لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دای پي ایس دماشومانو قبرونه زاړه شول،خو د والدینو د زړونو زخمونه یې تازه دي


"د ارمي پبلک اسکول په پېښه شپږ کاله واوړیدل خو ددې شپږو کالو تیریدو باوجود زمونږ غم هغه شان تازه دی ،مونږ اوس هم داسې غمژن یو لکه په هغه ورځ چې وؤ . ماسره ټکي نیشته چې ددې المناکې او دړدونکې پیښې لپاره یې استعمال کړم"

دا خبرې د ډاکټر امین خان دي چې شپږ کاله وړاندې یې په ننۍ ورځ خپل ماشوم زوئ ‌محمد غثان دپېښور په ارمي پبلک اسکول شوي ترهګریز برید کې بائیللی ؤ.

وي او ای ډيو ته ډاکټر امین خان وایي "ډیر کوشش مو وکړو، د نفسیاتو د ماهرانو مشورې مو واخستې خو دې شپږو کلنو کې به یوه ورځ داسې نه وي تیره شوې چې زمونږ کور کې به ژړا نه وي شوي"

په دغه انسانیت سوزه پېښه کې د قرباني شوؤ زیاترو ماشومانو میندې،پلرونه اؤ عزیزان وایي چې پېښه کې د مړو شوؤ ماشومانو قبرونه په شپږ کلنه موده کې زاړه شوي دي خو دهغوئ په زړونو د دوئ د جدایۍ لګیدلي زخمونه نن هم تازه دي.

دغه پېښه کې د مړو شوؤ دوو ماشومانو نور الله دراني او سیف الله دراني مور وایي زما دغه دوه زامن وو او دواړه مې ای پي ایس کې بائیلل.

ډیوه ته دغه درېدلې مور وایي "زه او زما خاوند دشپې دوو بجو پورې ویښ یو. د خپلو بچو خبرې کوو، د هغوي تصویرونه ګورو. چې خوب راشي نو لږ ویده شو خو بیا درې بجې راپاڅو، یو بل ته ګورو او تر سهاره پورې ژاړو"

هغه وایي "مونږ یو بل له حوصله هم نشو ورکولی، تیرو شپږو کالو کې مونږ یوه شپه هم په آرام خوب نه دی کړی"

د آرمي پبلک سکول د پیښې نه وروسته د وژل شوو ماشومانو میندو پلارانو بیا بیا ددغې ټول وژنې د عدالتي پلټنو غوښتنه کوله او اکتوبر کال ۲۰۱۸م کې د سترې محمکې په امر یو کسیز عدالتي کمیشن جوړ کړی شو.

جوډیشل کمیشن بیلابیلو خلکو سره د لیدو او خبرو نه وروسته یو راپور جوړ کړو او بیا سترې محکمې دغه راپور د روان کال ستمبر میاشت کې عامو خلکو لپاره خپور کړو.

خو زیاتره والدین د راپور نه مطمین نه دي او وایي مونږ ته زمونږ د ماشومانو وژونکي په ډاګه نه کړی شول .

دغه پېښه کې د وژل شوي یو ماشوم عزیر احمد پلار ظهور احمد وایي :

"مونږ چې د راپور په مهمو نکتو غور وکړو نو هغې کې د پیښې د ذمه دارو نوم نه دی اخستل شوی او نه ده معلومه چې څوک ذمه وار وو او چا استعفا ورکړه نو ځکه مونږ نه یو مطمین او تر هاغې به نه یو تر څو چې پیښه کې ککړو تنانو ته سزا نه وي ورکړل شوي"

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل مونږ به انصاف لپاره دغه شان خپل غږ پورته کوو.

نوموړی دا هم وایي که چرې په وخت دې پېښه کې ککړو تنانو ته سزا ورکړل شوې وه نو د باچا خان پوهنتون چارسدې او زرعي انسټیټیوټ پیښور غوندې پیښې به نه رامینځ ته کېدې.

د ای پي ایس د پیښې نه وروسته د نیشنل ایکشن پلان په نوم د ترهګرۍ په ضد د شلو نکتو یوه تګ لیاره اعلان شوې وه. او بیا شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم فوځي عملیات شروع کړی شول چې له امله یې په لکونو پښتانه بې کوره شول او اوس هم در په در دي.

ناقدان وایي په نیشنل ایکشن پلان صحیح عمل نه دی شوی نو ځکه سیمې کې ترهګري په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG