لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وایرس دلاسه د مرګونو شرح د نورو صوبو په مقابل کې زیاته ده، حکومت په دې اړه تحقیقات شروع کړي


اجمل وزیر چې د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو مشیر دی ویلي په صوبه کې به د ورځې په حساب د کرونا وایرس د معلوموولو معایناتو شمېر ۲۰۰۰ او باالاخر ۱۰۰۰۰  ته رسوي
اجمل وزیر چې د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو مشیر دی ویلي په صوبه کې به د ورځې په حساب د کرونا وایرس د معلوموولو معایناتو شمېر ۲۰۰۰ او باالاخر ۱۰۰۰۰  ته رسوي

د صوبايي حکومت د شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې تر دا مهال د کرونا وایرس د معلومولو دپاره څه دپاسه ۲۲۰۰۰ کسانو معاینې شوي دي چې د صوبې د آبادۍ په تناسب دا په ۱۶۰۰ کې د یو تن معاینه جوړیږي.

بلخوا څیړونکي وايي خېبرپښتونخوا د صحت په برخه د نورو صوبو په مقابل کې وروسته ده او هم دغه ډول د کرونا وایرس د ټېسټونو کې صوبه شاته پاتې ده.

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي په موجوده وخت کې هره ورځ د زرو پورې کسانو د کرونا وایرس معاینات کیږي.

اجمل وزیر چې د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو مشیر دی ویلي په صوبه کې به د ورځې په حساب د کرونا وایرس د معلوموولو معایناتو شمېر ۲۰۰۰ او باالاخر ۱۰۰۰۰ ته رسوي.

تر اوسه پورې په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وایرس ۱۸۵ مرګونه رپورټ شوي دي او ۳۲۸۸ کسان دې وایرس ناروغه کړي دي.

خبریال محمود جان بابر ډیوه ته وایي په خېبر پښتونخوا کې د مړینو شرح د نورو صوبو پرتله زیاته ده او دلته د صحت په اړه کارکردګي د نورو صوبو نه وروسته ده.

محمود جان وايي په خېبرپښتونخوا کې په تېرو اووه کلونو کې د صحت په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی. هغه وویل کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د خېبر پښتونخوا کارکردګي کمزوري ده.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د مړینې شرح هم زیاته ده. په نورو صوبو کې د دې وایرس نه د مرګ شرح د دوه فیصد نه تر درې فیصد پورې ده خو په خېبرپښتونخوا کې دا شرح د پنځه فیصد او په پېښور کې دا اته فیصد ده.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس له امله د مرګونو شرح د نورو صوبو په مقابل کې ولې زیاته ده؟ صوبايي حکومت د دې اسباب معلوموولو دپاره یوه کمېټي جوړه کړه ده چې مشر یې ډاکټر امجد محمود ګمارل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG