د کیوبا په ګوانتانامو بې کې د امریکا په سمندري اډه کې د قیدیانو شمیره دوه چنده نه زیاته شوې ده، او هغه کسان چې ”ډیر خطرناک“ ګڼل شوي او هم هغه کسان چې د شړلو لپاره ټاکل شوي پکې قید کړل شوې دي.
د امریکا د دفاع یو چارواکي په وینا، په ګوانتانامو بې کې د نهې یا سه شنبې تر ورځې، د ۱۲۰ نه زیات هغه کسان چې حکومت یې کریمېنل ایلینز بولي، تر څارنې لاندې وو.
شاوخوا ۵۰ نور هغه کسان هم په هغه بېس کې د کډوالو په مرکز کې ساتل کېږي، چې د پرامنه کسانو د ساتلو لپاره تیار شوې.
د امریکا یو بل دفاعي چارواکي وي او اې ته وویل چې د ګل /دوشنبې تر ورځې پورې، د امریکا پوځ د C-17 او C-130 پوځي کارګو جټ الوتکو کې ګوانتانامو ته د بې اسنادو کډوالو ټولټال ۱۳ پروازونه شوې دي.
دواړو چارواکو، د نوم نه ښودلو په شرط له وي او اې سره خبرې کړې دي.
وایي، تر اوسه، هېڅ یو له هغو کسانو چې ګوانتانامو بې ته لېږدول شوي، نورو هېوادونو ته نه دي شړل شوي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت، چې د شړلو د عملیاتو مشري کوي، او د کډوالۍ او کسټم ادارې سره هم وي او اې تماس نیولی، چې د جیل شوي په اړه معلومات تر لاسه کړي.
د تیر زیارت یا پنجشنبې په ورځ، د امریکا د سویلي کمانډ مشر، چې د ګوانتانامو بې د سمندري اډې عملیات څاري، قانون جوړوونکو ته وویل، چې د اډې په جیل کې شاوخوا ۶۸ کسان هلته موجود دي.
ایډمیرل الوین هولسي قانون جړوونکو ته وویل، چې د اډې د کډوالو مرکز کې د پرامنه کسانو شاوخوا دوه نیمه زره شمیره د ځایي کیدلی شي. او هڅې روانې دي چې دا ۳۰۰۰ پر امنه کډوالو ته لوړه شي چې د شړلو لپاره ټاکل شوي دي.
هولسي وویل چې لاهم وختي دی چې د زیاتیدونکي شمیر کسانو د ساتلو لګښت معلوم شي.
په کیوبا کې د امریکا د سمندري اډې د بندیانو د زیاتیدونکي شمیر جزئیات یوازې یوه ورځ وروسته د هغې را څرګند شول، کله چې د کورني امنیت وزارت د یو څو میلینه کمپاین افشا کړو، چې کډوال یې د دې نه خبرداره کول چې امریکا ته غیرقانوني داخل نشي.
”که تاسو په غیرقانوني ډول امریکا ته د داخلیدو فکر کوئ، نو سوچ مه کوئ“،د کورني امنیت وزیرې کرېسټي نوم وویل، چې د دې ویډیو هدف یي بهرني خلک دي.
هغې زیاته کړه: که تاسو زموږ هیواد ته راشئ او زموږ قوانین مات کړئ، نو مونږ به مو ونیسو. مجرمانو ته په امریکا کې ښه راغلاست نشته.
په یوه ټولنیزه رسنیو پوسټ کې، اغلې نوم وویل چې لږ تر لږه یو کډوال چې ګوانتانامو بې ته لیږدول شوی، د قتل اعتراف یي کړی، پداسې حال کې چې نور د قتل د هڅې، برید، د وسلو قاچاق او د ځان بل چا په توګه د ښودلو په تور نیول شوي دي.
یو چارواکي، د نوم پټ ساتلو وویل چې ټول هغه کسان چې په ګوانتانامو بې کې ساتل شوي، د وروستي شړلو امرونه ورته صادر شوي دي. خو ډي ایچ ایس لا تر اوسه د بندیانو د تورونو یا د هغوی د قضیو اسناد نه دي وړاندې کړي
Forum