لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته لږ واردات پاکستان ته لوی تاوان دی


د پاک افغان چیمبر اف کامرس مشر خان جان الکوزۍ وايي: ٫٫ په افغانستان کې په تیرو څلورو کالو کې د وارداتو مالي ارزښت د ۱۵ بلینه ډالرو نه ۶ اشاریه ۸ بلینه ډالره ته راټیټېدو سره تر ټولو زیات تاوان پاکستان ته رسيدلی.٬٬

خان جان الکوزۍ دا خبره د وي او ای ډیوه بازار پروګرام کې د ګل( دوشنبې) په ورځ کړې. هغه وايي د افغانستان په وارداتو (درامدات) کې د مجموعي کمي لوی علت د افغانستان نه په تیرو څو کلونو کې د اکثره بهرنیو پوځیانو وتل دي.

نوموړی ویلي په تېروڅو میاشتو او کلونو کې د پاکستان په پرتله د افغانستان او ایرانتر منځ کاروبار زیات شوی. هغه زیاته کړې د پاکستان او افغانستان د سیاسي اړیکو او د پولې تړلو سره د دواړه هیوادنو کاروبار ته سخت زیان رسیدلې.

ښاغلی الکوزۍ وايي د ایران حکومت افغانانو تهکاروباري اسانتیاوې ورکړي او په چابهار کې يې افغانستان ته د کاروبار لپاره ۵۰ ایکټره زمکه هم ورکړې. الکوزۍ وايي افغانان وس هلته سرمایه لګوي او د ایران حکومت راتلونکو ۴۰ کالو پورې د افغانانو په ګډون د نوو پنګه اچونکو نه د ټیکس نه اخستلو فیصله کړې.

د سرحد چیمبر اف کامرس مشر او د پاک افغان ټریډرز ډاریکټر زاهد شنواري، وي او اې ډیوه ته ویلي تجارت کې ګټه او تاوان ته کتلې کیږي، دهند حکومت د چابهار په لار کاروبار کې مالي رعایت ورکوي خو دغه ډیر وخت لپاره دومداره نشي پاتې کېدای.

زاهد شنواري وايي پاکستان ټول ۲۲ نه تر ۲۳ ارب ډالرو صادرات لري چې پکې یواځې ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ ملینه ډالرو صادراتد افغانستان لپاره دي.

ښاغلی شنواري وايي: ٫٫ که څه هم دغه کاروبار د پاکستان مجموعي شمیرې ډیره لږه برخه ده خود پښتنو سیمو صادرات سل په سل فیصده افغانستان لپاره وي اوکله چې دغه کاوبار ته نقصان رسي نو پښتونخوا کې کاروبار او د مزدورانو ژوند اغیز مند کیږي.٬٬

خان جان الکوزۍ وايي که څه هم د افغانستان لپاره د کراچې او ګوادر اسانه لار ده خو چې دروازې وتړل شي نو خلکبیا نورې لارې لټوي، هغه وايي صدر اشرف غني پاکستان باندې لارې نه دي بندې کړي خو د چابهار په شکل یې نوې لار پرانستي.

٫٫زمونږ نیکونو او پلرونو چې د کومو لارو نه په کلونو کلونو استفاده کوله، هغه وس شړیږي، پکار ده چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه په دې فکر وکړي او هغه فعاله اوساتي ځکه مونږ په دغو لارو سرمایه کاري کړې.٬٬

د ښاغلي الکوزۍ په فکر د پاکستان او افغانستان حکومتونو د بدو پالیسیوله وجې کاروباري ستونزې شته خو زیاتوي: ٫٫ دغه حکومتي پالیسۍ خلک د یو بل نه نه شي جدا کولې، دپاکستان او افغانستان ترمنځ کاروبار کې لوی خنډ سیاست او د حکومتونو پاليسۍ دي.

نوموړي وي او اې ډیوه ته ویلي د پاکستان سره د تجارت نه یواځي افغانستان ګټه نه پورته کوي بلکه پاکستان د افغانستان په لار منځنۍ اسیا ته خپل مالونه هم لیږي. هغه وايي:٫٫ تیره ورځ مې د حېراتان په بندر د پاکستان ۱۴۰ ټرکونه اولیدل چې الو او کچالو یې ازبکستان ته وړل.٬٬

هغه په دواړه هیوادنو ټینګار وکړ چې د امن لپاره کاروباري هلې ځلې زیاتې کړي او وايي: ٫٫که د خلکو په دسترخوان ډوډۍ پیدا نه شي نو په سیمه کې صلح او امن راوستل به ګران وي.٬٬

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG