لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا حکومت : غېر رجسټرډ تنظميونه د سېلاب ځپلو دپاره مرستې نه شي ټولولی


ماهرين وايي په داسې حال کې چې هېواد د سېلاب تباکاريو او د اقتصادي ستونځو سره مخ دی، د غېر دولتي ادارو يا اين جي اوز د کمي له وجې هغه مذهبي سخت دريځه ګوندونه خپل فعاليتونه يو ځل بيا پېل کولی شي په کومو چې د حکومت لخوا بندېز لګول شوی دی
ماهرين وايي په داسې حال کې چې هېواد د سېلاب تباکاريو او د اقتصادي ستونځو سره مخ دی، د غېر دولتي ادارو يا اين جي اوز د کمي له وجې هغه مذهبي سخت دريځه ګوندونه خپل فعاليتونه يو ځل بيا پېل کولی شي په کومو چې د حکومت لخوا بندېز لګول شوی دی

د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي د سېلاب ځپلو دپاره مرستې يواځې د حکومت سره رجسټرډ شوې مرستندويه ادارې راټولولی شي.

خو بل لور ته کار پوهان وايي په خېبر پښتونخوا کې د غېر دولتي ادارو يا اين جي اوز لپاره د حکومت لخوا جوړې کړل شوې تګلارې له وجې د خېر ښېګړې ادارې د يو څه مشکل سره مخ کېدی شي او په اسانه به خپل فعالیتونه ترسره نه کړی شي.

د پوهانو په وېنا د غېر دولتي ادارو د کموښت له وجې سخت دريځه مذهبي ګوندونو ته د چندو او سامانونو راغونډولو زمينه برابرېږي په کومو چې د حکومت لخوا بندېز لګول شوی دی.

د مردان عبدالوالي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر عبدالشکور وي او اې ډيوه ته وايي" چې کله اين جي اوز ته خبره راشي نو بيا زمونږه په صوبه کې په اين جي اوز پابندۍ زياتې دي د کوم چې څه هم وجوهات کېدلې شي، او په دې سېلابونو کې د اين جي اوز دغه کمې محسوس شو".

نوموړي زياته کړه په داسې قدرتي افتونو کې مرستې کول د حکومتي ادارو د وس کار نه وي، په دې کې عام ولس او د هغوی سره سم هغوی ته د لار ښونې لپاره د غېر سرکاري ادارو اين جي اوز کار ډېر مهم وي کوم چې په دې سېلاب کې هغه شان په نظر رانغلو څنګه چې به مخکې وو.

د خېر ښېګړې کارونو او فعاليتونو د مالوماتو راغونډونکې ادارې پاکستان سنټر فار فېلنتروپي ترمخه په پاکستان کې د يو لک نه سېوا د غېر دولتي تنظيمونو اندراج شوی دی خو بيا په دغو کې ډېر کم داسې دي چې خپل فعاليتونه ترسره کولې شي.

د پاکستان د اقتصادي اړيکو د څانګې د شمېرو ترمخه دا وخت يوازې 554 غېر دولتي تنظيمونو ته د فعاليتونو ترسره کولو اجازت نامې ورکړل شوي دي.

ماهرين وايي په داسې حال کې چې هېواد د سېلاب تباکاريو او د اقتصادي ستونځو سره مخ دی، د غېر دولتي ادارو يا اين جي اوز د کمي له وجې هغه مذهبي سخت دريځه ګوندونه خپل فعاليتونه يو ځل بيا پېل کولی شي په کومو چې د حکومت لخوا بندېز لګول شوی دی.

په مردان کې مېشت د قانوني چارو ماهر او د بشري حقونو فعال اکبر هوتي وايي " هغه تنظيمونه چې پرې د حکومت لخوا قدغن لګېدلی دی نو د اين جي اوز د عدم موجودګۍ په وجه هغوی ته يوه لاره مېلاوېدلی شي چې هغوی يا په ښکاره يا په پټه چندې کوي او دغه چندې بيا د نورو مقصدونو لپاره استعالولی شي چې په هغې کې مونږه دا خدشه هم لرو چې هغه د دې وطن چې د امن لپاره کومه بيانيه ده او د عام ولس لپاره خنډان جوړېدلی شي".

د خېبر پښتونخوا حکومت د اعلاميې ترمخه د سېلاب ځپلو دپاره سامانونه يوازې د حکومت سره رجسټرډ شوي مرستندويه ادارې راټولولی شي.

د ځايي غېر دولتي ادارو لپاره د نوې تګلارې ترمخه د پاکستان اقتصادي اړيکو څانګې نه اجازت نامه ترلاسه کول لازم ګرځول شوي دي او بيا د نړيوال خېر ښېګړو د فنډونو د مصرفولو لپاره به د داخله چارو وزارت اجازت نامه جاري کوي.

بل لور ته د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ د سېلاب په اړه د جاج اخستو دپاره غونډه رابلل شوې ده.

د اطلاعات مرکزي وزيرې مريم اورنګزيب ويلي غونډه کې به د صوبو اعلا وزيران او حکومتي اتحاد پي ډي ايم مشران او عسکري قيادت ګډون کوي.

د پاکستان د پوځ سرلښکر قمر جاويد باحوه هم په سيند صوبه کې د سېلاب ځپلو سيمو سفر کړی دی.

بل اړخ ته مرکزي وزيرې شيرين رحمن ويلي پاکستان دا وخت د چارپيچل بد تره بدلون سره مخ دى او هغې ويره څرګنده کړې د بارانونو او سيلاب له امله د متاثره خلکو شمېره د درې کروړو هم سېوا کېدی شي.

او مرکزي حکومت هرې يوې متاثره کورنۍ ته د بپنظير انکم سپورټ پروګرام د لارې د 25000 نقدو روپو د مرستو ورکولو اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG