لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: سږ کال 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي


د عزم استحکام عملياتو په اړه نوموړي وويل، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي، په 22م جون په اېپکس کمېټۍ کې د دې فيصله شوې، په دغه غونډه کې ټول حکومتي او پوځي مشران موجود وو
د عزم استحکام عملياتو په اړه نوموړي وويل، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي، په 22م جون په اېپکس کمېټۍ کې د دې فيصله شوې، په دغه غونډه کې ټول حکومتي او پوځي مشران موجود وو

د پاکستان پوځ ویلي عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخیزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي او سږ کال یې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي.

د پوځ وياند لېفټينېنټ جنرل احمد شريف چوهدري مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې وويل امنيتي ځواکونو د ترهګرو او سهولت کارو پرضد 22,409 عمليات کړي، په دغو عملياتو کې سږ کال 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي دي.

پوځي ترجمان وویل په دغو عملياتو کې 398 ترهګر هم وژل شوي چې پکې 31 مهم ترهګر هم شامل دي.

وسله والو خلاف د امنیتي ځواکونو د ګامونو په اړه پوځي ترجمان وویل "زمونږ مسله دا ده چې انتهايي سنجيده مسلې هم د سياست ښکار کوو."

د عزم استحکام عملياتو په اړه نوموړي وويل، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي، په 22م جون په اېپکس کمېټۍ کې د دې فيصله شوې، په دغه غونډه کې ټول حکومتي او پوځي مشران موجود وو.

هغه وویل، د عزم استحکام د ضرب عضب عملياتو سره موازنه کول سم نه دي، او زياته یې کړه د يوې بيانيې ترمخه د عزم استحکام لانجمنه کولو هڅه روانه ده.

د نوموړي په خبره، د 22م جون په اېپکس کمېټۍ کې د نېشنل اېکشن پلان په حواله جاج اخستل شوی، په هغه ورځ او بیا د هغې دوه ورځې وروسته د وزيراعظم د دفتر څخه بيانونه جاري شوي، خو بيا هم يوه مضبوطه لابي غواړي چې نېشنل اېکشن پلان او عزم استحکام مقصدونه ترلاسه نه شي.

نوموړي ونه ويل چې دغه کومه لابي ده.

په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وړاندې نه د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".

د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه.

د پاکستان د پوځ وياند په خبري غونډه کې د حقيقي ترهګرۍ او ډيجيټل ترهګرۍ يادګېرنه هم وکړه چې دا يو ډول ترهګري ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG