لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په سمنګان کې د کولې په کان کې له بندو 35 کارګرو 22 ژغورل شوي


د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې د کولې یا ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله په لسګونو کان کیندونکي په درنګ کې بند پاته شوي وو چې تېره شپه د پرله پسې کار په نتیجه کې لږ تر لږه 22 کارګر ژغورل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سرکاري رسنۍ آر ټي اې د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو په بنیاد ویلي، په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د یو کان یوه برخه را غورځېدلې وه چې پکې لږ تر لږه 35 کارګر بند پاته شوي وو.

دا پېښه د دسمبر د 14مې په ماښام د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې د "سفید خاک" په نوم د ډبرو سکرو په یو کان کې شوې ده.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري ایجنسۍ د یکشنبې- اتوار په ورځ د ځایي چارواکو په حواله ویلي، په کان کې د بند پاته شویو کارګرو د را ایستلو لپاره هڅې بېګا شپه لا پیل شوې دي.

د افغانستان سرکاري ټیلیویژن آر ټي اې نیوز رپوټ ورکړی دی چې په ایسارو کسانو کې 22 تنه ژغورل شوي او د نورو د ژغورنې هڅې هم روانې دي.

د سمنګان د والي وياند عصمت الله مرادي طلوع نیوز ته ویلي، "له نېکه مرغه د سمنګان د ډبرو سکرو د کان د نړېدو له امله تر خاورو لاندې شوي 22 کسان د ځایي چارواکو او ژغورونکو ټيمونو په هڅو ژوندي ژغورل شوي دي".

د سمنګان د سرکاري روغتون مشر عثمان حميدي ویلي، "د سمنګان د عامې روغتيا ادارې له خوا سيمې ته د امبولنسونو په ګډون طبي ټيمونه استول شوي دي".

ددې پیښې په اړه په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې ددغه غره یوه برخه ښویېدلې ده چې له امله یې ددغه کان د وتلو او ننوتلو دروازې هم بندې شوي دي.

په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې له دې پیښې وروسته یو شمېر کارګر او د سیمې اوسېدونکي د ېیښې ځای ته ورغلي او له کان څخه د کارګرو د ایستلو او ژغورلو هڅې یې پیل کړي دي.

تراوسه ددغه کان د یوې برخې د لوېدو سبب نه دی څرګند شوی، خو مخکې په دغسې ورته پېښو کې د میتېن ګېس د چاودنو له امله د سنمګان د ډبرو سکرو په کانونو کې په لسګونو کان کیندونکي مړه شوي دي.

په سمنګان ولایت کې تر ټولو زیات د ډبرو سکرو کانونه د دره صوف په ولسوالۍ کې دي چې د ولایت له مرکز ایبک ښاره په 60 کیلومیټرۍ کې دي. اوس مهال په دغو کانونو کې په سلګونو کارګر کار کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG