لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ کورمه کې د ناامنۍ اؤ د سړکونو تړل کېدو په ضد وکیلانو پېښور هایکورټ ته عریضه کړې



پیښور هایي کورټ کې درخواست جمع کوونکی وکیل محمود علي ایډوکیټ ډیوه سره خبرو کې وایي هغه هیله من دی چې د دوشنبې یا ګل په ورځ به د خواست اورېدنه وشي
پیښور هایي کورټ کې درخواست جمع کوونکی وکیل محمود علي ایډوکیټ ډیوه سره خبرو کې وایي هغه هیله من دی چې د دوشنبې یا ګل په ورځ به د خواست اورېدنه وشي

د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د بدامنۍ د خاتمې او د بندو سړکونو د بیا پرانستو د پاره وکیلانو پیښور هایي کورټ ته عریضه یا خواست کړی دی.

په دې خواست کې صوبایي او وفاقي دواړه حکومتونه فریق جوړ کړل شوي دي.

قانون پوهان وایي د کورمې د حالاتو په وجه دغلته د بشري حقونو سرغړونه کیږي.

پیښور هایي کورټ کې د جمعې په ورځ په ۱۳م دسمبر جمع کړل شوي خواست کې وکیلانو دریځ خپل کړی دی چې د تیرې یوې میاشتې راهسې کورمه د ځمکنۍ لارې په ذریعه د ملک د نورو برخونه پرې شوې ده.

درخواست کې ویل شوي ، دغلته پټرول، خوراکي مواد او داروګان ختم شوي دي اؤ عدالت نه غوښتنه شوې ده چې صوبایي او وفاقي حکومتونو ته د کورمې د مرکزي سړک د پرانستو حکم وکړي.

پیښور هایي کورټ کې درخواست جمع کوونکی وکیل محمود علي ایډوکیټ ډیوه سره خبرو کې وایي هغه هیله من دی چې د دوشنبې یا ګل په ورځ به د خواست اورېدنه وشي.

هغه وایي پخپل خواست کې یې صوبایي اؤ مرکزي دواړه حکومتونه فریق کړي اؤ عدالت د دوي په خواست اړونده لوریو ته نوټسونه جاري کړي دي.

نوموړی وایي "ځیني داسې شیان دي چې هغه صوبایي ګورنمنټ سره نه راځي. ددې وجې نه مونږ مرکزي حکومت هم فریق جوړ کړی کړی دی. سول ایوي ایشن مو کړی دی. هیلي کاپټر د پاره مو صوبایي حکومت کړی دی. سول ایوي ایشن د پاره مو کراچۍ هیډ کوارټر کړی دی. نو مونږ پکې ډیر زیاتې پارټیانې جوړې کړې دي "

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


محمود علي ایډوکیټ وایي باوجود ددې چې د مخالفو فریقینو تر مینځه ډز بندي شوې ده. خو اوس هم د ټل نه پورته پاړه چنار پورې سړک د هرقسمه ټریفک د پاره بند دی ځکه چې وسله وال تنان پورته غرونو ته ختلي دي او هلته مورچو کې ناست دي.

هغه وایي دې دوران کې صوبایي حکومت پاړه چنار ته د هیلي کاپټر په ذریعه یو ځل داروګان راوړلي وو خو ابادي ډیره زیاته ده او بیا لرې پرتو کلو ته په دې یخنۍ کې داروګان او خوراک رسول ګران کار دی.

قانون پوهان وایي بیړنيو معاملاتو کې عدالتونه په درخواست زر عمل کوي

د پیښور هایي کورټ وکیل فیاض اپریدی ایډوکیټ ډیوه سره خبرو کې وایي د کورمې په صورتحال کې د ماشومانو حقونه اغېزمن کیږي ، تعلیم ته یې زیان رسیږي اؤ د خلکو اقتصاد ته هم پکې زیان رسیږي.

د هغه په خبره خپلو خلکو ته امن ورکول د ریاست ذمه واري ده اؤ دوي هم ددې لپاره عدالت ته رجوع کړې ده.

هغه ویلي باید عدالت دا خواست د هرې ورځې په بنیاد واروي اؤ زر تر زره پرې پرېکړه صادره کړي.

کورمې کې تازه بدامني د نومبر د یوشتمې نیټې نه هاغه وخت شروع شوه چې کوزه کورمه کې د مسافرو په یوه قافله شوې حمله کې د څلویښتو نه زیات کسان ووژلی شول.

له دغې پېښې وروسته د کورمې قبایلي ضلعې په نورو سیمو کې فسادات شروع شول چې پکې د وژل شوو شمیره یوسل دیرشو تنانو ته ورسیده.

اوس د کورمې ځایي چارواکیو مطبوعاتو ته ویلي دي چې د فریقینوتر مینځه دوي حتمي تړون ته نزدې شوي دي. چې پکې به د مورچو ختمول او ضلعه د هر رقم وسلو نه پاکول شامل وي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG