لاس رسیدونکی لینک

 
د بې پولې خبریالانو تنظیم وایي طالبان دې د ښځو د بېګم راډیو بندولو پرېکړه بیرته واخلي
تازه خبر

د بې پولې خبریالانو تنظیم وایي طالبان دې د ښځو د بېګم راډیو بندولو پرېکړه بیرته واخلي


پخوانی عکس.
پخوانی عکس.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) هم په ټولنیزه رسنۍ ایکس د طالبانو د حکومت څخه غوښتي چې سمدستي دې د ښځو د یواځینۍ بېګم راډیو د بندولو په اړه خپله پریکړه بیرته واخلي او راډیو ته دې د خپرونو د بیا پیالیدو اجازه ورکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو دا اقدام د " ازادو رسنیو د ځپلو د سیاست دوام" په توګه یاد کړی او دا اقدام یې غندلی دی.

په افغانستان واکمنو طالبانو د ښځو په اړوند د خپرونو لپاره د ځانګړي یوازینۍ راډيو "بېګم راډيو" په ودانۍ چاپه وهلې اؤ ددغه راډیو دوه ښځېنه کارمندانې یې نیولي اؤ د ریډيو خپرونې یې ور تړلې دې.

د اې ایف پي خبري شبکې د رپورټ له مخې د بېګم راډیو له له لوري خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست کارکوونکو چې د دغه حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکي هم ورسره وو، ددغې راډیو پر ودانۍ باندې یې برید کړی اؤ د راډیو کارکوونکو څخه یې تخقیقات کړي دي.

د بېګم راډیو بیان کې ویل شوي چې طالبانو ددغه راډیو دفتر تالاشي کړی، مامورین یې له کارونو منعې کړي،کمپيوټء،هارډ ډرائیوز، موبایل فونونه اؤ نور سامانونه یې د ځان سره وړلي اؤ دوه نارینه مامورین یې هم نیولي دي اؤ د ځان سره یې بوتللي دي.

د یادې راډیو په بیان کې ویل شوي چې هغوي د خپلو نیول شوؤ کارمندانو د امنیت له خاطره په دې موضوع نوره تبصره نه شي کولی خو د چارواکو څخه یې غوښتنه کړې ده چې نیول شوي کارمندان باید زر تر زره خوشې کړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه اعلامیه کې د بېګم راډیو د خپرونو د تړلو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې"په پرله پسې ډول د خپرونو د پالیسۍ څخه د سرغړونو، بهر کې یو تلویزیون ته د موادو چمتوکولو" او د "خپرونو د جواز څخه د ناسمې ګټې اخیستنې" له امله یې د بیګم راډیو خپرونې ځنډولي دي.

ددې وزارت په اعلامیه کې ددغو تورونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي ددې راډیو د خپرونو په اړه د اسنادو د دقیقې ارزونې وروسته به د دغې راډیو د خپرونو په اړه پریکړه وشي.

د وي او اې اشنا د رپورټ له مخې، دغه مرکز په بیان کې ویلي، "د حاکمو چارواکو څخه غواړي چې د راډیو بیګم په اړه شوې پریکړې ته باید بیا کتنه وکړي او اجازه دې ورکړي چې د رسنیو د قانون پراساس خپل کار ته دوام ورکړي".

راډیو بیګم د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتم چې د ښځو د نړیوالې ورځې سره برابره ده په کابل کې خپلې خپرونې پیل کړې وې.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول، څه باندې ۸۴۰۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې وې. خو د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنی واکمنۍ په بهیر کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې چې د دسمبر په ۱۲مه خپور شو، راغلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه په نړۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۸ ځای خپل کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG