لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا د پاکستان خاوره د فارامي جوارو (جي اېم) لپاره تیاره ده؟


د سیډ اېسوسي ایشن اف پاکستان وايي د جي اېم او د وطني توخمونو په پېداوار کې څه خاص فرق نشته. سیډ اېسوسي ایشن وايي جي اېم ټېکنالوجي نه خو کم خرڅه ده او نه هم توخم د چېنجو د خطر نه محفوظ ساتي
د سیډ اېسوسي ایشن اف پاکستان وايي د جي اېم او د وطني توخمونو په پېداوار کې څه خاص فرق نشته. سیډ اېسوسي ایشن وايي جي اېم ټېکنالوجي نه خو کم خرڅه ده او نه هم توخم د چېنجو د خطر نه محفوظ ساتي

د جنېټېکلي ماډیفایډ یا فارامي توخمونو جوړونکو کمپنو نه علاوه په پاکستان کې نور هر څوک چې پکې ساینس پوهان، کرونده گر او خوراک تیارونکي کمپنۍ شاملې دي، د فارامي توخمونو مخالفت کوي.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپریس ټرېبیون د یو رپورټ ترمخه د جي اېم توخمونو په اړه په یو اواز مخالفت تیره میاشت په یوه غونډه کې څرگند کړی شو.

رپورټ وايي د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې د تجارت کاونسل وزیراعظم عمران خان ته تشویش څرگند کړو چې د خورا ک او تحقیق وزارت یې ملاتړ نه کوي خو د پاکستان د توخمونو اتحاد په صنعتي کچه د جي اېم توخمونو د کښت مخالفت کړی دی.

د سیډ اېسوسي ایشن اف پاکستان وايي د جي اېم او د وطني توخمونو په پېداوار کې څه خاص فرق نشته. سیډ اېسوسي ایشن وايي جي اېم ټېکنالوجي نه خو کم خرڅه ده او نه هم توخم د چېنجو د خطر نه محفوظ ساتي. د اېکسپریس ټرېبیون ترمخه ادارې ویلي یو شمېر هېوادونو د کرندونې په دغه "لانجمنه ټېکنالوجۍ" پابندي لگولې ده.

د رپورټ ترمخه، رفحان، چې په پاکستان کې د جوارومصنوعاتو جوړولو او صادرولو تر ټولو لویه کمپني ده، د کوښښونو په نتیجه کې یې په هېواد کې د جوارو فصل ډیره وده موندلي او جوار دا وخت د بل هرفصل نه زیات پېدا کېږي. د کمپنۍ یو چارواکې ویلي د رفحان د صادراتو ټول جوار د جي اېم نه پاک وي.

جي اېم توخمونه یا فصل څه ته وايي؟ په دې اړه د وي او ای ډیوه خبریال ملک وقاص خان په پیرسباق کې د زرعۍ تحقیقاتي ادارې یو ماهر سره خبرې کړې دي. دغه مرکه دلته لیدلی شئ:

آیا د پاکستان خاوره د فارامي جوارو (جي اېم) لپاره تیاره ده؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG