لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میا افتخار حسېن: د اسټیبلشمنټ او عدلیې روانې جګړې نه باید ولس ځان په ډډه وساتي


د عوامي نیشنل پارټۍ د خېبر پښتونخوا صوبې صدر میا افتخار حسین وایي په ملک کې روانه جګړه د اسټیبلشمنټ [پوځ] اؤ عدلیې تر منځ ده او وایي قام دې دغې جګړې ته نه وردانګي.

د خپل زوي میا راشد حسین د 14م تلین په مهال د چارشنبې- شورو په ورځ له خبریالانو سره خبرو کې میا افتخار حسین ویلي اسټیبلشمنټ اؤ عدلیې د سیاسي ګوندونو په اوږو ټوپک ایښی اؤ خپل مقاصد پوره کوي.

میا افتخار حسین په پوځ اؤ عدلیه غږ وکړو چې خپله دا جګړه باید پاي ته ورسوي اؤ ويې ویل که چرې دا جګړه نه ختمیږي نو بیا باید قام دې جګړې ته ورټېل نه وهل شي.

هغه وویل پښتونخوا صوبه د ډېرې اوږدې مودې نه ترهګرۍ اؤ‌ پوځي عملیاتو ځپلې ده اؤ اوس که یو ځل بیا د ولس له باور پرته په ملک کې نوي عملیات کیږي نو دا به د هیواد په ګټه نه وي.

میا افتخار حسین وویل د ترهګرۍ خلاف که عملیات کیږي اؤ که هر رقم ګامونه اخستل کیږي نو باید په هغې کې د ولس ملاتړ ترلاسه کړل شي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د عدلیې ججانو په استخباراتي اؤ پوځي شبکو په عدالتي چارو کې د لاسوهنې تورونه پورې کړي اؤ ویلي یې دي چې ایجنسۍ له بیلابیلو لارو د ججانو اؤ د هغوي د کورنیو د تنګولو له لارې ججان د فشار لاندې ساتل غواړي.

د جون د میاشتې په ۲۳مه نېټه د پنجاب صوبې د سرګودې د ترهګرۍ ضد عدالت جج په استخباراتي ادارې (آي اېس آی) د ځورولو ‏تورونه لګولي وؤ.

تر دې وړاندې د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ‏‏ته خط ليکلى ؤ او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.‏

دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز ‏‏اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې پاکستاني عدالتونو په شمیر مقدمو کې بندي د تحریک انصاف ګوند مشرانو ته ضمانتونه ورکړي اؤ هم سپریم کورټ د پارلیمان د ځانګړو څوکیو د ویشلو د مقدمې فیصله د تحریک انصاف په حق کې اورولې ده اؤ څیړونکي وایي چې د هیواد طاقتور پوځ د عدلیې په دې فیصلو خوشحاله نه ده.

د پاکستان د مرکزي حکومت وزیران هم وخت په وخت په عدالتي فیصلو ښکاره نیوکي کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG