لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل څلور یرغمالیان را خوشي کړي او غزه کې یې بمبارۍ ته دوام ورکړی


اسرایل وایي دفاعي ځواک، امنیتي ایجنسۍ او پولیسو یې د غزې په مرکزي نصیرات سیمه کې په دوو جلا ځایونو کې ځانګړي عملیات کړي او څلور هغه کسان یې ژوندي را خوشي کړي دي چې حماس یرغمل کړي‌ وو.

وایي د دغو را خوشي شویو کسانو روغتیایي حالت ښه دی خو د نورو طبي معایناتو لپاره یې روغتون ته لېږلي دي.

د اسرایل دفاعي ځواک څو شېبې مخکې پر خپل ایکس لیکلي چې په دغو را خوشي شویو کسانو کې 25 کلنه نوا ارغماني، 21 کلن الموګ میر جان، 27 کلن اندري کوزلوف او 40 کلن شلومي زیف شامل دي.

د اسرایل دفاعي ځواکونه وایي دغه څلور کسان حماس د تېر کال د اکتوبر پر اوومه له نووا میوزیک فیسټیول څخه تښتولي وو. وایي خپلو هڅو ته به دوام ورکوي چې پاته یرغمل کسان هم را خوشي کړي.

اسرایل د ډزبندۍ په اړه پر نړیوالو غوښتنو برسېره په غزه کې په داسې حال کې بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د پوځي‌ کابینې یو وزیر یې جګړې ته په دوام ورکولو سره د فشار له کبله د حکومت پرېښوولو ګواښ کړی دی.

عیني شاهدانو او د اې ایف پي خبري ایجنسۍ خبریالانو ویلي، چې نن د شنبې- خالي په ورځ هم هوایي بریدونو د غزې په بېلابېلو برخو کې اورېدل شوې او وایي‌ داسې ښکاري چې هدف یې د فلسطیني خاورې مرکزي سیمې وې.

اسرایل پر دې باوجود بریدونو ته دوام ورکړی چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې چلېدونکي یو سکول باندې د بمبارۍ د پلټنو ټینګار پرې وشو چې پکې د غزې د روغتون په وینا 37 تنه وژل شوي وو.

د اسرایل پوځ پرون ومنله چې د غزې په مرکزي برخه کې د ملګرو ملتونو پر ښوونځي په حمله کې 17 وسلوال وژل شوي دي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ اسرایل د غزې په نصیرات سیمه کې- چې زرګونو بېځایه شویو کسانو پکې پناه اخیستې- پر هغه سکول هوایي برید وکړ چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یو این آر ډبلیو اې) چلاوه.

د اسرایلي پوځ ویاند ډېنیل هګاري په یوه بیان کې ویلي، دوی دا برید وروسته له هغه وکړی چې د ملګرو ملتونو په دې سکول کې یې د 17 ترهګرو د موجودګۍ ثبوتونه کره کړل:

"ترهګرو د ملګرو ملتونو د سکول ودانۍ د خپلو ترهګرو فعالیتونو لپاره د ډال په توګه کاروله او له هغه ځایه یی ترهګر بریدونه کول. تر برید مخکې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د کمولو لپاره ډېر ګامونه اخیستل شوي وو".

حماس ډلې پر اسرایلي پوځ تور پورې کړی چې "د دروغو معلومات" خپروي، ځکه وایي دوی چې د وسلوالو په نوم د کومو کسانو فهرست خپور کړی او د وژل کېدو دعوه یې کوي په هغوی کې درې اوس هم ژوندي دي.

د اسرایلي پوځ ویاند ډېنیل هګاري د اسرایل د دفاعي ځواک پر ایکس [مخکیني ټویټر] د هغو 17 تنو معلومات او د اکثرو عکسونه خپاره کړي چې وایي "د اسلامي جهاد ډلې ترهګر" دي او پر سکول په برید کې وژل شوي‌ دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این آر ډبلیو اې چې د فلسطیني کډوالو لپاره یې دغه سکول چلاوه، د اسرایل دغه هوایي برید غندلی دی چې وایي 6,000 بې ځایه شوي خلک پکې اوسېدل.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG