لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که پي ډي اېم د اولس دپاره و، اوس به یې حکومت نسکوره کړی و


په داسې حال کې چې د حکومت مخالفو ګوندونو ایتلاف پي ډي ایم د جولائې د څلورمې نیټې څخه یو ځل بیا د حکومت په ضد احتجاجونو لړې شورو کولو اعلان کړې، وزیراعظم عمران خان هم پر پي ډي ایم سختې نیوکې کړي او ویلې یې دي که چې د مخالف ګوندونوایتلاف د اولس د پاره را يوځای شوی وو، نو تر اوسه به یې حکومت رانسکوره کړی وای.

وزیراعظم عمران خان اولس ته د خبرو پر مهال وویل، دوی پخوانی ځای ترلاسه کول غواړي، خو قام به یې په خبرو کې نه راځي. عمران خان زیاته کړه: «مخالف ګوندونه د خپلو ګټو دپاره رایوځای شوي او دوی به اوس د بجټ بحالۍ کې هم خنډ جوړوي.»

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ضد جوړ کړی شوي د مخالفو ګوندونو ائتلاف - پي ډي اېم – د حکومت په ضد د جولائي په څلورمه په سوات کې، د جولائي په ۲۹مه په کراچي کې، او ۱۴مه د اګست په اسلام آباد کې د جلسو کولو اعلان کړی دی.

د مسلم لیګ ن ګوند یو مشر، رانا ثنآ الله د جیو ټلویژن سره خبرو کې ویلي، که چېرې په هېواد کې د آزادو او شفافو انتخاباتو غوښتنه کول یا دا چې ادارې دې د خپلو قانوني حدودو کې کار وکړي، که چېرې دې ته مزاحمت ویل کیږي، نو دا خبره به کوي، ولې چې دا د جمهوریت ترلاسه کولو یوه لاره ده.

بل پلو ته د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري هم په چارسده کې مطبوعاتو سره خبرو کې پر پي ډي اېم سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د مخالفو ګوندونو دغه ائتلاف د حکومت پر ضد خپل واضح دریځ نلري.

دوی دا هم ویلي چې د حکومت په ضد به سخت ولاړ وي خو که چېرې ټول مخالف ګوندونه پر یو ځای وي، نو دا به ډېره ښه وي. پیپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند، هېواد ته د نواز شریف د راتلو او له اسمبلیو څخه د استعفآ په معامله د اختلاف له سببه، د پي ډي اېم نه جدا شوي و، خو تېره ورځ د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن ویلي و چې خپل د معاملو د وضاحت وروسته، دغه دواړه ډلې (مسلم لیګ ن او پیپلز پارټي) بېرته په پي ډي اېم کې ګډون درلودلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG