د افریقایي هېواد سومالیا چارواکو د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د هېواد په پنټلېنډ سیمه کې اسلامي دولت یا داعش ډلې د جنګیالیو او امنیتي ځواکونو تر منځ په تېره څلرویشت ساعته جګړه کې تقریباً 70 کسان وژل شوي او تر 50 پورې نور ټپیان شوي دي.
د پنټلېنډ مختلفو امنیتي چارواکو وي او اې ته د نوم ښکاره کولو په شرط وویل، د پنټلېنډ د باري سیمې د کال مسکاد غرونو د زارین او قراق سیمو په شاوخوا سخته جګړه شوې ده چې وایي په نتیجه کې یې لږ تر لږه 15 پوځیان او تر 50 زیات وسلوال وژل شوي دي.
د پنټلېنډ د امنیتي عملیاتو د څانګې ویاند بریګېډیر جنرل محمود محمد احمد د چارشنبې- شورو په ورځ د وي او اې سومالیایي څانګې ته په مرکه کې وویل، د سې شنبې- نهې په ورځ پیل شوې دا جګړه په پنټلېنډ کې د داعش ډلو خلاف د تېرې میاشتې له عملیاتو راهیسې تر ټولو سخته جګړه وه:
"موږ یې تصدیق کړی دی چې په تېرو 25 ګنټو کې په جګړه کې لږ تر لږه 57 د اسلامي دولت [داعش] وسلوال وژل شوي دي چې ټول بهرنيان دي".
جنرل محمود احمد په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه چې د پنټلېنډ په جګړه کې څومره حکومتي پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، خو دا یې ومنله چې مرګ ژوبله زیاته شوې ده. هغه وویل:
"جګړه په یوه غرنۍ سیمه کې روانه ده چېرې چې وسلوال چاودېدونکي توکي استعمالوي. په داسې چاپیریال کې په دا ډول جګړه کې بریدګر ځواک ته اکثر وختونه تر دفاع کوونکو ډېره مرګ ژوبله اوړي".
وي او اې په خپلواکه توګه د 57 وسلوالو د وژل کېدو دعوه تایید نه کړه، خو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ګرافیک ویډیو کې ویل شوي چې د وسلوالو مړي په یوه غرنۍ سیمه کې پراته دي.
احمد وویل د سه شنبې- نهې په شپه متحده عربي اماراتو د پنټلېنډ د حکومتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په سیمه کې پر داعش وسلوالو باندې ډرون برید کړی دی.
د پنټلینډ ځواکونو په یوه بیان کې ویل شوي، پوځیانو یې له وسلوالو مځکه تر لاسه کړې ده، وایي "ځواکونو یې "دښمن له هغو سیمو وشړلو" چې له توګا جیسل سیمې سره یې جګړه کوله. په بیان کې ویل شوي:
"د پنټلینډ ځواکونو په بریالیتوب سره د توګا جیسل په سیمه کې د درین سټرېټیجیک کلی نیولی دی، چې په سیمه کې د توندوره ډلې عملیاتي وړتیاوو ته سخت زیان رسوي".
دا وروستۍ نښتې د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ له هغه اعلانه یواخې څو ورځې وروسته شوې دي چې خپلو جنګي الوتکو ته یې په سومالیا کې د داعش ډلې پر کسانو د برید امر کړی وو.
صدر ډانلډ ټرمپ د فرورۍ په دویمه ویلي وو، امریکايي ځواکونو د هغه په امر په سومالیا کې د داعش پر هدفونو باندې کره بریدونه کړي دي. ټرمپ پر خپله «ټروت سوشل» ټولنیزه رسنۍ او ایکس باندې په یو پوسټ کې لیکلي وو:
"نن سهار مې د داعش د بریدونو پر لوی پلان جوړوونکي او نورو ترهګرو باندې چې هغه ګومارلي او په سومالیا کې یې د هغوی مشري کوله د کره هوايي پوځي بریدونو امر وکړ".
د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمد د "نړیوالې ترهګرۍ خلاف مبارزه" کې د امریکې د "نه ستړي کیدونکي ملاتړ" مننه وکړه.
د صدر حسن شیخ محمد دفتر د داعش پر وسلوالو د امریکې د تېرې اوونۍ د بریدونو په اړه ویلي، دا د دواړو هیوادونو تر منځ "د توندروۍ د ګواښونو په ضد قوي امنیتي ملګرتیا پیاوړې کوي". وایي، سومالیا "له خپلو متحدینو سره د نړیوالې ترهګرۍ ختمولو او سیمه ییزې ارامۍ د ډاډمنتیا لپاره کار ته پرعزمه پاته دی".
د سومالیا د پنټلېنډ سیمې ځواکونو تېره میاشت له څو میاشتو تیاریو وروسته په سیمه کې د توندروه ډلو په ځانګړې توګه د داعش خلاف د "هیلاک کمپېن" په نوم پوځي عملیات پیل کړل.
د پنټلېنډ د پوځ کمانډران په سیمه کې د مختلفو جګړو په اړه په نتیجه کې دعوې کوي چې تر 150 ډېر داعش وسلوال وژل شوي دي.
پنټلېنډ د سومالیا یو غړی ایالت دی، خو د هیواد له فیډرل حکومت سره یې اړیکې د سیاسي شخړو له امله خرابې شوې دي چې له کبله یې دا سیمه نیمه خپلواکه ګڼل کیږي.
په سومالیا کې د داعش څانګه په 2015م کال کې د القاعدې له ختیځ افریقایي څانګې الشباب ډلې د جلا شوې ډلې په توګه راڅرګنده شوه او په پونټلېنډ کې په ځانګړې توګه د ګالګالا په غرونو کې ډېره فعاله ده او هلته یې پټنځایونه او روزنیز کېمپونه جوړ کړي چې مشري یې عبدالقادر مومن کوي.
د نړیوال بحران یا انټرنېشنل کرایسز ګروپ په وینا، په سومالیا کې د داعش وسلوالو شمیر په سلګونو کې اټکل کیږي، چې وایي اکثره یې د پونټلېنډ د باري سیمې په کال مسکاټ غرونو کې خپاره شوي دي.
واشنګټن له څو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره په دې هېواد کې پانګونه کړې ده. ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له سومالیا د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان کړی وو، خو د مخکیني صدر جوبایډن د هغه دا پرېکړه منسوخ کړې وه.
Forum