لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چترال د کېلاش قام د مېرمنو ځانگړی لباس په نړیواله کچه شهرت لري


شاهې گل وايي د کېلاش مېرمنو لباس تیارول یې نه یوازې د معاش گټلو بلکې د خپل ثقافت د ژوندي ساتلو هم زریعه ده
شاهې گل وايي د کېلاش مېرمنو لباس تیارول یې نه یوازې د معاش گټلو بلکې د خپل ثقافت د ژوندي ساتلو هم زریعه ده

دخيبر پښتونخوا ضلع چترال په غريزه علاقه کې ژوند کونکی کيلاش قوم په نړيواله کچه د خپل ځانګړي کلتور له وجې پيژندل کېږي. دا قبیله رسم و رواج لري او د قبېلې د مېرمنو روايتي لباس خپله ځانگړي پېژندگلو لري. په دغه جامو لګېدلي قسم قسم اميلونه، مرۍ او تارونه د لباس ښکله يو په دوه کوي.

دکيلاش قبيلي زنانه ؤ په خپلو کورونو کې د روايتي لباس جوړولو لپاره د دستکارې مرکزونا پرانستې دي. په دغو مېرمنو شاهی ګل هم شامله ده چې د ډيرې مودې راهسې د زنانو لپاره روايتي لباس جوړوي. دغه لباسونه تیارول نه يوازې د شاهي گل د معاش ذريعه ده بلکې هغه یې ویني چې دا یې د خپل قام د ثقافت د ژوندي ساتلو طریقه هم ده.

د شاهی ګل وينا ده چې د مالي مشکلاتو باوجود دا ګران بيیه جامې جوړه وي چې د قبيلي زنانو سره سره غير ملکي سيلګري هم د اغوستلو او د نمایش لپاره اخلي. "زمونږ سره چي کومې زنانه کار کوي هغوي لپاره دا يو روزګار دي او د دې په مرستې سره په خپلو ماشومانو تعليم هم کوي."

شاهی ګل زياته کړه چې د کېلاش يوجوړه روایتي جامې په ٣٠ ورځو کې جوړيږي او په دغه جامو کي استعماليدونکی تار، اميلونا او کپړو باندې د ۱۰۰۰۰ نا تر ۲۰۰۰۰ روپو پورې خرچه کېږي. " دا روايتي جامې مونږ د ډيرې مودې راهسې جوړه وو خو زمونږ سره د مارکيټنګ کولو هيڅ ذريعه نشته دې چي د دې تشهير وکړو."

د کېلاش وادۍ ته د سويزرلينډ نا راغلې سيلګرې سيلوي وينا وه چې د کيلاش ځانګړې جامي د هغې ډيرې خوښې دي او کله چي هم دلته راشي نو دا لباس ضرور اخلي او وايي که څه هم ددې جامو اغوستل د هغه لپاره گران وي "خو دا دوي کلتوري لباس دې ځکه مې اغوستی دی، دا ډيرې خائسته جامې دي."

د کيلاش قبيلي خلقو په وينا هغوي په کال کې څلور مذهبي دستورې لمانځي او کوښښ کوي چې د خپل وس مطابق دغو دستورو لپاره بېلې بېلې جامې جوړې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG