لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریالان: په افغانستان کې 40 فیصد رسنۍ تړل شوي دي


 د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي بايد نړيوال بنسټونه په افغانستان کې خبريلانو او رسنيو سره نېغ په نېغه مالي مرستې وکړي
د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي بايد نړيوال بنسټونه په افغانستان کې خبريلانو او رسنيو سره نېغ په نېغه مالي مرستې وکړي

په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو بنسټونو فدراسيون ويلي چې په هېواد کې د وروستي بدلون او اقتصادي کړ کېچ له امله 40 فيصده رسنۍ تړل شوي او په دې لړ کې څېړنه ښايي چې په لويه کچه فعالې رسنۍ هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

فدراسيون زياته کړې که چېرې د طالبانو حکومت (اسلامي امارت) او نړيوال رسنيز بنسټونه او يا د بيان د ازادۍ ملاتړ هېوادونو د افغانستان د رسنيو او خبريالانو ستونزو ته پام و نه کړو نو نورې ډېرې رسنۍ به هم خپل فعاليتونه بند کړي او ګڼ شمېر مسلکي خبريالان به دندې د لاسه وکړي۔

په افغانستان کې د خبريالانو او د رسنيو بنسټونو فېډرېشن وايي په وروستيو کې چې دوی کومې اندېښنې ښودلې وې چې په هېواد کې رسنۍ بندېدو ته نزدي دي هغه لړۍ اوس پېل شوی ده۔

په دې حقله د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي بايد نړيوال بنسټونه په افغانستان کې خبريلانو او رسنيو سره نېغ په نېغه مالي مرستې وکړي چې دا ډول د بېروزګاره شويو خبريالانو مالي ستونزې حل شي او فعاله رسنۍ د بندېدو څخه وژغورلی شي۔

حجت الله وویل په تېره وونۍ کې د مېدان وردک ولايت کې تجله ريډيو د اقتصادي ستونزو له امله بند شو او په کابل کې پخوانی آئينه ټيليويژن بند شو، نو که دې ته پام و نشو نو دغه لړۍ په دوام وکړي.

د فيډرېشن ترمخه په افغانستان کې د طالبانو واکمن کېدو وروسته 40 فيصده رسنۍ د مالي ستونزو له ماله بندې شوي چې له امله يې 60 فيصده نارينه او 80 فيصده ښځينه رسنيز کارکوونکي بې روزګاره شوي دي۔

اصليه احمدزۍ چې د افغانستان په فرياب ولايت کې خبرياله وه او د تېرو اتو کالو راهسې يې بېلا بېلو رسنيو سره د ژورنالستې په توګه کار کړی وايي چې په کابل د طالبانو د واکمنېدو وروسته يې خپله دنده د لاسه ورکړې او په رورستيو کې يې اقتصادي مشکالاتو سره مخامخ کېدو له امله خپل لېپ ټاپ، کېمره او نور د خبرنګارۍ دپاره استعمالېدوونکي شيان خرڅ کړل۔

دا وايي اوس مهال په افغانستان کې دومره رسنۍ نشته چې ښځينه خبريالانې وساتي او ورته وظيفه ورکړي۔

اصليه احمدزۍ وايي "اوس هم زه وېم چې د خبرنګرۍ برخه کې کار وکړم ځکه زما هيله او ارزو زما خپل مسلک دی، ما په ژورنالسټکي مسلک کې لوست کړی دې څو کاله مې په دې برخه کې کار کړی دې او مسلکي يم، غواړم دوباره د رسنيو په برخه کې کار وکړم که طالبانو او نورو نظاميانو تحديدات نه وي."

په افغانستان کې د خبريالانو د شورا مشر حفيظ الله بارکزی وي او ای ډيوه ته وايي خواوشا څلور مياشتې وړاندې يې د يوناما مشر سره رسنيو ته ورپېښو مالي ستونزو په اړه ناسته کړې وه۔ هغه وویل د يونامه ترمخه يورپي اتحاد چې افغانستان سره کومه مالي مرسته کوي بايد په هغې کې د رسنيو لپاره مخصوص برخه وټاکلې شي۔

"دوی خپله وويل چې 600 ميلينه ډالره يورپي هېوادونه د افغانستان سره مرسته کوي، بيا مونږه وړانديز وکړو چې په دې کې د افغانستان ژورنالزم هم شامل کړې، اوس چې دوی څه پلان لري او څه رقم مونږه سره همکاري کوي دا د دوی کار دی"

ياد فيډرېشن د طالبانو نه غوښتنه کړې چې د بجلۍ، ښاروالۍ، پريکونسۍ او نورو اړونده ټيکسونو په مد کې دې مطبوعاتو سره همکاري وکړي په دې اړه د تېر کال ټېکسونه دې ورته وبخښي۔

د اطلاعات او کلتور وزارت د نشرياتو او د رسنيو د څار د رياست مشر عبدالحق حماد وي او ای ډيوه ته ويلي چې طالبان د رسنيو ارزښت ته قايل دي او د نظام لپاره يې يو اساسي برخه بولي۔ دی وايي په هېواد کې رسنيو ته ورپېښو مسلو حل کولو لپاره به د دوی حکومت ضرور اقدمات کوي۔

"تر کوم ځاۍ چې د اسلامي امارت مسوليت جوړېږي او وس ولري مونږه به د رسنيو هر ډول ملاتړ کوو او د قانون په چوکاټ کې همکاري به ورسره کوو."

د ټيکسونو يا ماليو معاف کولو په اړه د پښتنې په ځواب کې نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل: "د مالياتو موضوع چونکې دلته مختلفو ادارو سره تړاو لري مختلف ماليی دي دلته، اطلاعات فرهنګ به هڅه وکړي چې اداراتو سره دغه موضوع شريکه کړي که چېرې مشر تابه او مربوطه ادارو مسولينو موافقه وکړله نو مونږه به په دې برخه کې خپل کوشش درېغ نه کړو""

د افغانستان د بې پولې خبريالانو او د ژورنالستانو ټولنې لخوا جوړ شوی وروستنی رپورټ ښايي چې د تېر اګست 15مې نټې څخه تر اوسه 231 رسنۍ په افغانستان کې تړل شوي او 6400 خبريالانو خپلې دندې د لاسه ورکړي دي چې پکې د 2000 نه سېوا ښحينه کارمندنې هم شامل دي.


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG