لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيواله درجه بندۍ کې د پاکستان پاسپورټ په 100م نمبر او افغان پاسپورټ تر ټولو کمزوری دی


د پاکستان پاسپورټ لرونکي يواځې 33 هيوادونو يا ځايونو ته په رسېدو ويزه ترلاسه کولی شي او يواځې 13 هيوادونو ته د ويزې بغېر تللی شي.
د پاکستان پاسپورټ لرونکي يواځې 33 هيوادونو يا ځايونو ته په رسېدو ويزه ترلاسه کولی شي او يواځې 13 هيوادونو ته د ويزې بغېر تللی شي.

د نړۍ د پياوړو پاسپورټونو په نوملړ يا فهرست کې د سنګاپور پاسپورټ د نړۍ مضبوط پاسپورټ دی، امریکايي پاسپورټ يوه درجه راکم شوی، د پاکستان پاسپورټ په 100م نمبر او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کمزوری ترين په 103 نمبر دی.

د هنلی پاسپورټ انډېکس هرکال د نړې د ټولو 199 هيوادونو د پاسپورټونو درجه بندي په دې اساس کوي چې د يو هيواد پاسپورټ لرونکي بغېر د ويزې څومره هیوادونو ته رسايي لري یا تللی شي.

هنلی انډېکس وايي دا درجه بندي د نړیوال ټرانسپورټ اتحاديې په ډېټا اړه لري چې د نړۍ تر ټولو لويي ډېټا بېس ساتي.

د هنلی پاسپورټ فهرست 2024م د درجه بندۍ ترمخه، د سنګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو مضبوط او په لمړي نمبر په خپل ځای دی. د سنګاپور پاسپورټ لرونکي د نړۍ 195 هيوادونو ته بې د ويزې سفر کول شي.

په ياد فهرست کې فرانس، جرمني، اټلي او سپېن په دويم نمبر دي، د دغو هيوادونو په پاسپورټ 192 هيوادونو ته بې د ويزې سفر کېدی شي.

په درېم نمبر اسټريليا، فن لېنډ، ايير لېنډ، نيدرلېنډ، سويډن، جنوبي کوريا او لګسمبرګ پاسپورټونه دي، بې د ويزې پرې 191 هيوادونو ته سفر کېدی شي.

د پياوړو پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د پاکستان او يمن پاسپورټ په 100 نمبر دی، د پاکستان نه وروسته کمزوري پاسپورټونه د عراق، شام او افغانستان دي.

د پاکستان پاسپورټ لرونکي يواځې 33 هيوادونو يا ځايونو ته په رسېدو ويزه ترلاسه کولی شي او يواځې 13 هيوادونو ته د ويزې بغېر تللی شي.

د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کمزوری ترين په 103 نمبر دی.

د هند پاسپورټ په 82م نمبر، د بنګله دېش پاسپورټ په 93م نمبر، د ايران په سپورټ په 94م نمبر او د چين پاسپورټ په 59م نمبر دی.

د نړۍ په پياوړو پاسپورپوټونو کې د امریکې پاسپورټ يوه درجه راکم شوی او د اووم نه اتم نمبر ته راغلی دی.

يوه لسيزه وړړاندې د امریکې او برتانيې پاسپورټونه په لمړي نمبر وو. د امریکې په پاسپورټ د نړۍ 227 هيوادونو يا ځايونو کې 186 ته بې د ويزې رسايي ترلاسه ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG