لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د خبریالانو وژنې زیاتې شوي، د صحافت ازادي کمه شوې ده


د خلیل جبران د جنازې تصویر
د خلیل جبران د جنازې تصویر

په داسې هفته کې چې حج او د اختر خوشحالۍ لمانځل کېدې په پاکستان کې خبریالانو د یو بل همکار په وژل کېدو ماتم کولو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا صوبې په خېبر ضلع کې نامعلومه وسله والو خبریال خلیل جبران په ډزو ووژلو او د هغه وکیل سره یو وکیل زخمي شو. د رپورټونو ترمخه، جبران د ځینو ملګرو ترڅنګ کور ته روان وو چې په کمین کې ناستو حمله کوونکو يې په موټر ډزې وکړې.

د چارواکو په وینا د جبران په بدن داسې نخښې وې چې ښيي ممکنه ده چې په ډزو د وژل کېدو نه مخکې هغه او حمله کوونکو د یو بل سره لاس اچولي وو.

د جبران په شمول سږ کال په پاکستان کې لږ تر لږه شپږ خبریال وژل شوي دي. د مطبوعاتو څلور کار کوونکي د می په میاشت کې وژل شوي دي.

خبریال ابصار عالم د کال ۲۰۲۱ د اپرېل په میاشت کې په اسلام اباد کې په یوه حمله کې ژوندی ووتلو، په پاکستان د خبریالانو په ضد د تشدد په لړ کې وايي ځان غېر محفوظه محسوسوي.

د مطبوعاتو د ازادۍ صورتحال خراب شوی دی

د خبریالانو د تحفظ نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز وايي د وزیراعظم شهبازشریف د حکومت په وړمبو دریو میاشتو کې د مطبوعاتو د ازادۍ په صورتحال کې د تشویش وړ خرابی شوی دی.

په پاکسان کې په خبریالانو د حملو او د حکومتي اقداماتو د ذکر کولو ترڅنګ ار اېس اېف د شهبازشریف د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د میډیا د ازادۍ خپل لوظ پوره کړي.

د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د چارو مشرې سيلیان مرسېیر وویل د مطبوعاتو د ازادۍ ګڼ شمېر سرغړوني د او تشدد د سېنسرشيپ ماحول څرګندوي چې د سیاسي پارټیو د منشورونو او د صحافیانو د ملاتړ د وزیراعظم د پېغامونو برعکس دي.

د صحافت د ازادۍ په اړه د ار اېس اېف د ۱۸۰ ملکونو په فهرست کې پاکستان په ۱۵۲ مه درجه ولاړ دی. په دې فهرست کې په وړمبۍ شمېره ولاړ ملک کې مطبوعات د ټولو نه زیاته ازادي لري.
خبریال ابصار عالم وايي په پاکستان کې صحافت دپاره ساهه کمه شوې ده، صحافت غېر محفوظه دی او د ریاستي او غېر ریاستي کردارونو نه علاوه هر ډول عناصر په صحافت محدودیتونو لګولو کې لاس لري.

الېکټرانک قدغنونه

حکومت غواړي په انټرنېټ هغه مواد چې غېر مناسب ګڼل کېږي د لاس رسي مخه يې ونيول شي. که چېرې دا حکومتي ګام نافذ شي نو د صحافیانو دپاره ساهه نوره کمولی او معلوماتو ته لاس رسی نور ګرانولی شي. د نوي ګام اعلان د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د جنورۍ په میاشت کې په یوه خبري مرکه کې کړی و.‎ هغه وویل زر به یو فایر وال یا په انټرنېټ مواد ته د لاس رسي د مخنیوي دیوال به ولګول شي.

یو لوړ رتبه حکومتي چارواکي په وروستیو ورځو کې د وي او ای اردو څانګې ته وویل چارواکي دغه فایر وال په قومي کچه په لګولو کار کوي خو حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه بیان نه دی جاري کړی.

د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په عامو انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ د رپورټونو وروسته سوشل ميډیا پلېټ فارم، اېکس، پخوانی ټوېټر، د داخله ورازت په امر په پاکستان کې تړل شوی دی.

د وي او ای سره خبرو کې د داخله وزارت ترجمان وویل د فایر وال په اړه معلومات نه لري.

د وزارت ترجمان قادریارټوانه وویل دا داخله وزارت د کار په دایره کې نه دی او دا چې داخله وزارت په اېکس پابندي لګولې ده نو د دې دا مطلب نه دی چې وزارت د داسې ډولو ټولو اقداماتو ذمه واري لري.

ټوانه وویل پاکستان ټېلې کام اټارتي یا پي ټي یا او د انفارمېشن ټېکنالوجي وزارت به د فایر وال د نافذ کولو ذمه وار وي خو دواړو محکمو د دوی دریځ معلومولو دپاره د وي او ای خواست ته جواب و نه ويلو.

د ايي ټي وزیر عطاالله تارړ د فایر وال په اړه د وي او ای پوښتنه ترلاسه کړې ده خو د دې رپورټ د تیارېدو پورې یې جواب نه و راغلی. په یو ورستي خبري کانفرنس کې تارړ دا خبره رد کړه چې فایر وال د ترلاسه کولو دپاره شهباز شریف د چین په دوره کې په دې اړه خبرې کړې وې.

صدف خان میډیا مېټرز فار ډېماکرېسي نومې د غېر حکومتي شریکه باني ده، وي او ای ته يې وویل د مجوزه فایر وال په اړه د معلوماتو نیشت والی میډیا د ازادۍ او د شخصي رازدارۍ په اړه تشویش نور هم زیاتوي.

قانوني قدغنونه

په انټرنېټ د داسې ډول خبرونو د مخنیوي دپاره چې حکومت يې جعلي او ګنګوسي بلې د ازاديو د کمي او معلوماتو ته د لاس رسي په اړه تشویش نور هم زیات کړی دی.

د می په میاشت کې د پاکستان وفاقي حکومت د پريوېنشن اف الېکټرانېک کرایمز اېکټ نومې قانون دلاندې نېشنل سایبرکرایمز انوېسټيګېشن اېجنسي نومي جوړه کړه. په اېف ايي ای کې د سایبرکرایمز سېل يا په انټرنېټ د جرمونو خلاف د څانګې باوجود تارړ وویل په انټرنېت د ورول کېدو یا هرېسمنېټ مسلې د مخنیوي دپاره د خصوصي ادارې غوښتنه کېدله.

ناقدین وايي دا نه ده معلومه چې دا نوي اېجنسي به په څومره پراخه کچه اختیارات لري او یا په شخصي رازدارۍ او د په انټرنېټ په ازادۍ به د دې څه اثر وي.

تېره میاشت په پنجاب صوبه کې د مذهب د سپکاوي خلاف قانون منظور کړی شو. د مطبوعاتو د ازادۍ او د شهري حقونو فعالانو د نوي قانون غندنه وکړه چې ریاستي ادارې د څارنې نه بچ کوي او په چا د بدنامولو مقدمه د شروع کولو دپاره به ثبوت نه غواړي. د دې قانون خلاف په لاهور های کورټ کې مقدمه شروع کړی شوې ده.

ابصار عالم چې د الېکټرانېک میډیا د حکومت سرپرستې ادارې پاکستان الېکټرانېک ميډیا رېګولېټري اتارټي مشر هم پاتې شوی، وايي جعلي خبرونو په اړه د ریاست ځینې اندېښنې بې ځایه هم نه دي.

هغه مقدمو ته په اشاره چې په برطانیه کې د پاکستانیانو د مطبوعاتو خلاف دغلطو خبرونو په سر ګټلي دي، خبریال ابصار عالم وویل د جعلي خبرونو او د غېر ذمه وارانه صحافت نه یوازې ریاست ته بلکې عامو خلکو ته هم نقصان رسېدلی شي.

عالم وویل په برطانیه کې د سختو قوانینو له امله پاکستانۍ چېنلې هغه مواد په برطانیه کې نه شي نشر کولی چې په پاکستان کې يې نشر کوي. عالم دا خبره ومنله چې په پاکستان کې اکثر قوانین خبریالان په نخښه کولو دپاره استعمالېږي.

د انصاف په انتظار

د مطبوعاتو د څارنې تنظیمونه پاکستان د خبریالانو دپاره خطرناک مل ګڼي. زیاتره هغه کېسونه نه دي حل کړی شوي چې صحافیان په کې د کار په سر په هدف شوي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا په ګڼ شمېر ښارونو کې خبریالانو د خلیل جبران د وژل کېدو خلاف احتجاجوړه وکړل.

که څه هم وزیراعظم شهبازشریف د جبران د قتل غندنه کړې ده خو ابصار عالم پرامیده نه دی چې انصاف به وشي. هغه وویل په تېرو کلونو کې د یو نه پس بل یو حکومت هم په صحافیانو په حملو کې ککړ ملزمان نه دي نیولی. په هغه حمله کوونکي اومالي مرسته کوونکي یا خو په ضمانت ازاد کړی شوي او یا پټ شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG