لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د افغان طالبانو واکمنېدو ټي ټي پي ته پاکستان کې د ترهګرو بریدونو سېوا کولو حوصله ورکړې


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي په اګست کال 2021م کې د افغان طالبانو له بیا واکمنېدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو کې واضحه اضافه شوې ده.

د ډان نیوز له مخې د کورنیو چارو وزارت قامي اسمبلۍ ته پخپل یو وړاندې کړي رپورټ کې ویلي چې وسله واله ډله ټي ټي پي په ځانګړي ډول په خېبر پښتونخو، بلوچ قامپرسته یاغیان په بلوچستان کې اؤ نسلي اؤ لساني قامپرستان په سیند صوبه کې د تشدد ډکې کارروایۍ کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ټي ټي پي په دې وروستیو کې خپل اهداف بدل کړي اؤ اوس هغوي د ښاري ابادۍ د هدف کولو پر ځای زیاتره د پوځي اؤ قانون پر ځای کوونکو افسرانو تر څنګ امنیتي تنصیبات اؤ مهم اساسي ځایونه په نخښه کوي.

د کورنیو چارو د وزارت لخوا پارلیمان ته وړاندې کړل شوؤ معلوماتو کې ویل شوي چې ټي ټي پي په پاکستان کې له خپلو مهمو سیمو څخه محرومه شوې اؤ اوس یې مرکزي قیادت په افغانستان کې ناست دی اؤ د پاکستان لپاره پرله پسې د امنیتي اندېښنو اؤ چیلنجونو لامل جوړیږي.

یاد وزارت ویلي چې افغانستان کې د طالبانو اقتدار ته رسېدو د ټي ټي پي وسله والو ته پرته له کوم خوف اؤ خطر پاکستان کې خپلو فعالیتونو ته د دوام ورکولو حوصله ورکړې ده.

پاکستان چې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ د یوې خونړۍ څپې سره مخ دی وخت په وخت تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته پناه ورکړې ده اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

خو د افغان طالبانو حکومتي چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي چې پخپله خاوره کې د امنیت ټینګښت د پاکستان خپله ذمه واري ده اؤ پاکستان باید د خپلې ناکامۍ پړه د افغانستان غاړې ته وانه چوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې افغانستان کې د امنیت غیر مستحکم چاپیریال بیلابیلو نړیوالو ترهګرو تنظیمونو ته د ځان مضبوطولو ،د خپل شتون اؤ وسایلو د سیوا کولو اؤ له افغانستانه بهر د خپل نفوذ یا اثر و رسوخ سیوا کولو فرصتونه برابر کړي دي.

د کورنیو چارو د وزارت لخوا پارلیمان ته په وړاندې کړل شوؤ معلوماتو کې ویل شوي چې ټي ټي پي د افغانستان اؤ پاکستان تر منځ سرحدي سیمو کې د ازادانه تګ راتګ اؤ فعالیتونو د سهولت څخه ګټه اخلي اؤ داسې ښکاري چې د افغان طالبانو حکومت په دغو سیمو موثره کنټرول نه لري.

د افغان طالبانو حکومت لا د پاکستان دې تازه تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې خو د اکتوبر په میاشت کې په اسلام اباد کې د افغان طالبانو د حکومت استازي یا ناظم الامور مولوي سردار احمد شکیب ویلي ډیوه ته ویلي وؤ، د دوی حکومت په پاکستان کې کېدونکې ترهګرۍ کې نه خو خوښي لري او نه یې ملاتړ کوي.

د هغه وینا وه "په پاکستان کې د امنیت مسله له ډیره وخته راهسې شتون لري نو هیلې لرو چې د افغانستان په څېر په پاکستان کې هم حالات ښه شی. خو افغانستان نه خو په دې کې دلچسپي لري او نه یی ملاتړ کوي. مونږ هیله لرو چې د دواړو هیوادونو تجارت، ټرانزټ او د خلکو تګ راتګ زیات شي، نو نورې مسلې هم حل کیدای شي".

د پاکستان داخله وزارت وایي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پاکستان کې دراندازي یا مداخله کوي اؤ خپلې وړې، وړې ډلې افغانستان څخه د ترهګرۍ لپاره د پولې پورې غاړه پاکستان ته د ترهګرۍ لپاره رالیږي.

د کورنیو چارو د وزارت د رپورټ له مخې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې د افغان وګړو سیوا شوی رجحان په ګوته کوي چې وړومبی د افغانستان دننه وسله والو فعالیتونو کې ککړ وؤ اؤ اوس پاکستان کې د خپلو کارروایو د ملاتړ لپاره د ټي ټي پي په څېر ترهګرو ډلو کې شاملېږي.

داخله وزارت ویلي چې د ټي ټي پي فعالیتونو کې د افغان وګړو ورګډېدل، د هغوي ملاتړ کې پراختیا اؤ سیمه ییزې ایجنډې لرونکو ډلو سره د هغوي په یوه لیکه کې ودرېدل ښیي چې دا ډلې نیغ په نېغه د افغانستان پر ضد نه دي.

داخله وزارت پخپلو معلوماتو کې ویلي چې افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په نتیجه کې د ټي ټي پي په څېر ترهګرو ډلو ته په زیات مقدار عصري وسلې په لاس ورغلي اؤ د هغوي د ترهګریزو فعالیتونو توان سیوا شوی شوی دی چې له امله یې د سیمې امنیت ته ګواښونه هم زیات شوي دي.

داخله وزارت خبرداری ورکړی چې ترهګرې ډلې د چین په مرسته د روانو پرمختیایي پرژو لکه د پاکستان اؤ چین د اقتصادي راهدارۍ( سيپېک) لپاره هم یو مهم ګواښ دی اؤ دا په دې منصوبو په کار کوونکو کسانو د سیوا شوؤ حملو نه هم څرګندیږي.

څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي پاکستان کې د ترهګرۍ د هرې پېښې پړه چارواکي په افغان طالبانو ور اچوي خو یوازې په افغان طالبانو د نیوکو سره د ترهګرۍ ستونزه نه حل کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د پاکستان خپل حکومتي اؤ پوځي چارواکي هم دا مني چې د افغان طالبانو حکومت سره دومره مضبوط پوځ، استخباراتي نیټ ورک اؤ وسایل نشته چې د ترهګرو ډلو سره پرې مقابله وکړي یا د هغوي مخه ونیسي .

"خو بیا پاکستان خو دعوه کوي چې یو قوي پوځ، تکړه استخباراتي شبکې اؤ عصري وسایل لري نو خامخا به پوښتنه راولاړیږي چې هر کله دافغانستان څخه وسله وال د ترهګرۍ لپاره د پاکستان خاورې ته را اړوي نو پاکستاني ځواکونه يې پخپله خاوره کې ولې مخه نه نیسي؟ "

ناصر داوړ وایي پاکستان ته به ارو مرو خپلو ناکامو تګلارو ته بیا کتنه پکار وي ځکه چې هم ددې تګلارو په نتیجه کې نن یو ځل بیا پاکستان کې وسله والې ډلې د وړاندې په پرتله زیاتې منظم شوي اؤ پیاوړې شوې دي اؤ چې چرته اؤ کله هم وغواړي نو پوځي اؤ حکومتي اهداف په نخښه کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG