لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان پوځ وایي د پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې یې عملیاتو کې "10 ترهګر" وژلي
تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي د پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې یې عملیاتو کې "10 ترهګر" وژلي


د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړو عملیاتو کې 10 ترهګر وژلي.

پوځ پخپل تازه بیان کې نه دي ویلي چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده خو ازادې سرچینې وایي چې د عملیاتو په مهال نښته کې د یو پوځي میجر په ګډون 5 پاکستاني پوځيان هم وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آي ایس پي آر) پخپل یو بیان کې ویلي، د ترهګرو د موجودیت د اطلاع ترلاسه کولو وروسته، امنیتي ځواکونو د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې عملیات کړي چې پکې یې د ترهګرو ځاله په موثر ډول په نخښه کړې ده.

پوځ دعوه کړې ده چې دغو عملیاتو کې څلور ترهګر وژل شوي دي خو د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو یې مخې ته نه ده راوړې.

آي ایس پي آر زیاتوي چې په شمالي وزیرستان کې د دته خیل، حسن خیل، غلام خان او میر علي په سیمو کې امنیتي ځواکونو څلور مختلف عملیات ترسره کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

د آي ایس پي آر په وینا، د وژل شوو ترهګرو څخه وسلې او مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

وړمه ورځ ‎د سیمې څخه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي وؤ د افغانستان پولې ته جوختې پرتې د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ سخته نښته شوې، چې پکې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او پينځه نور ټپیان شوي دي.

‎له دې وړاندې، د میرعلي په سیمه کې هم د پوځ او وسلوالو تر منځ نښته شوې وه چې ازادو سرچینو پکې ډيوه ته د یو پوځي افسر (مېجر) او یو عسکر د وژل کېدو پخلی کړی ؤ ویلي یې وؤ چې درې نور پوځيان ټپیان شوي هم دي.

دخیبر پښتونخوا هغه سیمو ته خبریالان د رپورټنګ لپاره د ازادانه تګ اجازه نه لري چې پوځي عملیات پکې کیږي اؤ رسنۍ د جګړو یا عملیاتو په ترڅ کې د اوښتل کیدونکو زیانونو په اړه یوازې د ښکېلو خواؤ په دعوؤ اکتفا کوي.

حکومت او پوځ لپاره سخت فشار

‎په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د تازه څپې له امله، د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی دی. د عامو خلکو ترمنځ ويره زیاته شوې، او په امنیتي ادارو هم د فشار کچه لوړه شوې ده.

‎څېړونکي وايي، د ناامنۍ فضا څرګندوي چې د وسله والو فغالیتونه د عملیاتو وروسته لا نور هم منظم شوي او د پاکستان پوځ او حکومت لپاره به لوی ستونزې جوړې کړي.

احتجاجونه او عمليات

په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي ضلعو کې خلک د ناامنۍ پرضد او امن دپاره پرله پسې احتجاجونه او غونډې کوي، وايي حکومت دې په سيمه کې په هر صورت امن په ځای کړي.

ځايي خلک وايي، دوی به داسې عمليات هم ونه مني چې د سيمې خلک پکې يو ځل بيا کډو کولو ته مجبوره کړل شي.

بل لور ته د پاکستان پوځ وخت په وخت د وسله والو ضد عملیاتو دعوې کوي.

په 25مه جنورۍ د پاکستان پوځ د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، کرک او خېبر کې یې بېلابيلو عملياتو کې د 30 وسله والو وژلو دعوه کړې وه.

پوځ وايي د وسله والو ضد د استخباراتو په بنياد عمليات دوام لري، او ترهګرۍ د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG