لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت وایي کورمه کې له مورچو ړنګولو اؤ وسلو راغونډولو وروسته به تړل شوې لارې په بشپړ ډول پرانستل شي


د خېبر پښتونخوا حکومت ویلي په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې له مورچو ړنګولو اؤ وسلو راغونډولو وروسته به لارې په بشپړ ډول پرانستل شي.

د جمعې په ورځ پېښور کې ترسره شوې د اپیکس کمیټې په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په کورمه ضلعه کې به د فرورۍ له وړومبۍ نېټې څخه په جګړه د بوختو خواؤ نه ټولې وسلې د انتظامیې سره جمع کولی اؤ تر دغه نیټې به سیمه کې د وسله والو خواو ټولې مورچې ویجاړولی شي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سېف د خالي په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې د اپیکس کمیټې د پرېکړې په رڼا کې به ټوله کورمه له وسلو پاکولی شي.

هغه ویلي حکومت پرېکړه کړې ده چې په کورمه کې د دایمي امن د ټینګښت لپاره به دغلته ټولې مورچې ړنګولي شي.

د محمد علي سیف په خبره، د امن له معاهدې وروسته به ورځنی ژوند ځای ته راشي اؤ د مورچو له ړنګولو اؤ د وسلو راټولولو وروسته به لارې په مکمل ډول پرانستل شي.

ویاند ویلي چې حکومت کورمه کې دایمي امن غواړي خو ځېنې عناصر دغلته د امن دښمنان دي اؤ نه غواړي چې امن ټینګ شي نو ځکه په ټولنیزو رسنیو بې بنیاده پروپېګنډې کوي.

په یویشتم نومبر کوزه کورمه کې د مسافرو په یوه قافله شوې حمله کې د ضلعي چارواکو مطابق درې څلویښت تنان ووژل شوي وؤ او بیا چې بره کورمې ته فسادات وغځېدل نو د مړو شمیره ۱۳۰ تنانو ته ورسیده. او ۱۷۷ پورې پکې ژوبل شوي دي.

چارواکو مطبوعاتو ته ویلي دي چې سیمه کې د ډز بندۍ نه وروسته امن د جرګې یو ځل بیا د فریقینو د تحفظاتو اوریدو او لارو پرانیستو د پاره خپل فعالیتونه شروع کړي دي.

په کورمه کې د حالاتو خرابېدو سره سم سړکونه تړک شوي اؤ د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه کورمه کې د بدامنۍ د خاتمې اود بندو سړکونو د بیا پرانستو د پاره وکیلانو پیښور هایي کورټ ته عریضه یا خواست هم کړی دی.

پیښور هایي کورټ ته شوي خواست کې وکیلانو دریځ خپل کړی دی چې د تیرې یوې میاشتې نه د زیاتې مودې راهسې کورمه د ځمکنۍ لارې په ذریعه د ملک د نورو برخونه پرې شوې ده.

درخواست کې ویل شوي ، دغلته پټرول، خوراکي مواد او داروګان ختم شوي دي اؤ عدالت نه غوښتنه شوې ده چې صوبایي او وفاقي حکومتونو ته د کورمې د مرکزي سړک د پرانستو حکم وکړي.

په پېښور هایکورټ کې درخواست جمع کوونکي وکیل محمود علي ایډوکیټ ډیوه ته ویلي باوجود ددې چې په کورمه کې د مخالفو فریقینو تر مینځه ډز بندي شوې ده. خو اوس هم د ټل نه پورته پاړه چنار پورې سړک د هرقسمه ټریفک د پاره بند دی ځکه چې وسله وال تنان پورته غرونو ته ختلي دي او هلته مورچو کې ناست دي.

د هغه د وینا له مخې صوبایي حکومت پاړه چنار ته د هیلي کاپټر په ذریعه یو ځل داروګان وړي وو خو ابادي ډیره زیاته ده او بیا لرې پرتو کلو ته په دې یخنۍ کې داروګان او خوراک رسول ګران کار دی.

د پیښور هایي کورټ وکیل فیاض اپریدی ایډوکیټ ډیوه سره خبرو کې ویلي د کورمې په صورتحال کې د ماشومانو حقونه اغېزمن کیږي ، تعلیم ته یې زیان رسیږي اؤ د خلکو اقتصاد ته هم پکې زیان رسیږي.

د هغه په خبره خپلو خلکو ته امن ورکول د ریاست ذمه واري ده اؤ دوي هم ددې لپاره عدالت ته رجوع کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG