لاس رسیدونکی لینک

 
د پښتونخوا صوبې خبریالان، سیاستمدار او مدني فعالان د پېکا قانون ردوي
تازه خبر

د پښتونخوا صوبې خبریالان، سیاستمدار او مدني فعالان د پېکا قانون ردوي


د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو او خيبر يونين اف جرنلېسټس د خالي، شنبې په ورځ د نوي منظور شوي قانون پیکا مخالفت کړی دی او وایي ددې قانون په ذریعه حکومت خپلې ناکامۍ پټول او مخاليفينو ترڅنګ د ازاد صحافت وزرې تړل غواړي.

خو وفاقي حکومت وایي ددې قانون نافذولو مقصد په ټولنیزو رسنیو دجعلي خبرونو مخنیوی کول دي.

سیاسي مشران نظر لري چې د ملک اقتصادي حالات او امنیت په خرابیدو دی. دې حالاتو کې ددوی په وینا د زیاتو خبرو کولو او د مسلو د هواري لارې لټول پکار وو. خو حکومت په مخالفو غږونو د بندیز لګولو قانون نافذ کړو.

د نیشنل ډیموکریټک مومنټ يو مشر او څېړونکی افراسياب خټک وايي، ”رياست لګیا دی ناکامه کیږي. خو وایي چې تاسو به وایئ نه. تاسو به غږ نه کوئ. خلق ډوبیږي لګیا دي. اقتصادي طور باندې ډوبیږي. امن و امان کې ډوبیږي. ډوب شوي دي. ډوبیږي څه. تاسو زمونږ صوبې ته اوګورئ. بلوچستان ته اوګورئ. نو په دې وايي هیڅ خبرې به هم نه کوئ. نو دا خونه مخکې چا منلي دي. او نه به آینده کې اومني”.

افراسیاب خټک زیاتوي نولس سوه یو اویایم کې هم واکدارانو د ملک صحیح صورتحال پټولو د پاره په مطبوعاتو سخت بندیزونه لګولي وو. چې نتیجه کې یې د مشرقي پاکستان خلقو کې غصه سیوا شوه. او د ملک د ټوټه کیدو سوب اوګرځیدل. حکومت وایي د پیکا یا پریونشن اف الیکټرونک کرایمز ایکټ مقصد په ټولنیزو رسنیو د جعلي خبرونو مخنیوی کول دي. د اطلاعاتو وفاقي وزیرعطا تارړ ویلي دي چې دغې ایکټ اوس د قانون شکل اخستی دی. د مشاورت ګنجایش پکې شته. او خبرې پرې کیدی شي.

د پښتونخوا د خبریالانو د حقونو ادارې، خیبر یونین آف ژورنالسټس په پېښور کې د ۲۰۲۵ کال د پاکستان د ټولنيزو رسنیو د ترمیم شوی قانون په ضد احتجاج کړی او وايي دوی په تیرو کلونو کې دومره غیر محفوظ او ځورولی شوي چې دا قسمه سخت قانون راتلل ورته څه ناوياته خبره نه لګی. خو د خبریالانو د حقونو دا تنظیم وايي د دې خلاف به تر هغه پورې احتجاج کوي تر څو حکومت دا واپس وا نه خلی.

د خبريالانو په دې احتجاج کې د ياد يونين مشرانو د پاکستان الیکټرانیک کرايم ایکټ یا پېکا یو تور قانون وګرځولو او دا يې رد کړو. خبريالان وايي چې د ترهه ګرۍ ځپلې پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمو ژورنالیستان د دې قانون د راتلو نه وړاندې هم د دړکو، عدم تحفظ او ځورونو سره مخ وو او که دا قانون هم عملي شي نو په خبریالانو به دباؤ نور هم سېوا شي او دوی به په ازاده خپل کار نه شی کولی.

د الیکټرانیک میډیا یو خبریال طارق وحيد چې په احتجاج کې يې ګډون درلود ډيوه ته وويل، ”مونږ د تېرو شلو کالو نه د دې پابندو د دې دړکو او د دې خبرو عادت یو. که هغه د ترهګرۍ چپې دلته راغلي او که دلته کوم اړی ګړی شورو شوی، مونږ هغې ته مخامخ شوي يو. بیا که دلته غیر قانونی ګرفتاریانې د هغوی خلاف ظلم او جبر د صحافیانو خلاف دوئ له دړکې ورکول، هغه وخت کې دا قانون نه و خو دا عمل مختلف شکلونو کې د صحافیانو سره روان و“.

د تحریک انصاف يو مشر او وتلی قانون پوه قاضي انور ايډوکيټ د دې قانون په اړه ډيوه ته وويل ”مونږ خو چغې وهلې. اوس خو صحافیان هم وهي. او مونږه هغوی سره ولاړ یو. مونږه وایو چې بلکل مونږه پېکا قانون خو سوشل میډیا. سوشل میډیا نه تنګ دی. نو هغوی وایي چې سوشل میډیا باندې څوک نیوز ورکړي. دا اوچت کړئ. دا فیک نیوز دي. که څوک تبصره کوي اوچت کړئ، څوک کمنټس کوي اوچت کړئ. “

د خیبر یونین اف ژونلیسټس صدر کاشف الدين سيد وايي، ”دا اولنۍ مرحله ده څنګ چې دا احتجاج وړاندې ځي دا خو مونږ صرف د پېښوره پورې محدود ساتلی، مونږ به د ټولې صوبې صحافیانو ته دا دعوت ورکوو او دلته پېښور کې به دا احتجاج جاري وي تر هغه وخته چې دا قانون واپس نه وی اخیستلی شوی. “

پوهان وایي پاکستان کې د ورړاندې نه مطبوعاتو ته نیمګړې ازادي ترلاسه ده. ددې قانون په وجه به خبریالان او مطبوعاتي ادارې د نور زیات دباو لاندې راشي.

د عوامي نیشنل پارټۍ يو مشر خوشدل خان ايډوکيټ وويل، ”ميډيا مطلب دا دی مخکې هم دغسې ازادي نه وه. اوس ورته یي بیا نورې سزاګانې واورولې. “

د الیکټرانک میډیا خبریاله عليشا امجد ډيوه ته په غبرګون کې وويل ”نو دا ایکټ خو ماته لګي د دې دپاره دی چې جنرنلیسټ دومره هراس کړي دومره یي فورس کړي چې د دوي پسندیده خبرونه اوچلي او کوم چې د دوي خلاف دي هغه بالکل باونس کړي“.

په پېښور کې د اوصاف اخبار بيورو چيف او څیړنکار فريدالله خان وايي، ”چې کوم قانون اوس راغللو د خیبر پښتونخوا خبریالان په مختلف طریقو ځپلې کیږی که هغه د ایډمینیسټریشن لخوا وي که هغه د دهشت ګردانو لخوا نه دي، که د طالبانو لخوا نه دي او که هغه د ایسټیبلیشمنټ لخًوا نه دي هغه خو مختلف وړو وړو خبرو باندې اغوا شوي دي، وژلي شویدي. اوس پکې د حکومت لخوا نه دا قانون راغلو. زما په خیال دلته صحافیان دې سره عادت دي خو دا به د دوی ستونزې نورې هم سېوا کړي“.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG