لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان د ټرمپ لخوا هند ته د عصري ټیکنالوجۍ اؤ وسلو ورکولو په اعلان ژوره اندېښه ښودلې
تازه خبر

پاکستان د ټرمپ لخوا هند ته د عصري ټیکنالوجۍ اؤ وسلو ورکولو په اعلان ژوره اندېښه ښودلې


د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د هند وزیراعظم نریندرمودي سره لیدنه کې صدر ټرمپ ویلي واشنګټن به ډېر ژر په هند د ملیونونو ډالرو پوځي وسلې او مهمات خرڅ کړي
د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د هند وزیراعظم نریندرمودي سره لیدنه کې صدر ټرمپ ویلي واشنګټن به ډېر ژر په هند د ملیونونو ډالرو پوځي وسلې او مهمات خرڅ کړي

د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ هند ته د جدیدو وسلو اؤ مهماتو ورکولو اعلان کړی خو پاکستان د امریکې له لوري هند ته د دغو عصري وسلو ورکولو په اعلان ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د هند وزیراعظم نریندرمودي سره لیدنه کې صدر ټرمپ ویلي واشنګټن به ډېر ژر په هند د ملیونونو ډالرو پوځي وسلې او مهمات خرڅ کړي.

د ایسوسي اېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د صدر ټرمپ لخوا په هند د وسلو خرڅولو اعلان ممکنه ده چې هند ته د F-35 سټیلټ جنګي الوتکو د ورکړې لاره هواره کړي.

د هند حکومت له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې دغه پرمختللې جنګي الوتکې ترلاسه کړي.

د صدر ټرمپ دغه اعلان ته په غبرګون کې د جمعې په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان ویلي دي چې د امریکا له لوري هند ته د عصر ټیکنالوجۍ اؤ وسلو ورکولو په اعلان پاکستان ژورې اندېښنې لري.

د نړیوالو اړیکو پوهان د امریکا او پاکستان تر مینځه سفارتي، دفاعي او تجارتي اړیکو ته ډېر خوشبینه نه دي اؤ وایي چې افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته اوس سيمه کې امریکې ته د پاکستان هاغه ضرورت بدل شوی دی، کوم چې د 2001 یو نه واخله تر 2021م پورې وو.

د اوونیز بریفنګ په مهال د خارجه دفتر ویاند وویل،د پاکستان خارجه وزیر ښاغلی اسحاق ډار به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ګډون کوي اؤ ددې غرض لپاره به هغه په ۱۸مه فرورۍ نیویارک ته ځي.

هغه وویل، پاکستان اؤ امریکې ډیرې پخوانۍ اړیکې لري،اؤ د امریکې له لوري د غیرقانوني کډوالو د ستنولو معامله د پاکستان اؤ امریکې د باهمي رابطې برخه ده.

د ویاند وینا وه هر هیواد کولی شي غیر قانوني کډوال بېرته ولیږي.

د افغانستان اؤ پاکستان اړیکو کې د تاو تریخوالي په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې د بهرنیو چارو د دفتر ویاند وویل چې افغانستان کې د ټي ټي پي د وسله والو شتون یوه سنګینه ستونزه ده اؤ پاکستان پرله پسې د طالبانو د حکومت نه غوښتنې کوي چې خپله خاوره کې د موجودو ترهګرو په ضد باید ګامونه واخلي.

د صدر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ د دویمې دورې د پیل سره سم، د هغه د حکومت د جنوبي اسیا تګلارې مخې ته راتلل پیل شوي دي. په دې کې هند د لومړیتوب په ځای کې ښکاري، خو داسې معلومیږي چې د بنګله‌دېش او پاکستان په څېر نور هیوادونه به شاته پاتې کړل شي.

تېره میاشت د امریکې دملي امنیت کونسل کې د جنوبي اسیا د چارو پخوانی ډایریکټر جاشوا وایټ، چې اوس د جانز هاپکنز پوهنتون پروفیسر دی وي او اې ته ویلي وؤ"د هند پرته د جنوبي اسیا نور هیوادونه شاید د واشنګټن له لږې توجه او یا د پامه د غورځولو پالیسۍ سره مخامخ شي او خپلې اړیکې د څو اړخیزو چینلونو له لارې پر مخ بوځي"

ځینې کارپوهان باور لري چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، په پاکستان کې د امریکا دلچسپي نه ده پاتې شوې او اوس په سیمه کې د هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي.

د ټرمپ د حکومت سیمه‌ییزه پاليسي د هغه د لوړې په مراسمو کې جوته شوه. په دغو مراسمو کې د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر ته په لومړۍ کتار کې ځای ورکړل شوی ؤ خو پاکستان او بنګله‌دېش یوازې خپل سفیران ور لېږلي وؤ.


وروسته ایس جې شنکر د یوې غونډې په مهال ویلي وؤ"د ټرمپ حکومت ښکاره کوي چې د هند سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي. دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره لوی فرصت دی"

په تېرو څو لسیزو کې د امریکې او پاکستان ترمنځ اړیکې له لوړو او ژورو سره مل وې. دواړو هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او له یوولسم ستمبر وروسته له القاعده ډلې سره په مبارزه کې ګډې همکارۍ درلودې.

ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې پاکستان ته امنیتي مرستې ځنډولې وې او اسلام اباد یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی ؤ خو وروسته یې د افغانستان د طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال پاکستان سره خپلې اړیکې لږې ښې کړې وې.

د دې ترڅنګ، د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان بندي کېدو هم د امریکا او پاکستان اړیکې یو څه پېچلې کړې دي.

په امریکایي کانګرس کې ځینې غړي د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا دې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

خبریال عبدالله مهمند ډیوه ته وایي پاکستان او نور داسې هيوادونه چې امنيتي مسلې لري نو په هغې کې د پينټاګون پاليسي هميش تسلسل لري .

"که د اوباما دور وي، که د بايډن دور وي يا بيا د ټرامپ. په دې وخت کې د امریکا په دي سيمه کې ډيره دلچسپي نه ليدل کېږي ځکه چې امریکا د افغانستان نه لاړه نو اوس امریکايي پاليسيو کې د پاکستان اهميت نه ښکاري"

په قايد اعظم پوهنتون کې د نړیوالو چارو استاز پروفيسر ډاکټر فهيم الله خان په دې وروستیو کې د وې او اې ډيوه خبریال وقار احمد ته ویلي وؤ "د امریکې اؤ پاکستان تعلقات په ځينو برخو کې ښه هم کيدای شي او خراب هم. په افعانستان کې چې امریکا کومې دلچسپي لري او د پاکستان چې کوم کردا دی نو هغې ته یوه نوې ساه ورپوکلی شي"

د هغه په وینا "داسې ښکاري چې د ټرمپ ايډمنسټريشن به زيات سخت وي د چين په تناظر کې نو هغه بيا د پاکستان د مفاداتو خلاف ځي"

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG