د ترهګرۍ په اړه د څېړنې ادارې ساوت اېشيا د ټررزم پورټل د روان کال د جنورۍ نه تر دسمبر 21 پورې ورکړې شوې شمېرې ښي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په 767 پېښو کې 717 امنیتي اهلکاران، 845 وسله وال أو 576 ملکي وګړي وژل شوي دي.
کال 2024 کې د ترهګرۍ رامنځته شوو پېښو په اړه قامي اسمبلۍ ته د کورنیو چارو وزارت لخوا د دسمبر په میاشت کې جمع کړې شوي رپورټ کې ويلي شوي چې د جنورۍ نه تر اکتوبر 2024 پورې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ 1566 پېښې شوي چې تر ټولو زياتې پېښې په خېبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي او په دې پېښو کې 63 فيصدى يعني 573 امنیتي ځواکونو د غړيو په شمول په کې ټول 924 کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي سږ کال د سي پيک منصوبه او امنیتي ځواکونه د ترهګرو تر ټولو لوي هدف پاتې شوي دي. ماهيرين د پاکستان دننه د ترهګرۍ د نه تمېدونکې څپې بنيادي سبب د دې هېواد غېر مستقل تګلارې بلي.
د امنیتي چارو ماهر عبدالله خان، وايي "د تېر حکومت پالیسي د پاکستان مخالف تحریک طالبان سره د مذاکراتو وه او د اوسني حکومت تګلاره د عملیاتو ده، نتيجه زموږ مخې ته ده، مسله دا ده چي کله په بره کچ پوزيشن بدل شي نو لاندې ورسره تګلارې هم بدلې شي، تر څو چې دا ستونزه ختمه نه شي ترهګري نه شي ختميدې."
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ترمخه د کال 2024 په تېرو لسو میاشتو کې د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 948 پېښې په خېبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي چرته چې د 573 امنیتي سرتېرو په ګډون په کې 924 کسان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وېلي هم ډې موده کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ په 582 پېښو کې 307 کسان وژل شوي او په دې کې 110 امنیتي اهکاران هم شامل دي.
د پاکستان حکومت په هېواد کې د ناامنۍ شپږ علتونه په ګوته کوي چې په کې د افغانستان دننه د نويوال ترهګر ډلو موجودګي، په شريکه پوله د وسله والو ازاد تګ راتګ، د افغان وګړو د ټي ټي پي سره په ګډه پاکستان کې دننه حملې او په افغانستان کې د امريکې پاتې وسلې مهم وجوهات دي.
امریکايي چارواکي د وسلو پرېښودو تورونه ردوي او هم دا راز په افغانستان واکمن طالبان هم وايي چې خاوره ې د بل کوم ملک پرضد نه کارول کېږي او نه چاته د کارولو اجازه ورکوي.
د پاکستان حکومت وايي د کال 2021 راهیسې د ترهګرۍ په 14 پېښو کې 20 چيناېان هم وژل شوي دي.
څېړونکي وايي بلوچستان لبریشن ارمي د پاکستان کورنې مسله ده.
د امنیتي چارو کارپوه اسد الله خان وايي "زما په خيال کې دوو طريقو سره به سټرټيجي چليږي، يوه دا چې پاکستان به په کور دننه هم په خپله د ترهګرۍ مسله ختموي او خو دې سره پاکستان له د چين همکاري هم ډېر زيات ضروري دې."
د کورنیو چارو د وزارت ترمخه روان کال جنورۍ نه تر اکتوبر پورې په مجموعي توګه د ترهګرو په ضد د خفيه معلوماتو په بنياد نزدې 13 زره عمليات شوي چې په نتیجه کې ې 342 وسله وال وژل شوي دي.
څېړونکي وايي دا ريښتيا دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې اضافه شوې ده خو حل يې د افغانستان حکومت سره مذاکرات کول دي.
د امنیتي او چينايي چارو کارپوه منيب سلمان وايي "پدې معامله باندې په دې ورستو کې د چين له اړخه د ثالثې هڅې مخې ته راغلي دي، په افغانستان کې د چين د سفير دا په دې ورستو کې د پاکستان دوره کول او بيا د افغان چارواکو سره د ترهګرۍ په معامله خبرې کول مهمې بلل کېږي."
چين هم په پاکستان کې په خپلو وګړو شويو حملو سخت اندېښمن کړې او په پرله پسې توګه د چين لوړ پوړي چارواکي د پاکستان حکومت څخه چينايي وګړو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې کوي.
Forum