لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا به د جنوبي کوریا د ژمي په اولیمپک لوبو کې گډون کوي


د شمالي کوریا او جنوبي کوریا په مشترکه پوځي علاقه
د شمالي کوریا او جنوبي کوریا په مشترکه پوځي علاقه

شمالي کوریا په راتلونکي میاشت کې په جنوبي کوریا کې کیدونکو د ژمي اولمپک لوبو ته خپل یو پلاوی په لیږلو رضا شوي ده.

دغه فیصله د نهې، سه شنبې، په ورځ د شمالی کوریا او جنوبی کوریا ترمنځ په وړمبي نیغ په نیغه خبرو کې شوي ده.

د دواړو حریف هیوادونو ترمنځ ملاقات پېنمونجم کې وشو چې د "امن کلي" په نوم یادیږي. دا کلی په هغه سرحدي کرښه پروت دی چې په کال ١٩٥٣ کې د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ د جنگ په ختمیدو راښکل شوي ده.

د یو والي مرستیال وزیر چن هایی سنګ میډیا سره خبرو کې وویل پیانګیانگ کی د میټنګ ورسته شمالی کوریا په دې رضا شوي چې د لوبغاړو ډله او او دلوبو اعلی چارواکي په اولمپک لوبو کې گډون دپاره راولیږي.

نوموړي وايي سویل لخواه داسې وړاندیزونه هم شته چې دا پیانګ چانګ په نوم شورو کیدونکي لوبو پرانستې په وخت د دواړو هیوادنو لوبغاړي یو بل سره اوږه په اوږه به تګ اوکړي.

د ژمي اولیمپک لوبې د فېبرورۍ په نهمه نیټه پیل کیدونکي دي.

ښاغلي چن وایی دې سره سره جنوبی کوریا داسې وړاندیزونه هم لري چې هغه کورنې د یو بل سره یوځای کړي چې په کال ١٩٥٠ او ١٩٥٣ م د جنگ په وخت بیلې شوي وې.

د دې نه علاوه دواړه هیوادونه به په دې هم خبرې کوي چې څنګه په پوله د جنګ مخه نیول کیدې شي.

ایشین انیسټویټ فار پالیسي سټډي کی څیړونکې جیم کیم وایس اف امریکا ته ویلی د نهې په ورځ ملاقات کې دواړو هیوادونو مثبت اشارې ورکړي.

هغه وایي د شمالی کوریا په دې رضا شو چې په اولمپک لوبو کې برخه واخلي او جنوبی کوریا دا باور ورکړی چې د لوبو پورې به جنوبی کوریا او امریکا ګډ پوځې مشقونه وځنډوي.

د ښاغلي کیم په نظر په مجموعي توګه دغه یو دوستانه ملاقات وو.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG