لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې 70000 کسانو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو نه انکار کړی 


عبدالباسط وايي يواځي پېښور کې 36 زره خلکو ماشومانو ته د پوليو پرضد وېکسين نه دي اچولي۔ دغه انکاريانو کې زياتره خلک حکومت نه د غوښتنو يا بغير د څه وجې پوليو څاڅکي نه دي ورکړي چې د تلعمري معذورتيه په خطر کې دي
عبدالباسط وايي يواځي پېښور کې 36 زره خلکو ماشومانو ته د پوليو پرضد وېکسين نه دي اچولي۔ دغه انکاريانو کې زياتره خلک حکومت نه د غوښتنو يا بغير د څه وجې پوليو څاڅکي نه دي ورکړي چې د تلعمري معذورتيه په خطر کې دي

په خېبرپښتونخوا کې د تېر شوي پوليو مهم په مهال 70 زره کسانو خپلو بچو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکوولو نه انکار کړی او چارواکي وايي دغو انکاري خلکو حکومت نه د بنيادي ضرورياتو دپاره د خپلو غوښتنو په لړ کې خپل ماشومان وېکسین نکړل.

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې مشر عبدالباسط وايي د دغه ستونزې له وجې پښتنو سېمو کې د پوليو وایرس مخنيوی نه کيږي او په راتلونکي کې د پولیو د نورو کېسونو رپورټ کيدو خطر موجود دی.

عبدالباسط وايي يواځي پېښور کې 36 زره خلکو ماشومانو ته د پوليو پرضد وېکسين نه دي اچولي۔ دغه انکاريانو کې زياتره خلک حکومت نه د غوښتنو يا بغير د څه وجې پوليو څاڅکي نه دي ورکړي چې د تلعمري معذورتيه په خطر کې دي۔

عبدالباسط وویل " خدائي نه کړي که چري د چا ماشوم معذوره شي نو بيا به هغوي ته د معاش ذريعه، اوبه، بجلي يا نور ضروريات ورياد وي۔ پښتنو زما درخواست دی چې حکومت له اړخه د پوليو څاڅکو په صورت کې دغه نعمت نه فائده ترلاسه کړي او خپل ماشومان واکسين کړي چې دغه وائرس خاتمه اوشي"۔

د خيبرپښتونخوا په 21 ضعلو کې د اګست مياشتې په ديارلسمه نيټه د پوليو دويم ډول وائرس د پاره مهم پيل شوي و چې پکې 4.5 ميلونه ماشومان هدف وو۔

عبدالباسط وایي په هدفي ماشومانو کې يواځي 92% وېکسين شوي دي کوم چې د نړيوالې صحت ادارې معيار نه پوره کوي۔ هغه وایي په دومره لويه کچه ماشومان د پوليو څاڅکو څخه پاتي کيدل د پوليو وایرس نورخوريدو خطرسېوا کوي۔

عبدالباسط "مونږ ته پکار ده چې په سلو کې پنځه نوي ماشومان وېکسين کړو۔ ولي چې که هر ځل په دومره لويه کچه ماشومان د پوليو څاڅکو سخه بچ پاتې کيږي نو د پوليو وائرس مخنيوي کول به ډير ګران شي۔ دغه وائرس به زيات ماشومان په نخښه کوي او کيسونه به زيات راځي"۔

په داسې حال د پاکستان پنجاب اوسند صوبو څخه نن يو وارې بيا د پوليو وایرس وړمبي او دويم ډول دوه دوه پيښې رپورټ شوي دي چې تيره ورځ د پوليو وایرس د خوريدو د مخنيوي جاج اخستونکي نړيوالې ادارې انډيپنټ مانيټرنګ بورډ پاکستان کې د پوليو کېسونو زياتيدو په اړه انديښتنه څرګنده کړي وه۔ دغه تازه پېښو وروسته پاکستان کې د پوليو ړومبي ډول شمېره 67 او دويم ډول 52 ته ورسيده۔

خيبرپښتونخوا د پوليو وایرس په اړه د ملک ترټولو زياته اغيزمنه صوبه ده۔ سږکال خيبرپښتونخوا نه د وایلډ پوليو وائرس 22 او دويم ډول 42 پېښي رپورټ شوي دي۔

د پوليو دمخنيوي ادارې صوبائي مشر عبدالباسط وایي کوشش کوي چې راتلونکي پوليو مهم کې پاتې شوي ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورسوي او دغه ماشومان د ټول عمري معذورتيه څخه بچ کړي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG