لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د کرونا وایرس له امله په پاکستان کې د ماشومانو د زدکړې کچه نوره غورځېدلي ده


وي او ای ډیوه چې د تعلیم په څانګه کې د یو کارکونکي مکمل شاه یوسفزي سره ددغه راپور په حقله خبرې وکړې نو هغه وویل د زده کړو د صلاحیت د کمیدو تر څنګ کرونا سکول ته د نه تلونکو ماشومانو کې هم اضافه کړې ده
وي او ای ډیوه چې د تعلیم په څانګه کې د یو کارکونکي مکمل شاه یوسفزي سره ددغه راپور په حقله خبرې وکړې نو هغه وویل د زده کړو د صلاحیت د کمیدو تر څنګ کرونا سکول ته د نه تلونکو ماشومانو کې هم اضافه کړې ده

نړیوال بنک خپل یو تازه راپور کې وایي پاکستان کې د کرونا وبا له امله د ماشومانو د زده کړو صلاحیت د پنځه اویا فیصد نه یو کم اتیا فیصد ته غورځیدلی دی.

د زدکړې صلاحیت د نه لرلو معنا داده چې تر لسو کالو عمر پورې یو ماشوم ساده لیک نه لوستی شي او نه پرې پوهیږي.

د نړیوال بنک راپور وایي دا مهال د ورستو پاتې او د منځني اقتصاد هیوادونو درې پنځوس فیصده ماشومان د پرایمري سکول په ختمیدو د ساده لیک د لوستو او پوهې جوګه نه دي.

وي او ای ډیوه چې د تعلیم په څانګه کې د یو کارکونکي مکمل شاه یوسفزي سره ددغه راپور په حقله خبرې وکړې نو هغه وویل د زده کړو د صلاحیت د کمیدو تر څنګ کرونا سکول ته د نه تلونکو ماشومانو کې هم اضافه کړې ده.

پاکستان کې څه کم یا زیات دوه ویشت میلیونه ماشومان سکول ته نه ځي. او د کرونا وبا په وجه دې کې د یو میلین اضافه وشوه. او د سکول نه د بهر ماشومانو شمیره درویشت میلیونو ته ورسیده. او دې کې که مونږ هاغه ماشومان هم شامل کړو کوم چې پنځو یا شپږو کالو عمر ته رسیدلي دي نو دا شمیره به نوره هم سیوا شي. او کرونا زمونږ د ماشومانو په زده کړو ډیرې بدې اغیزې کړې دي.

مکمل شاه وایي دا شمیرې به پښتونخوا او صوبې سره نوو ضم شوو ضلعو یا پخوانۍ فاټا کې ددې نه هم ځکه زیاتې وي چې دلته د وړاندې نه د تعلیم اسانتیاوې کمې دي او په لویې شمیر ماشومان د سکولونو د کموت له امله د سکولونو نه بهر دي.

زیاتوي د لوست د صلاحیت کمیدو کې به بله وجه داوي چې د کرونا ټول بند کې حکومت کله سکولونه وتړل، نو د هیواد مختلفو برخو کې سکولونو د انټرنیټ په ذریعه آن لاین درسونه شروع کړل خو د بده مرغه د پخوانۍ فاټا اکثره علاقو کې یا خو د انټرنیټ اسانتیاوې نیشته او که چرته وي هم نو بیا خلق د کمپیوټر اخستو طاقت نلري نو ځکه ټول بند کې پښتانه ماشومان په مکمله توګه د زده کړو نه بې برخې پاتې شوي دي.

د نړیوال بنک ددې راپور پحقله کوم حکومتي غبرګون مخې ته نه دی راغلی البته موجوده واکمن ګوند د واک ترلاسه کولو نه وړاندې ادعاوې کړې وې چې ټول هیواد کې به د تعلیم بیړنی حالت نافذوي او تعلیم کې د اضافې لپاره به ځانګړي ګامونه اخلي.

راپور کې وړاندیز شوی چې دا شمیرې د کاڼي کرښې نه دي بلکې د حکومت او نورو مرستندویه ادارو په ملاتړ دې کې تر ډیره حده بدلون کیدی شي، ځکه چې اوس سکولونه پرانیستل شوي دي او پکار ده چې د ماشومانو سکولونو کې د داخیلیدو یو منظم کمپاین وچلول شي او د ماشومانو په سکولونو کې داخیلیدو دوي ته د نغدو پیسو ورکولو تر څنګ د معیاري تعلیم ورکولو بندوبست وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG