لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېتن ياهو د امریکا د سياسي کړکېچ او غزې د جګړې د نازک پړاو په وخت د واشنګټن سفر کړی


د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د ګل/ دوشنبې په ورځ ناوخته واشنګټن ته رسېدلی دی، په داسې وخت کې چې د امريکې صدر جوبايډن په صدارتي انتخاباتو کې د زغل څخه وتلو فيصله کړې ده. ويل شوي دغه فيصلې د غزې د جګړې په مهم پړاو کې د امریکې او اسرايل په اړيکو کې غېر يقيني سېوا کړې ده.

د جنګ بندۍ د تړون بغېر، د نېتن ياهو د امریکا د سفر په اړه پوښتنې راولاړې شوې وې، نوموړي د جون په مياشت کې د امریکا د سفر اعلان کړی وو، اوس چې امریکا په ممکنه توګه د سياسي بدلون سره مخ ده، د اسرايل د وزيراعظم د سفر هدف د راتلونکې امریکايي انتظاميې سره زمينه برابرول دي.

د امریکې په سفر د روانېدو په وخت نېتن ياهو مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي وو، "زه به د دوه اړخيزه ملاتړ ترلاسه کولو هڅه کوم ، کوم چې د اسرايل دپاره ډېر مهم دی، زه به د دواړو خواو دوستانو ته اووايم، پرته له دې چې د امریکا ولس خپل بل صدر ټاکي، اسرايل په منځني ختيځ کې د امریکا لازمې او پياوړی اتحادي دی".

ويل کيږي نېتن ياهو د سفر ښکاره هدف د امریکا د ډېموکرېټک ګوند د ممکنه صدارتي امېدوارې کاملا هېرس او ريپبلکن صدارتي امېدوار ډانلډ ټرمپ ترمنځ سيالۍ کې بې طرفي ښکاره کړي.

خو د اسرايل په بار ايلان پوهنتون کې د سياسي زده کړو د څانګې جوناتهن رېن هولډ وايي، په دې کې لږ شک موجود دی.

وي او اې سره خبرو کې نوموړي ویلي، "په عامه توګه ريپبلکنز د اسرايل د امنيتي ايجنډې ملاتړ کوي، دوی د فلسطين دپاره د اسرايل د ښي اړخه حکومت د پاليسيانو زيات ملاتړ کوي".

ټرمپ د ابراهم تړون په مينځګړيتوب د اسرايل د ځينې عرب هيوادونو متحده عرب اماراتو، بحرېن او مراکش سره سفارتي اړيکې په ځای کړې وې، ټرمپ د امریکې سفارتخانه د تل ابيب نه لانجمنه يروشلم ته منتقل کړې او د ګولان غرونه یې د اسرايل سره يو ځای کېدل په رسميت منلي وو.

د منځني ختيځ انسټيټيوټ کې د اسرايل د چارو کار پوه نيمرود ګورين ويلي، نېتن ياهو د امريکا په سفر کې د ټرمپ سره د ليدو خواست کوي، د دغه دعوې ردولو دپاره چې ګنې هغه د پخواني صدر سره لانجه لري.

ټرمپ هغه وخت د نېتن ياهو نه د خفګان اظهار کړی وو چې کله نېتن ياهو په کال 2020م کې بايډن ته په صدر جوړېدو اومبارکي ورکړې وه، پخواني صدر اسرايل ته خبرداری ورکړی وو چې "بيرته دې سولې ته لاړ شي او د خلکو وژنې دې ودروي".

د ټرمپ کمپاين د نېتن ياهو سره د پخواني صدر د ليدو په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د مرستيالې صدرې کاملا هېرس همکارې ويلي، هېرس به روانه اوونۍ په سپينه ماڼۍ کې له نېتن ياهو سره وویني، دغه ناسته به د صدر بايډن سره د ليدو څخه جلا وي.

او کامل هېرس "د خپل مرستيال صدارت په ټول وخت کې د اسرايل د امنيت دپاره ژمنه پاتې شوې ده".
د هېرس د يهودي ملک سره پياوړې اړيکې دي، د هغې مېړه ډوګ اېمهوف يهودي دی او هغې د يهود دښمنۍ ضد مبارزه کې مهم رول لوبولی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG