د افغانستان واکمنو طالبانو د نهې، سه شنبې، په ورځ په خوست او په فاریات ولایتونو کې د یوې ښځې په شمول شپږو کسانو ته د جنسي فعل، لواطت او کور نه د تښتېدو په الزاماتو په عامه ځایونو کې د دورو سزاګانې ورکړې.
د طالبانو سپریم کورټ وویل سزا شوی هر تن ۳۹ دورې ووهل شو او تر ۱۸ میاشتو پورې د قېد سزاګانې هم ورکړی شوې.
د عدالت د شمېرو ترمخه د فېبرورۍ میاشت د شروع کېدو راهسې طالبانو د نهو ښځو په شمول ۶۱ کسانو ته د لوبو د سټېډیمونو په شان په عامه ځایونو کې د دورو سزاګانې ورکړې دي. په دې موقعه به طالب چارواکي او په لویه شمېره کې عام خلک موجود وو.
په سزا شویو کسانو د جنسي فعل، لواطت، کور نه د تښتېدو او د غلا په شان الزامات لګول شوي وو. ځینو کسانو ته د څو میاشتو نه واخلې تر د شپږو کلونو پورې د قېد سزاګانې هم ورکړی شوي دي.
ملګري ملتونه او د انساني حقونو تنظیمونه د طالبانو د داسې ډول یا د تعزیري سزاګانو مخالفت کوي او د طالبانو نه غوښتنه کوي چې دا سزاګانې دې ودروي.
تېره هفته د طالبان مشر هبت الله اخند زاده د خپلو تګلارو او د سزاګانو دفاع وکړه.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د شپږم جماعت نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې او د ښځو په کار روزګار، سفر او په عامه ځایونو کې د ښځو په شرکت قدغنونه لګولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د نهې، سه شنبې، په ورځ په اېکس یو پېغام کې وویل په ښځو قدغنونه جنګ ځپلي ملک ته اوږد مهاله نقصان رسووي.
د جرمونو ضد د نړیوال عدالت وکیل یا څارنوال تېره میاشت اعلان وکړو چې غواړي افغان جینکۍ او ښځې د زورولو په سر دې هبت الله اخندزاده ګرفتار کړی شي.
طالبانو وویل دغه غوښتنه څه قانوني بنیاد نه لري.
تراوسه یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او بنیادي وجه یې د ښځو سره د طالبانو سلوک ګڼل کېږي.
Forum