکو په شمول لږ تر لږه نهه تنان وژل شوي دي.

د ګل، دوشنبې، د ورځې په حمله کې د وژل شوو کسانو څخه څلور پاکستانیان، یو د هند شهري او د عمان یو پولیس افسر دی. پاکستان، هندوستان او عمان په حمله کې د وژنو تصدیق کړی دی.

د عمان پولیس وویل په پېښه کې د مختلفو ملکونو او د عمان د امنیتي چارواکو په شمول ۲۸ نور کسان زخمیان شوي هم دي.

د عمان سرښار مسقط په وادي الکبیر علاقه کې په علي بن ابي طالب نومې جومات حمله د ګل، دوشنبې، په ماښام شروع شوه.

عمان د سنيانو د اکثریت شته من او پرامنه ملک دی او مطبوعاتو په جومات حمله غېر معمولي پېښه بللې او روېټرز خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي حملې دا ویره راپارولې چې داعش چې په کال ۲۰۱۷ کې يې د امریکې دلاسه ماتی خوړولې او تر اوسه په تیارو کې هلې ځلې کولې د خپل فعالیت دپاره نوي ځایونه ګوري او داسې ښکاري چې ځان بیا راژوندی کوي.

د رپورټ ترمخه، داعش د نهې، سه شنبې، په ورځ د سوشل میډیا په ټېلېګرام نومې وېب سایټ په مسقط کې د برید ذمه واري ومنله او ویې وېل په دې کې خود کش حمله کوونکي کې شامل وو.

داعش وویل دریو حمله کوونکو يې د ګل، دوشنبې، په ماښام په جومات کې په خلکو ډزې وکړې او د نهې، سه شنبې، د ورځ تر سحر پورې یې د امنیتي ځواکونو سره د ډزو تبادله وکړه. ډلې وویل د حملې وډیو يې هم شایع کړی دی.

د عمان پولیس نه دي ویلي چې حمله په څه مقصد شوې. په دې اړه د څه ګرفتارۍ اعلان هم نه دی شوی او نه هم پولیس د مشکوکو حمله کوونکو شناخت ظاهر کړی.

د پاکستان خارجه وزارت په مسقط کې په جومات برید د ترهګرۍ حمله وبلله او ويې وېل په حمله کې د زخمي شویو ۳۰ کسانو علاج کولی شي.

په مسقط کې د پاکستان سفیر عمران علي په هسپتال کې د ځینو زخمیانو پوښتنې ته ورغلی و، د روېټرز خبري ادارې ترمخه، پاکستاني سفیر وویل دا ډېره غېر معمولي پېښه ده چې د دې نه مخکې د عمان په تاریخ کې نه ده لیدل شوې.

په نږدې وختونو کې داعش په ایران، افغانستان او پاکستان کې هم د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده.
د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې داعش په ایران کې د دوو چاودنو ذمه واري ومنله چې په کې تر ۱۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.

د مارچ په میاشت کې داعش د روس سرښار ماسکو کې د هغې حملې ذمه واري ومنله چې د ۱۴۰ نه زیات کسان په کې وژل شوي دي.

د خپل عروج په وخت کې داعش د شام او عراق په پراخه کچه سیمو کې د خپل خلافت اعلان کړی و، د دنیا په مختلفو برخو کې يې د حملو حوصله افزايي کوله، خلک به يې اعتدام کول او تشدد به يې پې کولو. د امریکي او د اتحادیانو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې داعش ماتې وخوړلو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG