لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عطا تارړ: د بنو پېښه تحریک انصاف کړې، د صوبايي حکومت د پلټنو کمېشن ردوو


د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ تور لګولی، د بنو پېښه تحریک انصاف ګوند په خپله کړې او زياته کړې یې ده، د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا د بنو د پېښې د پلټنو دپاره جوړ کړل شوی کمېشن ردوو. د خېبرپښتونخوا حکومت په بنو کې په 19مه جولايۍ د امن لاريون په وخت د ډزو د پېښې د پلټنو دپاره کمېشن اعلان کړی دی.

بنو کې په 19مه جولايۍ د امن مارچ په نوم لاريون شوی، په دغه ورځ بيا د ډزو پېښه شوې، يو تن پکې وژل شوی او د 20 نه زيات نور ژوبل شوي او د يادې پېښې وروسته بیا د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی دی.

په 15مه جولايۍ بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګی بريد شوی او بيا لس تنه بريد کوونکي چاوڼۍ ته ننوتلي وو، د پوځ ترمخه په بريد کې اته پوځيان او لس سره ترهګر وژل شوي وو.

ويل شوي وو، په برید کې تر 70 زیات پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم وو، خو پوځي بيان کې د ژوبلو په حواله څه نه وو ويل شوي.

د دغه برید زمه واري د شمالي وزیرستان د وسله والو شورا حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.
د يادې پېښې وروسته په سيمه کې په 19مه جولایۍ کاربنديز او امن لاريون اعلان شوی وو، خو د لاريون په ورځ د ډزو پېښه شوې وه.

عطا تارړ پرون په 21مه جولايۍ د سرکاري ټي وي (پي ټي وي) په مرکز کې خبري غونډه کې په تحریک انصاف ګوند نيوکې کړي او ويلي یې دي، دغه ګوند تل د انتشار او تشدد سياست کړی چې په ملک کې حالات خراب وي او اقتصادي ثبات را نه شي، دغه ګوند چې په واک کې وو هم دغه ډول سياست کولو او اوس یې په اپوزيشن کې هم دغه پاليسي ده.

نوموړي ويلي، تحریک انصاف ګوند په 2014م کې په پي ټي وي او په نهمه مې د کور کمانډر په کور او جي اېچ کيو حملې کړي، او تور یې لګولی داسې سياست کوونکی سياسي ګوند نه بلکې ترهګره ډله ده، دوی ترهګر راوستي او د عمران خان بيان په دغې حواله موجود دی.

هغه ويلي، د تحريک انصاف ګوند تل د طالبانو دپاره خواخوږي پاتې شوې دوی د لاشونو سياست کوي.

د تارړ په خبره، بنو کې تور لګول شوی چې پوځ په عامو خلکو ډزې کړي، هلته د تاجرانو امن مارچ وو خو د سياسي ګوندونو خلک پکې شامل شوی او چرته چې د ترهګرۍ پېښه شوې هلته یې ډزې کړي، يو تن پکې وژل شوی او په ګډوډي کې 22 تنه ژوبل شوي دي.

هغه تور لګولی، بنو کې د تحریک انصاف ګوند خلکو ډزې کړي، وسله په لاس کسان یې لېږلي دي.

خېبرپښتونخوا کې واکمنه ګوند تحریک انصاف د عطا تارړ تورونو ته سمدستي ځواب نه دی ویلي، خو د بنو د پېښې په اړه یې وړاندې ويلي وو، وزيراعلا علي امين ګنډاپور د پېښې د رڼو پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی، کمېشن به رڼې او بې پلوه پلټنې کوي، رپورټ به وړاندې کوي او دغه رپورټ به عام کولی شي او د زمه وارو پرضد به قانوني کارروايي کولی شي.

د خېبرپښتونخوا مشير اطلاعات بېرسټر سېف ویلي وو، د کمېشن د رپورټ راتلو نه وړاندې دې د اوازو او تورونو څخه ډډه وکړل شي. وزيراعلا علي امين ګنډاپور تېره شپه په يو ويډیو بيان کې ویلي، د بنو د پرلت د کمېټۍ د مشرانو سره به نن ويني او خبرې به ورسره وکړي.

هغه ويلي، د حکومت جوړېدو څو ورځې وروسته یې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ښکاره ويلي وو، چې ځينې کسان چې ځان سرکاري معرفي کوي وسله په لاس ګرځي او په معاملاتو کې مداخلت کوي، د صوبې حکومت او پوليس پرې تحفظات لري.

هغه ویلي، پوليسو ته یې حکم کړی چې دغه کسان په لاس ورځي نيسي دې، د دوی پرضد دې کارروايي کوي او د دوی ځالې دې معلومې کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG