لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي ټي پي مشر نورولي وايي د پښتونخوا قبایلي سیمې به له پاکستانه ازادوي،گواښ څومره قوي دی؟


د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د مشر مفتي نور ولي مسید دا گواښ څومره خطرناک یا سنجیده کیدلی شي چې وايي د پاکستان قبايلي ضلعې به ونیسي او خپلواکه به يې کړي؟

ایا د پاکستان د طالبانو څانگه دا توان لري چې یو ځل به بیا جگړه شورو کړي؟ نور ولي چرته پټ دی؟ او په افغانستان کې د تودې جگړې په وخت د نور ولي د پاکستان خلاف د جنگ گواښ څه معنا لري؟

ددغو تپوسونو سکوټ ځواب یا خو نورولي ورکولی شي یا په خپله هغه طاقتونه چې دعوا کوي چې د طالبانو ملا یې ورماته کړې. البته نور ولي دپاکستان خلاف د جنگ دا گواښ په داسې حال کې ورکړی چې افغان طالبانو په افغانستان کې دحکومت په ضد جگړه ډېره تیزه کړېده او څېړونکي وايي ددې گواښ وخت ډېر اهم دی.

نور ولي تیره اونۍ د امریکايي ټي وي سی این این سره مرکه له کومه ځایه کړې وه نه ده معلومه خو د ځینو خبریالانو گمان دی هغه په شرقي افغانستان کې پټ دی.

د طالبانو په هلو ځلو نظر لرونکي خبریال حامد میر دوه ورځې د مخه ډیوه ته ویلي وو د هغه د معلوماتو تر مخه نور ولي نه یواځې په کونړ کې پټ دی بلکې د افغانستان د طالبانو سره یې نزدې اړېکې دي د هغه په خیال د نور ولي گواښ سنجیده دی ځکه چې د سیمې لپاره خطره جوړېدنکي افغان طالبان د نور ولي ملگري دي.

د وي او ای ډیوه په خپرونه هیلو وي او ای کې د پاکستان له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ ددې تپوس په جواب کې چې د نور ولي گواښ د فکر مندۍ وړ دی؟ وویل، طالبان که د افغانستان دي او که د پاکستان دا ټول یو دي:

" دا دومره موده دويي پټ وو او اچانک بیا دويي راووتل او بیا یې دسي این این سره مرکه په کومه طریقه وشوه دا د کوم ځای نه وشوه ، څنگه په اسانه سره سي این این ته رسايي وشوه؟ دغه هم یو سوال دی"

د ښاغلي داوړ نه چې ډیوه وپوښتل د خپلې خبرې وضاحت وکړي نو هغه د پاکستان د پوځ په قبایلي سیمو کې شویو عملیاتو باندې د شک اظهار وکړلو، هغه وویل په قبایلي سیمه کې د ترهگرو خلاف عملیات د تر هگرو خلاف نه وو:

" دا اپریشنې د لوټمار د پاره شوې وې د کورونو د ورانولو د پاره شوې وې"

محسن داوړ تور پورې کړو چې د پاکستان د حکومت د "طالبانو پراجیکټ" لا ژوندی دی.

خو د پاکستان پوځ دعوا کوي چې په پخوانۍ فاټا کې یې کامیاب عملیات کړي دي او د طالبانو او د هغويي سره د تړلو ټولو ترهگرو ډلو نوغې یې وښکلی دی او د افغانستان سره په پوله یې د ازغن تار لگولو سره خپله پوله محفوظه کړېده.

د پاکستان د پوځ دمطبوعاتو د څانگې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په اولسمه جولايي د پاکستان یو شخصي ټي وي سره په مرکه کې ويلي وو دا وخت د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته دی.

کله چې له هغه پوښتنه وشوه چې بیا ولې د پاکستان په خاوره د ترهگرۍ پېښې کیږي؟ نو هغه وویل، ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې د بلې غاړې یعني افغانستان لوري ته له روانو حالاتو سره تړلې دي.

د رپورټونو تر مخه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د اعلان سره سم نه یواځې په افغانستان کې جگړه تنده شوې بلکې د پاکستان په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې هم د ترهگرۍ په پېښو کې تیزي لیدل کیږي.

د ساوتهـ ايشين ټېررزم نومې ويپ پاڼي دشمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې په تيرو 7 مياشتو کې 66 د ترهګرۍ پېښې شوي دي چې پکې 172 تنان وژل شوي دي.

هم نن د اگست په پینځمه نیټه دقبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې دماینونو په پاکولو مامور د امنیتي سرتیرو په یوه ډله وسله وال بريد شوی چې پکې د پاکستان د پوځ دیو کپتان په ګډون پینځه عسکر ژوبل شوي دي.

هلته په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبې د مرکزي کمېټۍ غړي عبېدالله کاسي مړی موندل شوی. هغه د جون په مياشت کې د بلوچستان د صوبې د مرکزي ښار کوټې سره نزدې د کچلاغ څخه تښتول شوی وو.

رپورټونه وايي په تېرو څو ورځو کې په جنوبي وزيرستان، ډيره اسماعيل خان او پېښور کې د پوليو د قطرو ورکونکو ډلو په ساتنه مامور پوليس غړي په نخښه کړل شوي چې امنیتي عکسر پکې وژل شوي او ژوبل شوې وو.

د دې نه وړاندې په شمالي وزيرستان او کرمه ضلع کې هم د بدامنۍ پېښې شوي چې پکې د امنيتي ځواکونو غړي په نخښه شوي وو.
په نزدي ورځو کې دشوؤ زياتره بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

د پاکستان حکومت په کال 2018کې په قبایلي علاقې (فاټا) کې د سلو کالو زوړ تور قانون ایف سي آر ختم کړی ؤ او د پینځویشتم ایني تر میم لاندې یې پخوانۍ فاټا د پښتونخوا صوبې برخه جوړه کړې وه.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG