لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لکي مروت پولیس وایي ډاډ ورکړل شوی چې په شپږو ورځو کې به پوځ له سیمې ویستل کیږي


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا لکي مروت ضلعه کې پولیس وايي چې د جمعې په شپه یې د لوړ پوړو چارواکو سره کامیاب مذاکرات شوي اؤ دوی ته باور ورکړل شوی چې د غوښتنو په اساس، په شپږو ورځو کې به پوځ له لکي مروت ضلعې وځي.

د لکي مروت پولیسو تېره اونۍ په پولیسو د هدفي بریدونو اؤ نا امنۍ په ضد احتجاج کړی ؤ اؤ غوښتنه یې کړې وه چې ضلعه کې امن چارې د دوی په لاس کې ورکړل شي او پوځ دې له سیمې وویستل شي.

پولیس وایي دوي سره مذاکراتو کې د چارواکو لخوا باور ورکړل شوی چې غوښتنې به یې منل کیږي اؤ وایي که غوښتنې یې عملي نه شوې، نو بله فیصله به په اتفاق سره کوي.

لکي مروت پولیسو د پینځو ورځو له احتجاج وروسته د جمعې په ورځ خپل احتجاج د ځايي مشرانو په ډاډ ځنډولی دی.

د لکي مروت پولیس پولیسو په نهم ستمبر دا احتجاج وروسته له هغې پېل کړی ؤ چې سیمه کې په په پولیسو پرله پسې هدفي بریدونه وشول اؤ په دغو بریدونو کې څلور پولیس عسکر اؤ دوه د هغوي وروڼه وژل شوي وؤ.

د سیمې یو پولیس اهلکار نجیب الله ډيوه سره خبرو کې وایي "زمونږ ژوند ډیر ستونزمن دی،په کورونو کې د ښځو، مېندو او د ماشومانو مخ کې وژل کیږو،په پټ کسان راشي برید وکړي او بیا وتښتي زمونږ سره ټوله کورنۍ پریشانه ده مونږ جرم څه کړی چرته منشیات فروش یا ډاکو ګرفتار کړو د هغې دومره غټه سزا راکوي"

د اوړمه ورځ د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات خان پخپل یو بیان کې ویلي وؤ، ځینې شرخوښي عناصر د پولیسو او پوځ ترمنځ اختلافات جوړوي. هغه زیاته کړه چې پولیس مشرتابه په دې مقصدونو خبر دی او ناکامه به یې کړي.

د پوليسو مشر ویلي وؤ، د ترهګرۍ ضد عملياتو کې پولیس او پوځ کلکه ملګرتيا لري، او د دې شراکت له امله صوبه کې امن پرځای شوی دی.

پوځ د لکي مروت د پولیسو احتجاج په اړه تراوسه کوم رسمي بیان نه دی ورکړی خو دوه ورځې مخکې د پوځ سر لښکر جنرال عاصم منیر اورکزئ سیمې ته د سفر په مهال پوځي ځوانانو ته وینا کې ویلي وؤ چې پوځ به د پښتونخوا پولیسو اؤ نورو قانون پځای کوونکو ادارو سره خپلو مرستو ته دوام رکوي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان کې یوه امنیتي اداره د بلې پرضد راپورته شوې ده.

خبریال حق نواز خان وایی د پولیسو دا احتجاج دا ډیره خطرناکه خبره ده او خطرناکه خبره په دې ده چې دغلته د ترګرۍ پرضد عملیات روان دي .

نوموړی وایي "خو ښکاري داسې چې پوځ ته د سیاسي او حکومتي واکمنو مرسته نه ده ترلاسه چې یوه خلا جوړه شوې او دا نیغ په نیغه ترهګرۍ ته ګټه رسوي"

د لکي مروت پوليس وایي د شپږو ورځو مهلت یې ترلاسه کړی دی چې په دې موده کې به پوځ د ضلعې نه وځي.

احتجاج کوونکو پوليسو ویلي، که د دوی غوښتنې عملي نه شوې، نو بيا به په اتفاق سره بله فيصله کوي. پولیسو دا هم ويلي چې هغوی ته د بکتربند ګاډو د ورکولو او د پوځ د لاسوهنې د مخنیوي ډاډ ورکړل شوی دی.

هیډ کانسټېبل شوکت خان ډیوه ته وایي "که په غوښتنو عمل نه وشو زمونږ بل پلان تیار دی هغه زیات خطرناک دی هغه اوس تاسو سره نه شو شریک کولی"

د لکي مروت د پوليسو په دې احتجاج کې د ، د سپاهي نه تر سب انسپکټر عهدې پورې د ضلعې ټول پوليس په احتجاج وو.

دوی د پاکستان په پوځ او استخباراتي شبکو آي ایس آي او ایم اي تور پورې کولو چې په ضلع کې د ناامنۍ تر شا د دوی لاس دی.

پوځ وخت په وخت د ناامنۍ په پېښو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي اؤ دریځ لري چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پوځ درنې قربانۍ ورکړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG